Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ نو د ابرام ښځه سارای شنډه وه او هېڅ اولاد یې نه درلود. خو هغې یوه مصرۍ وینځه درلودله چې هاجره نومېدله. ۲ نو هغې ابرام ته وویل: «څښتن زه د اولادونو د راوړلو څخه محرومه کړې یم. لاړ شه او زما د وینځې سره یوځای شه، کېدای شي چې هغه زما دپاره اولاد وزېږوي.» ابرام د سارای خبره ومنله. ۳ نو د ابرام ښځې سارای خپله وینځه هاجره خپل مېړه ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. (دا کار هغه وخت وشو چې د کنعان په خاوره کې د ابرام د اوسېدلو لس کاله شوي ؤ.) ۴ ابرام د هاجرې سره یوځای شو او هغه امیدواره شوه او کله چې هاجره پوه شوه چې امیدواره ده، نو مغروره شوه او سارای ته یې په سپک نظر کتل.
۵ نو سارای ابرام ته وویل: «دا ستا ګناه ده چې دغه وینځه زما سپکاوی کوي. ما په خپله هغه درکړه او له هغه وخت څخه چې هغه پوه شوه چې امیدواره ده، نو زه د هغې په نظر کې سپکه ښکاره شوم. څښتن دې زما او ستا ترمنځ انصاف وکړي.» ۶ ابرام ځواب ورکړ: «ډېر ښه، ستا وینځه ستا په لاس کې ده، نو څه چې غواړې د هغې سره یې وکړه.» نو سارای هاجره دومره وځوروله چې د هغې څخه وتښتېدله.
۷ د څښتن فرښته هاجرې ته په دښته کې هغې چینې ته نژدې چې د شور په لاره کې وه، راغله. ۸ فرښتې وویل: «ای هاجرې د سارای وینځې! له کوم ځای نه راغلې یې او چېرته روانه یې؟» هغې ځواب ورکړ: «زه د خپلې بادارې سارای څخه تښتېدلې یم.» ۹ د څښتن فرښتې هغې ته وویل: «بېرته خپلې بادارې ته ورشه او د هغې غلامي کوه.» ۱۰ د څښتن فرښتې زیاته کړه: «زه به ستا اولاده دومره زیاته کړم چې هېڅوک یې ونه شمېرلی شي.» ۱۱ د څښتن فرښتې هغې ته وویل: «ستا به زوی پیدا شي او په هغه باندې به اسماعیل نوم کېږدې، ځکه چې څښتن ستا د غم فریاد اورېدلی دی. ۱۲ ستا زوی به په خپل سر وي. هغه به د ټولو خلکو په ضد وي او ټول خلک به د هغه په ضد وي او د ټولو خپلو خپلوانو څخه به بېل اوسیږي.»
۱۳ هاجرې د خپل ځان څخه پوښتنه وکړه: «ایا په رښتیا مې خدای ولیده او زه تراوسه پورې ژوندۍ یم؟» نو هغې په څښتن باندې چې خبرې یې ورسره کړې وې د «هغه خدای چې ما ویني» نوم کېښود. ۱۴ په دې خاطر خلکو هغه څاه د بئرلحي ریي په نوم یاده کړه چې معنی یې ده «د هغه ژوندي ذات څاه چې ما ویني» او هغه تراوسه پورې د قادش او بارد په منځ کې ده.
۱۵ د هاجرې څخه د ابرام زوی پیدا شو او ابرام په هغه باندې اسماعیل نوم کېښود. ۱۶ ابرام د شپږ اتیاو کالو په عمر ؤ چې د هاجرې څخه هغه ته زوی پیدا شو.