Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، ایا ته تیار یې چې د وینې تویونې څخه د ډک ښار په هکله قضاوت وکړې؟ هغه ته خپل ټول د کرکې وړ کارونه چې کړي یې دي، ور په یاد کړه. ۳ دې ښار ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ای ښاره! په دې خاطر چې تا د ډېرو خلکو وینه تویه کړې ده او بتانو ته په عبادت کولو سره دې خپل ځان ناپاکه کړی دی، نو ستا د سزا وخت راروان دی. ۴ ته د دې وینې تویونې په سبب ګناهکار یې او د هغو بتانو په خاطر چې تا جوړ کړي دي، خپل ځان دې ناپاکه کړی دی، نو تا د خپلې سزا ورځې رانژدې کړې دي او وخت دې پوره شوی دی! ځکه نور قومونه مې پرېښودل چې ملنډې درباندې ووهي او ټول وطنونه دې مسخره کړي. ۵ ټول خلک د لېرې او نژدې وطنونه په تا باندې ملنډې وهي، ځکه چې ته بدنامه او ګډوډ ښار یې.
۶ د اسراییلو ټول مشران د خپل قدرت نه کار اخلي او د خلکو وینه تویوي. ۷ په تا کې خلک د خپل مور او پلار سپکاوی کوي. دوی د پرديو خلکو سره زیاتی کوي او د یتیمانو او کونډو سره بد چلند کوي. ۸ تا زما د سپېڅلو شیانو سپکاوی کړی دی او د سبت د ورځې بې عزتي دې کړې ده. ۹ ستا ځینې خلک په نورو باندې په دروغو تهمت لګوي چې ووژل شي. ځینې خلک د هغو قربانیو غوښې خوري چې په غرونو باندې بتانو ته وړاندې کیږي. ځینې په تا کې شهوت پرستي کوي. ۱۰ ځینې خلک د خپل پلار د ښځې سره څملي. ځینې خلک د میاشتیني عادت په وخت کې ښځې مجبوروي چې ورسره یوځای شي. ۱۱ ځینې د خپل ګاونډي د ښځې سره زنا کوي او نور د خپل زوی د ښځې سره نامشروع اړیکې لري او نور خلک خپله ناسکه خور مجبوروي چې ورسره څملي. ۱۲ ستا ځینې خلک د رشوت په بدل کې وینه تویوي. ځینې خلک چې خپلو اسراییلیانو ورونو ته پور ورکوي، نو د هغه سود اخلي او د هغو نه د مال په غصب کولو سره خپل ځانونه شتمن کوي. هغوی زه هېر کړی یم. څښتن تعالی داسې ویلي دي.
۱۳ ګوره، په دې خاطر چې تا نامشروع ګټې کړې دي او د هغو وینو تویونو له امله چې په تا کې شوي دي، زه به خپل لاس په تا باندې اوچت کړم. ۱۴ کله چې زه تا سره خپل حساب تصفیه کړم، نو ته به خپل همت له لاسه ورکړې او دومره به کمزوری شې چې ته به ونه شې کولای خپل لاسونه اوچت کړې. ما څښتن داسې وویل. څه چې ما وویل زه به هماغسې وکړم. ۱۵ زه به ستا خلک په نورو قومونو او وطنونو کې خواره واره کړم او ستا ناپاکي به له منځه یوسم. ۱۶ نور قومونه به ستا د خلکو د کارونو له امله ستا سپکاوی کوي، خو ته به پوه شې چې زه څښتن یم.›»
۱۷ څښتن ماته وویل: ۱۸ «ای فاني انسانه، اسراییلیان ماته د بېکاره برنجو، قلعي، اوسپنې او سرپو په شان شوي دي چې په داش کې د سپینو زرو د چڼولو نه وروسته بېلیږي. ۱۹ نو زه څښتن تعالی تاسو ته داسې وایم چې تاسو د هماغو شیانو په شان بېکاره یئ. نو زه به تاسو ټول په اورشلیم کې راټول کړم ۲۰ لکه څنګه چې سپین زر، برنج، اوسپنه، سرپ او حلبي په داش کې اچوي او اور تېزوي، ترڅو ویلي یې کړي. زما قهر او غضب به تاسو داسې ویلي کړي لکه څنګه چې اور فلزي مواد ویلي کوي. ۲۱ هو، زه به تاسو په اورشلیم کې سره راټول کړم، په تاسو باندې به د خپل قهر اور تېز کړم او تاسو به ویلي کړم. ۲۲ تاسو به په اورشلیم کې داسې ویلي شئ لکه سپین زر چې په داش کې ویلي کیږي، نو بیا به تاسو ته د څښتن قهر درمعلوم شي.»
۲۳ څښتن یوځل بیا ماته وویل: ۲۴ «ای فاني انسانه، د اسراییلو هېواد ته ووایه چې ته ناپاکه هېواد یې او زما د قهر په وخت کې به په تا باران ونه اوریږي. ۲۵ د اسراییلو پیغمبران دسیسې جوړوي. هغوی د هغو زمریانو په شان دي چې په هغو حیواناتو باندې غوریږي چې هغوی وژلي دي. هغوی خلک وژلي، پیسې او جایداد یې ورڅخه اخیستی دی او په خپلو قتلونو سره یې په هېواد کې ډېرې ښځې کونډې کړې دي. ۲۶ کاهنان زما قانون ماتوي او د سپېڅلو شیانو بې عزتي کوي. هغوی د سپېڅلو او عادي شیانو تر منځ فرق نه کوي او د پاکو او ناپاکو شیانو د توپیر په اړه تعلیم نه ورکوي. د سبت د ورځې پروا نه ساتي. نو نتیجه یې دا شوه چې د اسراییلو خلک زما سپکاوی کوي. ۲۷ د هغوی مشران د هغو لېوانو په شان دي چې کوم حیوانات چې د هغوی وینه دې تویه کړې وي، هغه ټوټې ټوټې کوي. هغوی د دې دپاره دا قتلونه کوي چې نامشروع ګټه ترلاسه کړي. ۲۸ پیغمبرانو دا ګناهونه داسې پټ کړي او سپین کړي دي، لکه څوک چې په چونه باندې دېوال سپینوي. هغوی د دې مشرانو دپاره غلطې رویاګانې ویني او د دروغو پېشګویانې کوي. هغوی دعوه کوي چې دوی د څښتن تعالی له خوا خبرې کوي، خو ما څښتن د هغوی سره خبرې نه دې کړي. ۲۹ د اسراییلو خلک غصب او غلا کوي. هغوی د غریبانو سره ظلم کوي او د پردیو خلکو سره زورزیاتی او د هغوی نه غلطه ګټه اخلي. ۳۰ ما په هغوی کې یو داسې کس لټاوه چې دېوال جوړ کړي او په هغه ځای کې ودریږي چې دېوالونه راغورځېدلي وي او کله چې زه د خپل قهر په وخت کې دا وطن ورانوم د هغه نه دفاع وکړي، خو هېڅوک مې پیدا نه کړ. ۳۱ نو زه به په هغوی باندې خپل قهر نازل کړم او د هغو کارونو سره سم چې هغوی کړي دي، د خپل غضب په اور کې به یې له منځه یوسم.» څښتن تعالی داسې ویلي دي.