د عزرا کتاب

دوهم فصل

د راستانه شوو جلاوطنو خلکو لست

(نحمیا ۷: ۴ - ۷۳)

۱ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۲دا د هغوی مشران وو: زروبابل، یشوع، نحمیا، سرایا، رعیلایا، مردخای، بلشان، مسفار، بغوای، رحوم او بعنه.

دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:

  • ۳‏-۲۰د فرعوش له طایفې څخه - ۲۱۷۲ تنه
  • د شفطیا له طایفې څخه - ۳۷۲ تنه
  • د آرح له طایفې څخه - ۷۷۵ تنه
  • د فحت مواب له طایفې څخه (چې د یشوع او یواب د اولادې څخه وو) - ۲۸۱۲ تنه
  • د عیلام له طایفې څخه - ۱۲۵۴ تنه
  • د زتو له طایفې څخه - ۹۴۵ تنه
  • د زکي له طایفې څخه - ۷۶۰ تنه
  • د باني له طایفې څخه - ۶۴۲ تنه
  • د ببای له طایفې څخه - ۶۲۳ تنه
  • د عزجد له طایفې څخه - ۱۲۲۲ تنه
  • د ادونیقام له طایفې څخه - ۶۶۶ تنه
  • د بغوای له طایفې څخه - ۲۰۵۶ تنه
  • د عادین له طایفې څخه - ۴۵۴ تنه
  • د آطیر له طایفې څخه (د حزقیا په نوم هم یادېده) - ۹۸ تنه
  • د بیسای له طایفې څخه - ۳۲۳ تنه
  • د یوره له طایفې څخه - ۱۱۲ تنه
  • د حاشوم له طایفې څخه - ۲۲۳ تنه
  • د جبار له طایفې څخه - ۹۵ تنه

۲۱‏-۳۵هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل هم راستانه شول:

  • د بیت لحم څخه - ۱۲۳ تنه
  • د نطوفه څخه - ۵۶ تنه
  • د عناتوت څخه - ۱۲۸ تنه
  • د عزموت څخه - ۴۲ تنه
  • د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه - ۷۴۳ تنه
  • د رامې او جبعې څخه - ۶۲۱ تنه
  • د مخماس څخه - ۱۲۲ تنه
  • د بیت ییل او عای څخه - ۲۲۳ تنه
  • د نبو څخه - ۵۲ تنه
  • د مغبیش څخه - ۱۵۶ تنه
  • د بل عیلام څخه - ۱۲۵۴ تنه
  • د حاریم څخه - ۳۲۰ تنه
  • د لود، حادید او اونو څخه - ۷۲۵ تنه
  • د اریحا څخه - ۳۴۵ تنه
  • د سناعه څخه - ۳۶۳۰ تنه

۳۶‏-۳۹دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • د یدعیا د طایفې څخه (چې د یشوع د اولادې څخه وو) - ۹۷۳ تنه
  • د یمیر د طایفې څخه - ۱۰۵۲ تنه
  • د فشحور د طایفې څخه - ۱۲۴۷ تنه
  • د حاریم د طایفې څخه - ۱۰۱۷ تنه

۴۰‏-۴۲د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه (چې د هودویا اولاده وه) - ۷۴ تنه
  • د خدای د کور د سندرغاړو څخه (چې د اساف اولاده وه) - ۱۲۸ تنه
  • د خدای د کور د ساتونکو څخه (چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه) - ۱۳۹ تنه

۴۳‏-۵۴د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس، سیعها، فادون، لبانه، حجابه، عقوب، حاجاب، شملای، حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین، نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای، اسنه، معونیم، نفوسیم، بقبوق، حقوفا، حرحور، بزلوت، محیدا، حرشا، برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.

۵۵‏-۵۷د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

سوطای، هسوفرت، فرودا، یعله، درقون، جدیل، شفطیا، حطیل، فوخرت حظبایم او آمي.

۵۸د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.

۵۹‏-۶۰شپږ سوه دوه پنځوس تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادان او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.

۶۱‏-۶۲د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول. ۶۳د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»

۶۴‏-۶۷د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر ۲۰۰ تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو:

  • اسونه - ۷۳۶
  • قچرې - ۲۴۵
  • اوښان - ۴۳۵
  • خره - ۶۷۲۰

۶۸کله چې جلاوطني خلک په اورشلیم کې هغه ځای ته ورسېدل چې پخوا په کې د څښتن کور ؤ، نو د طایفو ځینو مشرانو رضاکارانه نذرانې ورکړې چې په خپل پخواني ځای کې د خدای د کور په بیا جوړولو کې د هغه څخه کار واخیستل شي. ۶۹هغوی د دې کار دپاره د خپل توان سره سم پنځه سوه کیلوګرامه سره زر، دوه زره اته سوه کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره یې سل دانې چپنې خزانې ته ورکړې.

۷۰کاهنان، لاویان او ځینې نور خلک په اورشلیم کې یا د اورشلیم سره نژدې ځای په ځای شول. سندرغاړي، د خدای د کور ساتونکي او خدمتګاران په نژدې ښارګوټو کې ځای په ځای شول او پاتې اسراییلیان په هغو ښارګوټو کې ځای په ځای شول چې د هغوی نیکونه اوسېدلي وو.