0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

اتلسم باب

د حضرت اِبراهيم سره د زوئ د پېدا کېدو وعده

۱ مالِک خُدائ اِبراهيم ته د ممرې پاکو ونو سره راڅرګند شو. چې اِبراهيم د سرې غرمې په وخت د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ناست وو، ۲ هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړل. د عزت نه ورته ټيټ شو، ۳ اِبراهيم وفرمائيل، ”صاحِبانو، کۀ تاسو ما د دې قابل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم. ۴ کۀ اجازت وى نو زۀ به ستاسو پښو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ. ۵ زۀ به تاسو له لږه روټۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما دپاره د عزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“ ۶ اِبراهيم خېمې ته تېز لاړو او ساره ته يې وفرمائيل، ”زر شه. د ټولو نه د ښۀ اوړو بوجۍ راواخله او روټۍ ترې پخې کړه.“ ۷ بيا هغۀ د مال رَمې ته ورمنډه کړه او يو کچه او څورب سخے يې راونيوو او يو نوکر له يې ورکړو، چې هغه يې زر زر تيار کړى. ۸ هغۀ لږ ماستۀ، پئ او هغه پخه شوې غوښه هم راوړه او سړو ته يې هر څۀ کېښودل او چې کله هغوئ روټۍ خوړله نو د ونې لاندې ورته ولاړ وو. ۹ بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ستا ښځه ساره چرته ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه دننه په خېمه کښې ده.“ ۱۰ يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې. ۱۱ اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه. ۱۲ نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“ ۱۳ نو مالِک خُدائ د اِبراهيم نه تپوس وکړو، ”ساره ولې وخندل او وې وئيل چې په دې عُمر کښې زما ماشوم پېدا کېدے شى څۀ ځکه چې زۀ ډېره بوډۍ يم؟ ۱۴ داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“ ۱۵ نو ساره منکره شوه ځکه چې هغه يرېده. هغې ووئيل، ”ما خو نۀ دى خندلى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، تا وخندل.“

د حضرت اِبراهيم د سدوم د نۀ تباه کېدو سوال کول

۱۶ بيا هغه سړى روان شول او يو داسې ځائ ته لاړل چې د کوم ځائ نه يې سدوم ليدلے شو، نو اِبراهيم هغوئ ته په مخه ښه وئيلو دپاره ورسره لاړو. ۱۷ نو مالِک خُدائ د ځان سره وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کول غواړم هغه به د اِبراهيم نه نۀ پټوم. ۱۸ د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم. ۱۹ ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“ ۲۰ بيا مالِک خُدائ اِبراهيم ته وفرمائيل، ”په سدوم او عموره باندې ډېر سخت اِلزامونه دى، دوئ ډېر بد عملونه کوى. ۲۱ زۀ به لاندې خامخا ځم چې دا پته ولګوم چې کوم اِلزامونه ما اورېدلى دى چې هغه رښتيا دى او کۀ نه.“ ۲۲ بيا هغه دوه سړى لاړل او د سدوم طرف ته روان شول، خو مالِک خُدائ د اِبراهيم سره ايسار شو. ۲۳ اِبراهيم مالِک خُدائ ته نزدې شو او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ په رښتيا د بدعملو سره صادقان هم تباه کوې؟ ۲۴ کۀ په ښار کښې پنځوس صادقان کسان وى، نو تۀ به ټول ښار تباه کوې څۀ؟ تۀ به دوئ نۀ معاف کوې د دې دپاره چې هغه پنځوس کسان بچ شى؟ ۲۵ دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“ ۲۶ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ په سدوم کښې پنځوس صادقان کسان هم وى، نو زۀ به د هغوئ په خاطر ټول ښار بچ کړم.“ ۲۷ اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم. ۲۸ خو کېدے شى چې هلته د پنځوسو صادقانو په ځائ صِرف پينځۀ څلوېښت وى. نو تۀ به د پينځو کسانو د کمى په وجه ټول ښار تباه کوې څۀ؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”کۀ پينځۀ څلوېښت صادقان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۲۹ اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”کېدے شى چې هلته صِرف څلوېښت کسان وى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”کۀ څلوېښت کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۳۰ اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“ ۳۱ اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم، خو کۀ صِرف شل کسان وى؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم کۀ شل کسان هم وى.“ ۳۲ اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۳۳ چې د اِبراهيم سره يې خبرې ختمې کړې نو مالِک خُدائ لاړو او اِبراهيم کور ته راوګرځېدو.