0:00 / 0:00

د هجرت کتاب

اووه دېرشم فصل

د لوظ صندوق

(هجرت ۲۵: ۱۰ - ۲۲)

۱ بصلئیل د غز د لرګي څخه د لوظ صندوق جوړ کړ چې یو متر او لس سانتي اوږد ؤ، پنځه شپېته سانتي پلن ؤ او پنځه شپېته سانتي لوړ ؤ. ۲ د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه. ۳ د هغه دپاره یې څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې او د هغه په څلورو پایو باندې یې وتړلې، چې دوه کړۍ ګانې یې په یو خوا او دوه په بلې خوا وې. ۴ بیا هغه د غز د لرګي څخه میلې جوړې کړې او د سرو زرو پوښ یې ورته ورکړ. ۵ میلې یې هغو کړیو ته د وړلو دپاره ورننویستلې چې د صندوق په څنګونو کې وې. ۶ د سوچه سرو زرو څخه یې د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي جوړ کړ چې یو متر او لس سانتي اوږد ؤ او پنځه شپېته سانتي پلن ؤ. ۷ بیا هغه د سرپوښ په سرونو کې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه کروبیان جوړ کړل. ۸ یو کروب یې په یو سر او دوهم کروب یې په بل سر کې جوړ کړ، په دوو سرونو کې یې د سرپوښ سره کروبیان د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړل. ۹ د کروبیانو وزرونه د دې دپاره پورته خپاره وو چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. کروبیان یو بل ته مخامخ وو او د سرپوښ خواته یې کتل.

د مقدسې ډوډۍ دپاره مېز

(هجرت ۲۵: ۲۳ - ۳۰)

۱۰ بصلئیل د غز د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړ چې نوي سانتي اوږد ؤ، پنځه څلوېښت سانتي پلن ؤ او پنځه شپېته سانتي لوړ ؤ. ۱۱ بیا یې هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه. ۱۲ همدارنګه د هغه ګردچاپېره یې یو چوکاټ جوړ کړ چې پراخوالی یې پنځه اویا ملي متره ؤ او په چوکاټ باندې یې د سرو زرو څنډه جوړه کړه. ۱۳ هغه د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې او په هغو څلورو کنجونو کې یې وتړلې چېرته چې څلور پایې وې. ۱۴ کړۍ ګانې چوکاټ ته نژدې وې، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کېده. ۱۵ د مېز د وړلو میلې د غز د لرګي څخه جوړې شوې وې او د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی ؤ. ۱۶ هغه ټول شیان چې په مېز باندې ایښودل کېدل یعنې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه د سوچه سرو زرو څخه جوړ شول.

څراغدان

(هجرت ۲۵: ۳۱ - ۴۰)

۱۷ بصلئیل د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړ او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې یې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړل. هغه ټول شیان د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وو. ۱۸ شپږ څانګې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وې، یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه. ۱۹ درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان ؤ، د غوټیو او ګلپاڼو سره په یوې څانګې باندې وې، درې په بلې څانګې باندې او په همدې ډول د شپږو واړو څانګو دپاره وې چې د څراغدان څخه غزېدلې وې. ۲۰ په خپله په څراغدان باندې څلور د بادام د ګل په شان پیالې وې، د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره. ۲۱ یوه غوټۍ د څانګو د اولې جوړې لاندې وه چې د څراغدان څخه غزېدلې وه، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې وه او دریمه غوټۍ د دریمې جوړې لاندې وه یعنې ټولې شپږ څانګې وې. ۲۲ غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وو. ۲۳ د څراغدان دپاره یې اووه څراغونه جوړ کړل او پلته پاکوونکي او پتنوسونه یې د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړل. ۲۴ هغه د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلوګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخیست.

د خوشبویۍ د سوزولو قربانګاه

(هجرت ۳۰: ۱ - ۵، ۲۲ - ۳۸)

۲۵ بصلئیل د غز د لرګي څخه د خوشبویۍ د سوزولو دپاره یوه قربانګاه جوړه کړه. هغه څلور کنجه وه، پنځه څلوېښت سانتي اوږده وه او پنځه څلوېښت سانتي پلنه وه او نوي سانتي لوړه وه. د هغې برجونه چې په څلورو کنجونو کې وو، هغه د قربانګاه سره د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شول. ۲۶ د هغې پاسنۍ برخې، څلور واړو خواو او برجونو ته یې د سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه. ۲۷ د څنډې لاندې د قربانګاه دپاره یې دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې، یعنې په دواړو خواو باندې یې یوه یوه جوړه کړه چې هغه میلې ونیسي چې د هغې په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۲۸ هغه میلې د غز د لرګي څخه جوړې کړې او د سرو زرو پوښ یې ورته ورکړ.

۲۹ همدارنګه بصلئیل د مسح کولو دپاره مقدس تېل او د خوشبویۍ دپاره سوچه مسالې جوړې کړې لکه څنګه چې یو عطر جوړوونکی یې جوړوي.