Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، اسراییلیانو ته یوه معما او یو مثال بیان کړه ۳ چې هغوی په دې پوه شي چې زه څښتن تعالی هغوی ته داسې وایم: ‹یو غټ عقاب ؤ چې رنګه بڼکې او لوی لوی او خپاره وزرونه یې لرل. هغه د لبنان غرونو ته والوت او د سبر د ونې لوړه څانګه یې ماته کړه. ۴ هغه یې د سوداګرۍ وطن ته یووړله او د سوداګرانو په ښار کې یې وکرله. ۵ بیا یې یو نیالګی د یوې خاورې نه راواخیست او هغه یې د یوې ولې په شان په یو حاصلخېزه پټي کې چې تل یې اوبه لرلې وکاره. ۶ هغه شین شو او د هغه نه یو ټیټ او پراخ تاک جوړ شو. څانګې یې د عقاب خواته پورته وختلې او ریښې یې په ځمکه کې ژورې لاړلې. هغه تاک په څانګو کې پټ شو.
۷ هلته یو بل غټ عقاب ؤ چې لوی لوی وزرونه او زیاتې بڼکې یې لرلې. نو تاک د هغه خواته خپلې ریښې ورتاوې کړلې او څانګې یې د خپل باغ څخه چې هغه په کې کرل شوی ؤ، د هغه عقاب خواته وځغلولې، په دې هیله چې هغه ورته زیاتې اوبه ورکړي، ۸ خو هغه تاک لا د پخوا نه په یوه حاصلخېزه ځمکه کې کرل شوی ؤ چې زیاتې اوبه ورته رسېدلې، ترڅو څانګې یې راشنې شي، انګور ونیسي او یو ښکلی تاک ورڅخه جوړ شي.›
۹ نو اسرایلیانو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې پوښتنه کوم: ‹ایا دا تاک به پاتې شي او لوی به شي؟ ایا هغه لومړنی عقاب به هغه له بېخه ونه باسي، انګور به ترې ونه شکوي او څانګې به یې ماتې نه کړي؟ نو دا څانګې به وچې شي. د تاک د راویستلو دپاره ډېر قوي لاس او ډېرو کسانو ته اړتیا نشته. ۱۰ هو، هغه تاک کرل شوی دی، خو ایا هغه به پاتې شي او لوی به شي؟ کله چې هغه تاک د ختیځ تود باد ووهي، نو هغه به په پوره توګه وچ نه شي؟ په کوم باغ کې چې هغه راشین شوی دی، نو هلته به وچ نه شي؟›»
۱۱ څښتن ماته وویل: ۱۲ «د دې سرکښه قوم نه پوښتنه وکړه: ‹ایا د دې مثال په معنی باندې نه پوهېږئ؟ هغوی ته ووایه چې د بابل پاچا اورشلیم ته راغی او پاچا او د هغه درباریان یې بېرته د ځان سره بابل ته بوتلل. ۱۳ هغه د پاچا د کورنۍ یو کس یووړ او د هغه سره یې یو تړون وکړ او هغه ته یې قسم ورکړ چې هغه ته به وفادار اوسي. هغه د قوم مشران له ځان سره بوتلل، ۱۴ چې قوم کمزوری شي او د بیا د راپورته کېدلو وس ونه لري، نو په دې توګه قوم به تړون ته وفادار او ژوندی پاتې شي. ۱۵ خو د یهودا پاچا سرکښي وکړه او خپل استازي یې مصر ته ولېږل چې هغه ته اسونه او یو لوی لښکر ورکړي. ایا هغه به په دې کار بریالی شي؟ ایا هغه د تړون په ماتولو سره خپل ځان د سزا څخه خلاصولی شي؟›
۱۶ څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه په خپل ذات باندې قسم خورم چې د یهودا دا نوی پاچا به په بابل کې مړ شي، ځکه چې هغه د خپل قسم سپکاوی وکړ او هغه تړون یې مات کړ چې د بابل د پاچا سره چې هغه یې په تخت باندې کښېنولی ؤ، کړی ؤ. ۱۷ کله چې بابلیان د کلابندۍ دپاره د خاورو ډېرۍ جوړې کړي او د ډېرو خلکو د وژلو دپاره د ښار د کلابندۍ دېوالونه جوړ کړي، نو د فرعون قوي لښکر به ونه شي کولای د هغه سره په جنګ کې مرسته وکړي. ۱۸ هغه د تړون په ماتولو سره د خپل قسم سپکاوی وکړ. هغه دا ټول کارونه وکړل، نو اوس هغه نه شي خلاصېدلی.›
۱۹ نو څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه په خپل ذات باندې قسم خورم چې زه به هغه ته د خپل هغه تړون د ماتولو سره سم چې زما په نوم یې قسم خوړلی ؤ، سزا ورکړم. ۲۰ زه به هغه ته خپل جال خپور کړم او هغه به په کې راګېر کړم. زه به هغه بابل ته بوځم او هغه به هلته محاکمه او هغه ته به سزا ورکړم، ځکه چې هغه زما سره بېوفایې کړې ده. ۲۱ د هغه ډېر ښه عسکر به په جنګ کې ووژل شي او څوک چې ژوندي پاتې شي هغوی به هرې خواته خواره واره شي. بیا به تاسو پوه شئ چې ما څښتن داسې ویلي دي.›»
۲۲ «څښتن تعالی داسې وایي:
‹زه به راواخلمه د لوړ سبر د سر نه
یوه نازکه څانګه او هغه به پرې کړمه زه
او هغه به وکرم په خپله اوچت غر باندې
۲۳ د اسراییلو په لوړ غر باندې
هغه به وکرمه او شي به راشنې د هغه څانګې
او وبه ونیسي مېوه
او شي به جوړه ترې د سبر ښکلې ونه
د هغې لاندې به اوسیږي هر ډول مرغان
پیدا کوي به سرپناه د څانګو د سیوري لاندې
۲۴ په هغه ځمکه کې به پوه شي ټولې ونې
چې زه څښتن یمه
زه به ټیټې کړمه لوړې ونې
او کړم به لوړې ټیټې ونې
زه به وچې کړمه شنې ونې
او راشنې به کړم زه وچې ونې
ما څښتن داسې وویل. څه چې ما وویل، زه به هماغسې وکړم.›»