0:00 / 0:00

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

اووۀ دېرشم باب

د لوظ صندوق جوړول

۱ بضلى‌اېل د کيکر د لرګى نه د لوظ صندوق جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو. ۲ بهر او دننه يې د سوچه سرو زرو پترى پرې وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه. ۳ د وړولو دپاره هغۀ ورله د سرو زرو څلور کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلور پښو پورې ولګولې، چې دوه کَړۍ په يو خوا وې او دوه يې بل خوا وې. ۴ د وړلو دپاره يې ورله د کيکر د لرګى بازوګان جوړ کړل او د سرو زرو پترى يې ورباندې وخېژول، ۵ او دا يې د لوظ د صندوق په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړې. ۶ هغۀ ورله د سوچه سرو زرو يو د کفارې تخت جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن وو. ۷ د ټکېدلے شوو سرو زرو نه يې دوه د وزرو والا مخلوق جوړ کړل، ۸ يو يې په يو سر او بل يې په بل سر کښې پرې جوړ کړو. هغۀ دا داسې جوړ کړل چې دواړه د صندوق د کفارې د سر سره يو ځائ شول. ۹ د وزرو والا مخلوق د صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وُو او خورو وزرو يې د صندوق سر پټ کړے وو او مخونه يې لاندې وُو.

د مقدسې روټۍ دپاره مېز جوړول

۱۰ د کيکر د لرګى نه هغۀ يو مېز جوړ کړو، چې شپږ دېرش اِنچۍ اوږد وو، اتلس اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو. ۱۱ په دې يې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ورله د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۱۲ ګېرچاپېره يې درې اِنچۍ پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او د ژۍ نه ګېرچاپېره يې د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۱۳ د وړلو دپاره يې ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلورو ګوټونو کښې ولګولې، چرته چې پښې وې. ۱۴ هغۀ دا کَړۍ د ژۍ سره نزدې ولګولې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شو. ۱۵ دا بازوګان يې د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې باندې يې د سرو زرو پترى وخېژول. ۱۶ هغۀ د مېز دپاره د سوچه سرو زرو نه دا لوښى جوړ کړل، جامونه، کاسې، رکېبۍ او د څښلو نذرانو تويَولو دپاره منګى.

د ډيوټ جوړېدل

۱۷ د سوچه سرو زرو نه هغۀ ډيوټ جوړ کړو. د دې بېخ او ډنډا يې د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړه کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو ګلونه، سره د غوټو او پاڼو، چې د دې سره يو ځائ شى. ۱۸ د دې د اړخونو نه شپږ څانګې وتلې وې، چې درې په يو طرف وې او درې په بل طرف وې. ۱۹ د دې شپږ واړو څانګو درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وُو دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وُو. ۲۰ د ډيوټ د ډنډې د ښۀ ښکارېدو دپاره څلور ګلونه وُو، دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان وُو. ۲۱ د څانګو د دې درېو جوړو د هرې يوې لاندې يوه غوټۍ وه. ۲۲ دا غوټۍ، څانګې او ډيوټ د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وُو. ۲۳ د ډيوټ دپاره هغۀ اووۀ ډيوې جوړې کړې او هغۀ ورله د سوچه سرو زرو نه ايره پاکوونکې چمټې او مجمعې جوړې کړې. ۲۴ هغۀ پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په ډيوټ او د دې ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړل.

د خوشبويۍ قربان‌ګاه جوړېدل

۲۵ د خوشبويۍ سوزولو دپاره هغۀ د کيکر د لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. دا څلور‌ګوټه وه، اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وه. څلور د ښکرو په شان ګوټونه يې ورله جوړ کړى وُو چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شوى وُو. ۲۶ هغۀ د هغې په چت، څلورو طرفونو او د هغې د ښکرو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه. ۲۷ د هغې دپاره يې دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړلې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شوه. ۲۸ هغۀ دا بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې يې د سرو زرو پترى وخېژول.

د غوړولو تېل او خوشبوئى تيارول

۲۹ هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.