0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

لسم باب

د حضرت نوح د زامنو اولاد

۱ دا د نوح د زامنو، د شيم، حام او يافت اولاد دے، چې د سېلاب نه پس د هغوئ زامن پېدا شول. ۲ دا د يافت اولاد دے، جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. ۳ دا د جُمر اولاد دے، اشکناز، ريفت او تُجرمه. ۴ دا د ياوان اولاد دے، اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس. ۵ د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. ۶ دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان. ۷ د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى. ۸ کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو. ۹ د مالِک خُدائ په مدد هغه يو لوئ ښکارى وو، نو ځکه خلق وائى، ”مالِک خُدائ دې د نمرود په شان لوئ ښکارى کړه.“ ۱۰ د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو. ۱۱ د دې مُلک نه هغه اسور ته لاړو او د نينوه، رحوبوت عير، کلح، ۱۲ او د رسن ښارونه يې جوړ کړل، رسن د نينوه او د لوئ ښار کلح په مينځ کښې دے. ۱۳ د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى، ۱۴ فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى. ۱۵ د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت، ۱۶ يبوسى، امورى، جرجاسى، ۱۷ حِوى، عرقى، سينى، ۱۸ اروادى، صمارى او حماتى. وروستو بيا د کنعانيانو قبيلې خورې شوې. ۱۹ د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے. ۲۰ دا د حام اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. ۲۱ ټول عبرانيان د شيم اولاد دے، شيم د يافت مشر ورور دے. ۲۲ دا د شيم اولاد دے، عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. ۲۳ د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مس وُو. ۲۴ ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو. ۲۵ د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو. ۲۶ د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ، ۲۷ هدورام، اُوزال، دِقله، ۲۸ عوبال، ابى‌مائيل، شيبا، ۲۹ اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو. ۳۰ چې دوئ په کوم مُلک کښې اوسېدل هغه مُلک د ميسا نه سِفار پورې اوږد وو چې نمرخاتۀ طرف ته د غرونو په مُلک کښې دے. ۳۱ دا د شيم اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. ۳۲ دا ټول خلق نسل در نسل، د بېلو بېلو نسب‌نامو په مطابق د نوح اولاد دے. د سېلاب نه پس د دُنيا ټول قومونه د نوح د زامنو اولاد دے.