Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د اسراییلو د هغو پیغمبرانو په ضد نبوت وکړه چې د خپل ځان نه نبوت کوي. هغوی ته ووایه چې د څښتن کلام ته غوږ ونیسي.
۳ څښتن تعالی داسې وایي: ‹افسوس د دې کمعقلو پیغمبرانو په حال! هغوی د خپلو ځانونو نه الهام ورکوي او هغه رویاګانې یې چې نه دي لیدلې، بیانوي. ۴ ای د اسراییلو خلکو، ستاسو پیغمبران د هغو ګیدړانو په شان دي چې د ښار په کنډوالو کې اوسیږي. ۵ هغو پیغمبرانو تاسو اسراییلیانو سره مرسته ونه کړه چې د ښار هغه دېوالونه بېرته جوړ کړي چې غورځېدلي دي. دا کار باید ترسره شي، ترڅو په هغه وخت کې چې زه څښتن ستاسو دښمنان پرېږدم چې په تاسو باندې حمله وکړي، ستاسو دېوالونه قوي وي. ۶ د هغوی رویاګانې غلطې دي او د هغوی پېشګویانې دروغ دي. هغوی دا دعوه کوي چې زما د پیغام په هکله خبرې کوي، خو هغوی ما نه دي لېږلي. خو بیاهم هغوی په دې تمه دي چې خبرې به یې رښتیا شي!› ۷ زه هغوی ته وایم: ‹تاسو چې کومې رویاګانې وینئ هغه بېارزښته دي او تاسو چې کومې پېشګویانې کوئ هغه دروغ دي. تاسو وایئ چې دا زما خبرې دي، خو ما تاسو سره خبرې نه دي کړي!›
۸ نو څښتن تعالی هغوی ته داسې وایي: ‹ستاسو خبرې بېارزښته دي او ستاسو رویاګانې دروغ دي. نو له دې امله زه څښتن تعالی ستاسو په ضد یم. ۹ زه به خپل لاس د هغو ټولو پیغمبرانو په خلاف پورته کړم چې بېارزښته رویاګانې ویني او دروغجنې پېشګویانې کوي. هغوی به زما د قوم د ټولنې څخه وشړل شي. زه به د هغوی نومونه د اسرایيلو د لست نه لېرې کړم او هغوی به بيا هيڅکله په خپل وطن کې پښې کښېنږدي. نو بیا به په دې پوه شئ چې زه څښتن تعالی یم.
۱۰ پیغمبران زما قوم بېلارې کوي او وایي چې خیر خیریت دی. خو په رښتیا سره خیریت نه دی! زما قوم یو کمزوری دېوال جوړ کړی دی او پیغمبران راغلي دي او هغه یې په چونه او ګچو باندې سپین کړی دی. ۱۱ دې پیغمبرانو ته ووایه چې دېوال به راوغورځیږي. سخت باران به ووریږي، ږلۍ به ووریږي او یو توفان به ورباندې راشي. ۱۲ کله چې دېوال راوغورځیږي، نو هرڅوک به ستاسو نه پوښتنه کوي چې د دېوال د سپینولو څه ګټه وه؟›
۱۳ په دې خاطر څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه به په خپل قهر سره یو توفان، سخت باران او ږلۍ نازل کړم چې هغه دېوال وران کړي. ۱۴ زه غواړم چې هغه چونه شوی دېوال راوغورځوم او هغه به د ځمکې سره هوار کړم او د بنیاد تیږې به یې راښکاره شي. هغه به راولویږي او تاسو ټول به مړه کړي. بیا به ټول په دې پوه شي چې زه څښتن یم. ۱۵ نو زما قهر به په دېوال او په هغه چا چې هغه یې رنګ کړی دی، سوړ شي. بیا به تاسو ته ووایم چې هغه دېوال او د هغه رنګ کوونکي نور نشته. ۱۶ دا هغه پیغمبران وو چې په ډاډه زړه سره به یې ویل چې په اورشلیم کې خیر خیریت دی، خو حال دا چې هلته خیریت نه ؤ.› څښتن تعالی داسې ویلي دي.»
۱۷ څښتن وویل: «ای فاني انسانه، د اسراییلو هغه ښځې محکومې کړه چې له خپله ځانه پېشګویي کوي. ۱۸ هغوی ته ووایه چې څښتن تعالی ورته داسې وایي: ‹افسوس ستاسو په حال! تاسو هرچا ته د کوډو تعویذونه جوړوئ چې په خپلو مړوندونو باندې یې وتړي او هرچا ته د هغه د قد په اندازه د کوډو دستمالونه جوړوئ چې خپل سرونه ورباندې وتړي، ترڅو وکولای شئ د نورو خلکو د ژوند واک ولرئ. ایا تاسو غواړئ چې زما د خلکو د ژوند او مرګ اختیار ترلاسه کړئ او د هغه څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلئ؟ ۱۹ تاسو د څو موټو اوربشو او د څو ټوټو ډوډیو په خاطر زما د قوم په مخکې زما سپکاوی وکړ. تاسو هغه خلک وژنئ کوم چې د مرګ لایق نه دي او هغه خلک ژوندي پرېږدئ کوم چې د ژوندي پرېښودلو لایق نه دي. تاسو زما خلکو ته دروغ وایئ او هغوی په تاسو باندې یقین کوي.›
۲۰ نو څښتن تعالی داسې وایي: ‹ګورئ، زه د کوډو د تعویذونو په ضد یم چې تاسو یې په مرګ او ژوند باندې د قدرت ترلاسه کولو په خاطر د خلکو په مټو باندې تړئ. زه به هغه ستاسو د مټو څخه وشکوم او هغه خلک به خلاص کړم چې تاسو د مرغیو په شان په دام کې راګېر کړي دي. ۲۱ زه به ستاسو د سرونو دستمالونه وشکوم او خپل قوم به خلاص کړم او نور به ونه شئ کولائ په خپل دام کې هغوی راګېر کړئ. نو بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم. ۲۲ دا ځکه چې تاسو په خپلو دروغو باندې د هغو نېکو خلکو زړونه تور کړي دي چې زه نه غواړم هغوی خفه کړم. تاسو بدعمله خلک دې ته هڅولي دي چې د خپلو بدو کارونو نه لاس وانخلي او خپل ژوند وژغوري. ۲۳ نو اوس به تاسو بېارزښته رویاګانې ونه وینئ او بېلارې کوونکې پېشګویانې به نه کوئ. زه به خپل قوم ستاسو د منګولو نه خلاص کړم، نو هغه وخت به په دې پوه شئ چې زه څښتن یم.›»