د عزرا کتاب

پنځم فصل

د خدای د کور د بیا ودانولو کار شروع کیږي

۱ په هغه وخت کې دوه نبیانو یعنې حجي او د عیدو زوی زکریا د اسراییلو د هغه خدای پیغام چې د ټولو نه اوچت دی، هغو یهودیانو ته ورساوه چې په یهودا او اورشلیم کې اوسېدل. ۲ کله چې د شالتي ییل زوی زروبابل او د یوصاداق زوی یشوع د هغوی پیغام واورېد، په اورشلیم کې یې د خدای د کور په بیا ودانولو پیل وکړ او دواړو نبیانو د هغوی سره مرسته وکړه.

۳ تتنای د فرات د سیند د لوېدیځې خوا د ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی ملګري مامورین پرته له ځنډه اورشلیم ته راغلل او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟» ۴ همدارنګه یې د هغوی نه پوښتنه وکړه: «د هغو سړیو نومونه راکړئ چې د خدای د کور په جوړولو کې مرسته کوي.» ۵ خو خدای د یهودیانو مشران د خپل نظر لاندې ساتل. نو والي او د هغه ډلې پرېکړه وکړه تر هغې چې هغوی داریوش ته رپوټ نه وي ورکړی او ځواب یې نه وي تر لاسه کړی، خلک به نه مجبوروي چې کار ودروي.

۶ دا هغه لیک دی چې د فرات د سیند د لوېدیځ ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی همکارانو داریوش پاچا ته لېږلی ؤ:

۷ «ژوندی دې وي داریوش پاچا!

۸ د پاچا حضور ته دې دا راپور وړاندې شي چې مونږ د یهودا ولایت ته چې د لوی خدای کور په کې دی، لاړو. مونږ ولیدل چې هغه کور د لویو تیږو څخه جوړیږي او د هغه په دېوالونو باندې د لرګیو تیران ایښودل کیږي. دا کار په ډېر غور سره کیږي او د ودانولو کار په ښه ډول په مخ ځي.

  • ۹ بیا مونږ د قوم د مشرانو نه پوښتنه وکړه: ‹تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟› ۱۰ همدارنګه مونږ د هغوی د نومونو پوښتنه وکړه ترڅو وکولای شو د هغو کسانو نومونه ولیکو او تاسو خبر کړو چې هغوی د دوی مشران دي.
  • ۱۱ هغوی ځواب راکړ: ‹مونږ د ځمکې او اسمان د خدای خدمتګاران یو او د هغه هغه کور بېرته جوړوو چې ډېر کلونه مخکې د اسراییلو د لوی پاچا له خوا جوړ شوی او د هغه د جوړولو کار سرته رسېدلی ؤ. ۱۲ خو په دې سبب چې زمونږ نیکونو د اسمانونو خدای په قهر کړی ؤ، نو خدای هغوی د بابل پاچا کلداني نبوکدنصر ته تسلیم کړل او هغه دا کور وران کړ او خلک یې د اسیرانو په توګه د بابل هېواد ته بوتلل. ۱۳ خو د بابل پاچا کوروش د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال یو فرمان ورکړ چې د خدای دا کور دې بیرته جوړ شي. ۱۴ د سرو او سپینو زرو هغه لوښي چې نبوکدنصر د اورشلیم د عبادت د ځای نه وړي وو او هغه یې د بابل د عبادت په ځای کې ایښي وو، کوروش پاچا هغه د هغه ځای نه راوویستل او یو سړي ته یې چې شیشبصر نومېده او کوروش هغه د یهودا د والي په توګه ټاکلی ؤ، وسپارل. ۱۵ پاچا هغه ته وویل: ”دا لوښي واخله، لاړ شه او په اورشلیم کې یې د خدای په کور کې کېږده. د خدای کور په هماغه پخواني ځای کې بېرته ودان کړه.“ ۱۶ نو شیشبصر راغی او د خدای د کور بنیاد یې کېښود. له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د هغه د جوړولو کار روان دی او تر اوسه لا پای ته نه دی رسېدلی.›
  • ۱۷ نو که ستاسو د اعلیحضرت خوښه وي، پرېږدئ چې د بابل شاهي سندونه ولټول شي، ترڅو دا معلوم شي چې کوروش پاچا په رښتیا دا امر کړی ؤ یا نه، چې په اورشلیم کې دې د خدای دا کور بېرته ودان شي. بیا مونږ خبر کړئ چې په دې هکله ستاسو پرېکړه څه ده.»