Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ مسیح مونږ د ازاد اوسېدلو دپاره ازاد کړي یو. نو اوس په خپلې ازادۍ کې ټینګ پاتې شئ او مه پرېږدئ چې یوځل بیا د غلامۍ جغ ستاسو په غاړه کې کېښودل شي.
۲ ماته غوږ ونیسئ! زه پولوس تاسو ته وایم، که چېرې تاسو ځان سنتول د خلاصون یوه وسیله ګڼئ، نو مسیح چې ستاسو دپاره کوم څه کړي دي، تاسو ته یې هېڅ ګټه نشته. ۳ زه یوځل بیا په هرچا ټینګار کوم، که چېرې څوک سنت شي، نو هغه مجبور دی چې د شریعت په ټولو حکمونو باندې عمل وکړي. ۴ که چېرې په تاسو کې څوک کوښښ کوي چې په شریعت باندې په عمل کولو سره نېک وګڼل شي، نو خپله اړیکه د مسیح سره پرې کوئ او د خدای د فضل څخه لېرې پاتې کېږئ. ۵ ځکه چې زمونږ هیله دا ده چې خدای به مونږ په خپل نظر کې عادل وګڼي او له دې امله مونږ د روح القدس په وسیله چې زمونږ د ایمان له لارې په مونږ کې کار کوي، انتظار کوو. ۶ ځکه کله چې مونږ په عیسی مسیح باندې ایمان ولرو، نو سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده. کوم شی چې مهم دی هغه ایمان دی چې ځان نورو ته په مینه کې څرګندوي.
۷ تاسو خو په روحاني توګه ښه پرمختګ کاوه، نو بیا چا ستاسو مخه ونیوله چې د حقیقت پیروي ونه کړئ؟ ۸ دا کار د خدای له خوا چې تاسو یې رابللي یئ، نه دی. ۹ لکه څنګه چې خلک وایي: «لږه خمیره ټول اوړه خمیره کوي.» ۱۰ زه باور لرم چې تاسو به د څښتن سره په یووالي کې کومه بله عقیده ونه منئ. خدای به هر هغه چاته چې تاسو یې اندېښمن کړي یئ، که هغه هرڅوک وي، سزا ورکړي. ۱۱ ای خویندو او ورونو! د خپل ځان په هکله باید ووایم، که زه تراوسه د سنتېدلو په هکله وعظ کوم چې دا کار ضروري دی، نو بیا ولې تراوسه ځورول کېږم؟ که چېرې هغه رښتیا وو، نو بیا به هېڅوک د مسیح د صلیب په هکله زما په وعظ خفه شوی نه وای. ۱۲ کاشکې هغه کسان چې تاسو د دې دپاره پرېشانه کوي چې باید سنت شئ، نو هغوی دې خپل ځانونه خصیان کړې.
۱۳ ای خویندو او ورونو! تاسو د دې دپاره رابلل شوي یئ چې ازاد اوسئ. خو د دې ازادۍ څخه یوازې د خپلو نفساني غوښتنو په خاطر کار مه اخلئ، بلکې په مینه د یو بل خدمت وکړئ. ۱۴ ځکه چې ټول شریعت په یو حکم کې خلاصه کیږي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.» ۱۵ خو که چېرې تاسو په یو بل باندې خوله لګوئ او یو بل ته زیان رسوئ، نو بیا پام کوئ، که نه، نو یو بل به بالکل له منځه یوسئ.
۱۶ نو زه دا وایم، که چېرې تاسو خپل ژوند د روح القدس د لارښوونې سره سم تېر کړئ، نو بیا به د خپلو نفساني غوښتنو له مخې کوم کار نه کوئ. ۱۷ ځکه چې نفساني غوښتنې د روح القدس د غوښتنو په خلاف دي او څه چې روح القدس غواړي هغه د نفساني طبیعت په خلاف دي. له دې امله تاسو نه شئ کولای هرڅه چې مو زړه وغواړي هغه وکړئ. ۱۸ خو که چېرې تاسو د خدای د روح القدس په لارښوونه روان یئ، نو بیا مجبوره نه یئ چې د شریعت تابع اوسئ.
۱۹ د نفساني غوښتنو کارونه ښکاره دي: جنسي بداخلاقي، ناپاکي، عیاشي، ۲۰ بتپرستي، جادوګري، دښمني، جګړې، کینه، قهر او غضب، ځان خوښونه، بېاتفاقي، ډله بازي، ۲۱ بخیلي، نشه، مستي او داسې نور. زه تاسو ته بیا خبرداری درکوم لکه څنګه چې مخکې مې هم درکړی ؤ، څوک چې داسې کارونه کوي د خدای د پاچاهۍ په میراث کې به برخه ونه لري.
۲۲ خو د روح القدس ثمره دا ده: مینه، خوشحالي، ارامي، صبر، مهرباني، نېکي، وفاداري، ۲۳ نرمي او په خپل نفس باندې واک لرل. هېڅ شریعت د دې کارونو په خلاف نه دی. ۲۴ نو څوک چې د عیسی مسیح پیروان دي، هغوی خپل انساني طبیعت د خپلو ټولو هوسونو او غوښتنو سره په صلیب کړی دی. ۲۵ که چېرې مونږ د روح القدس په وسیله ژوند کوو، نو باید خپل ژوند د روح القدس د لارښوونې له مخې جوړ کړو. ۲۶ نو باید غرور ونه کړو، یو بل ونه ځوروو او د یو بل سره بخیلي ونه کړو.