Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ دا د هغو طایفو د مشرانو لست دی چې په بابل کې جلاوطني وو او د ارتخششتا د امپراتورۍ په وخت کې زما سره اورشلیم ته راستانه شول:
۱۵ ما هغوی د هغه نهر په غاړه چې د اهاوا د ښارګوټي خواته بهیږي، سره راغونډ کړل او درې ورځې مو هلته خپلې خېمې ودرولې. کله چې ما هغه خلک او کاهنان وکتل، د هغوی په منځ کې مې د لاویانو څخه څوک پیدا نه کړل. ۱۶ ما دغه مشران راوغوښتل چې نومونه یې دا دي: الیعازر، ارییل، شمعیه، الناتان، یاریب، الناتان، ناتان، زکریا او مشلام. همدارنګه مې دوه ښوونکي، یویاریب او الناتان هم راوغوښتل. ۱۷ ما هغوی عیدو ته چې په کاسیفیا کې مشر ؤ، ولېږل او هغوی ته مې وویل چې د هغه او د هغه د ملګرو څخه چې د خدای د کور خدمتګاران وو، وغواړي چې مونږ ته داسې خلک راولېږي چې زمونږ د خدای په کور کې خدمت وکړي. ۱۸ خدای په مونږ باندې فضل وکړ او هغوی د شربیا په نوم یو لایق سړی چې لاوي ؤ او د محلي د طایفې څخه ؤ، د خپلو اتلسو زامنو او خپلوانو سره مونږ ته راولېږه. ۱۹ همدارنګه هغوی حشبیا او اشعیا چې د مراري د طایفې څخه وو د خپلو شلو خپلوانو او د هغوی د زامنو سره راولېږل. ۲۰ برسېره پر دې هغوی د خدای د کور دوه سوه شل تنه هغه خدمتګاران چې د هغوی نیکونه د داود پاچا او د هغه د درباریانو له خوا د لاویانو سره د مرستې دپاره ټاکل شوي وو، راولېږل. د هغوی د ټولو نومونه په لست کې لیکل شوي وو.
۲۱ هلته ما د اهاوا د نهر په غاړه د ټولو نه وغوښتل چې روژه ونیسو او د خپل خدای په مخکې خپل ځانونه عاجز کړو او د هغه څخه وغواړو چې مونږ ته په خپل سفر کې لارښوونه وکړي او زمونږ، زمونږ د اولادونو او زمونږ د ټولې شتمنۍ څخه ساتنه وکړي. ۲۲ دا به زما دپاره د شرم خبره وای چې د پاچا څخه مې د سپرو عسکرو لښکر غوښتلی وای، ترڅو په سفر کې مونږ د دښمنانو څخه خوندي وساتي، ځکه چې مونږ هغه ته ویلي وو چې هغه څوک چې زمونږ په خدای باندې توکل کوي، نو هغه ورته برکت ورکوي، خو څوک چې د هغه نه مخ اړوي په هغه باندې په قهر کیږي او سزا ورکوي. ۲۳ نو مونږ روژه ونیوله او خدای ته مو زاري وکړه چې مونږ وساتي او هغه زمونږ دعا قبوله کړه.
۲۴ د کاهنانو د مشرانو څخه ما دولس تنه غوره کړل، یعنې شربیا، حشبیا او لس تنه د هغوی د خپلوانو څخه. ۲۵ بیا هغه سپین زر، سره زر او لوښي چې پاچا، د هغه مشاورانو او درباریانو او د اسراییلو حاضرو خلکو زمونږ د خدای د کور دپاره ورکړي وو، ما هغه وتلل او کاهنانو ته مې ورکړل. ۲۶-۲۷ هغه شیان چې هغوی ته مې ورکړي وو هغه دا دي:
۲۸ ما کاهنانو ته وویل: «تاسو د خپلو نیکونو څښتن خدای ته سپېڅلي یئ او دا لوښي هم هغه ته سپېڅلي دي. سپین او سره زر څښتن ته رضاکارانه ورکړل شوې نذرانې دي. ۲۹ تاسو هغه د څښتن کور ته چې په اورشلیم کې دی په احتیاط سره یوسئ. هلته د کاهنانو په کوټو کې د کاهنانو د مشرانو، لاویانو او د اسراییلو د کورنیو د مشرانو په مخکې هغه شیان وتلئ او هغوی ته یې ورکړئ.» ۳۰ نو کاهنانو او لاویانو دا مسوولیت په غاړه واخیست چې هغه سپین زر، سره زر او لوښي زمونږ د خدای کور ته چې په اورشلیم کې دی، یوسي.
۳۱ د کال د لومړۍ میاشتې په دولسمه ورځ مونږ د اهاوا د نهر څخه اورشلیم ته روان شو. زمونږ خدای زمونږ سره ؤ او په سفر کې یې د دښمنانو د کمین او برید څخه وساتلو. ۳۲ کله چې اورشلیم ته ورسېدلو، درې ورځې مونږ هلته دمه وکړه. ۳۳ په څلورمه ورځ د خپل خدای کور ته لاړو، سپین زر، سره زر او لوښي مو وتلل او هغه مو مریموت کاهن ته چې د اوریا زوی ؤ، ورکړل. العازار د فینحاس زوی او لاویان د یشوع زوی یوزاباد او د بنوي زوی نوعدیه هم د مریموت سره وو. ۳۴ ټول شیان وشمېرل شول او وتلل شول او په هماغه وخت کې د هر شي وزن ولیکل شو.
۳۵ هغو خلکو چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو د اسراییلو خدای ته سوځېدونکې نذرانې قرباني کړې. هغوی دولس غویان د ټولو اسراییلیانو دپاره او همدارنګه شپږنوي پسونه او اووه اویا وري نذرانه کړل. هغوی دولس وزان هم د ګناه څخه د خپلو ځانونو د پاکولو دپاره نذرانه کړل. دا ټول حیوانات څښتن ته د سوځېدونکې قربانۍ په توګه وړاندې شول. ۳۶ همدارنګه هغوی هغه سند چې پاچا ورته ورکړی ؤ، واخیست او هغه یې د فرات د سیند د لوېدیځې سیمې والیانو او مامورینو ته ورکړ او هغوی بیا د خلکو او د خدای د کور څخه ملاتړ او مرسته وکړه.