0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

پينځلسم باب

د حضرت ابرام سره د خُدائ پاک لوظ

۱ څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“ ۲ خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما خو خپل بچى هم نشته او دغه د دمشق اِلى‌عزر زما وارث دے. ۳ ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“ ۴ نو د مالِک خُدائ کلام يو ځل بيا په هغۀ نازل شو چې، ”ستا غلام اِلى‌عزر به ستا ميراث نۀ اخلى، ستا خپل زوئ به ستا وارث وى.“ ۵ مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“ ۶ ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو. ۷ بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، چا چې په بابل کښې د اُور نه راوويستلې، چې دا زمکه ستا خپله شى.“ ۸ خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“ ۹ هغۀ جواب ورکړو، ”ما له يوه سخۍ، يوه چېلۍ او يو ګډ راوله، چې هر يو د درېو کالو وى او يوه ګوګوشتکه او کونتره هم راوړه.“ ۱۰ ابرام دا ځناور حاضر کړل، حلال يې کړل، هغه درې څاروى يې په مينځ نيم کړل او په دوه قطارونو کښې يې نيم نيم يو بل ته مخامخ کېښودل، خو مارغان يې په مينځ نيم نۀ کړل. ۱۱ ټپوسان په غوښه لاندې راغوټه شول، خو ابرام ترې نه وشړل. ۱۲ چې کله نمر په پرېوتو شو، په ابرام يو دروند خوب راغلو او يره او توره تيارۀ هم پرې راغله. ۱۳ مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى، ۱۴ خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې څوک دوئ غلامان کوى او چې کله هغه پردے مُلک پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى. ۱۵ او تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې او دفن به شې. ۱۶ په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“ ۱۷ چې کله نمر پرېوتو او توره تيارۀ شوه، نو يو د بلو سکارو لوښے چې لوګے يې کولو او يو بَل لرګے ناڅاپى راڅرګند شو او د ځناورو په مينځ کښې تېر شو. ۱۸ نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم، ۱۹ او ورسره د قينيانو مُلک، د قنزيانو، د قدمونيانو، ۲۰ د حِتيانو، د فرزيانو، د رفائيم، ۲۱ د اموريانو، د کنعانيانو، د جرجاسيانو او د يبوسيانو مُلک هم ورکوم.“