Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ کله چې هغه دوه فرښتې د ماښام په وخت کې سدوم ته ورسېدلې، لوط د ښار په دروازه کې ناست ؤ. څنګه چې لوط هغوی ولیدلې، راپاڅېده او د هغوی د هرکلي دپاره ورغی او د درناوي په خاطر یې ورته خپل سر ټیټ کړ ۲ او ویې ویل: «ای زما بادارانو، د خپل خدمتګار کور ته راشئ. تاسو کولای شئ خپلې پښې ووینځئ او دلته شپه تېره کړئ. سهار وختي پاڅېږئ او په خپله لاره روان شئ.» خو هغوی ورته په ځواب کې وویل: «نه، مونږ به د ښار په چوک کې شپه تېره کړو.» ۳ خو لوط په هغوی باندې ډېر سخت ټینګار وکړ، ترڅو هغوی ورسره د هغه کور ته لاړلې. هغه د هغوی دپاره خوراک تیار کړ او فطیره ډوډۍ یې ورته پخه کړه او هغوی وخوړله.
۴ هغوی لا ویده شوي نه وو چې د سدوم د ښار خلک له هرې خوا د ځوان څخه نیولې تر زاړه پورې ټول د کور څخه راچاپېر شول. ۵ هغوی لوط ته غږ وکړ: «هغه دوه کسان چې نن شپه ستا سره راغلي وو، چېرته دي؟ هغوی مونږ له راوباسه چې بد کار ورسره وکړو.» ۶ لوط دباندې ووت او دروازه یې د ځان پسې بنده کړه ۷ او هغوی ته یې وویل: «ای ورونو! زه تاسو ته زاري کوم چې داسې بد کار مه کوئ. ۸ ګورئ، زه دوه لورګانې لرم چې تراوسه پورې لا پېغلې دي. هغوی به تاسو ته راوباسم، هرڅه چې غواړئ د هغوی سره یې وکړئ، خو د دې خلکو سره هېڅ مه کوئ، ځکه چې هغوی ماته پناه راوړې ده.»
۹ هغوی ځواب ورکړ: «زمونږ د لارې څخه لېرې شه» او ویې ویل: «ای پردی سړیه! زمونږ له مخې څخه لېرې شه، ته څوک یې چې مونږ ته وایې چې څه باید وکړو؟ زمونږ د مخې څخه لېرې شه. که نه، نو ستا سره به تر هغوی بد عمل وکړو.» هغوی لوط بېرته ټېل واهه او نژدې شول چې دروازه ماته کړي. ۱۰ خو هغو دوو کسانو خپل لاسونه دباندې راوویستل او لوط یې د ځان سره کور ته دننه کړ او دروازه یې بنده کړه. ۱۱ نو بیا هغوی هغه ټول خلک چې دباندې ولاړ وو ړانده کړل، ترڅو هغوی ونه شي کولای چې دروازه پیدا کړي.
۱۲ هغو دوه کسانو لوط ته وویل: «که دلته ستا نور څوک یعنې زامن، لورګانې، زومان او نور خپلوان په دې ښار کې اوسیږي، نو د دې ښار څخه یې وباسه. ۱۳ ځکه چې مونږ غواړو دغه ځای وران کړو. د دې خلکو په ضد څښتن ډېر فریادونه اورېدلي دي او مونږ یې رالېږلي یو چې سدوم له منځه یوسو.»
۱۴ نو لوط دباندې ووت، د خپلو زومانو سره یې چې د هغه د لورګانو سره یې کوژدنې شوې وې، خبرې وکړې او ویې ویل: «زر پاڅئ او د دې ځای څخه ووځئ. څښتن غواړي چې دا ځای له منځه یوسي.» خو د هغه زومانو فکر کاوه چې هغه ټوکې کوي.
۱۵ سهار وختي فرښتو لوط وهڅاوه او ورته ویې ویل: «پاڅه! خپله ښځه او دواړه لورګانې دې واخله او ووځه، ترڅو د دې ښار په ورانېدلو سره تاسو خپل ژوند له لاسه ورنه کړئ.» ۱۶ هغه وخت لوط زړه نازړه کېده، خو بیاهم څښتن په هغه باندې مهربانه شو او هغو کسانو د ده او د ده د ښځې او لورګانو لاسونه ونیول او هغوی یې په امن سره د ښار څخه دباندې وویستل. ۱۷ بیا یوې فرښتې ورته وویل: «د دې دپاره چې ژوندي پاتې شئ، نو وتښتئ! شاته مه ګورئ او په ټوله دره کې ونه درېږئ. غرونو ته وتښتئ چې ونه وژل شئ.»
۱۸ خو لوط هغوی ته وویل: «نه، ای زما بادارانو په مونږ باندې داسې مه کوئ. ۱۹ تاسو زما سره ډېر لوی احسان کړی دی او زما ژوند مو ژغورلی دی، خو زه نه شم کولای چې غرونو ته وتښتم. نو مخکې له دې چې هغه ځای ته ورسېږم، دا بدبختي به په ما باندې راشي او زه به مړ شم. ۲۰ ایا تاسو هغه وړوکی ښار وینئ؟ هغه ډېر نژدې دی، اجازه راکړئ چې هلته لاړ شم. تاسو ګورئ چې هغه یو وړوکی ځای دی. زه به هلته په امن کې یم.» ۲۱ هغه ځواب ورکړ: «ډېر ښه، زه به ستا دغه غوښتنه هم پوره کړم. زه به دغه ښار وران نه کړم. ۲۲ زر شه، هلته وتښته. ځکه ترڅو ته هلته رسېدلی نه یې، زه هېڅ کار نه شم کولای.» (په دې خاطر هغه ښار د صوغر په نوم یاد شو.)
۲۳ کله چې لوط صوغر ته ورسېده، لمر راوخوت. ۲۴ په هغه وخت کې څښتن د اسمان څخه په سدوم او عموره باندې سوځوونکي ګوګړ وورول. ۲۵ هغه ښارونه، ټوله دره او د ښارونو ټول اوسېدونکي او د ځمکې نباتات یې په بل مخ واړول. ۲۶ خو د لوط ښځې شاته وکتل او د هغې څخه د مالګې ستنه جوړه شوه.
۲۷ بله ورځ سهار وختي ابراهیم پاڅېده او بېرته هغه ځای ته چې د څښتن په مخکې ودرېدلی ؤ او خبرې یې ورسره کړې وې، لاړ. ۲۸ هغه د سدوم، عمورې او د ټولې درې خوا ته وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې څخه د یو ډېر لوی تنور د لوګي په شان لوګی پورته کیږي. ۲۹ نو کله چې خدای د درې ښارونه چې لوط په کې اوسېده وران کړل، نو هغه ابراهیم رایاد کړ او لوط یې د هغه افت څخه خلاص کړ.
۳۰ لوط وېرېده چې په صوغر کې پاتې شي. هغه د خپلو دواړو لورګانو سره غرونو ته لاړ او په یوې سمڅې کې اوسېدل. ۳۱ مشرې لور یې خپلې کشرې خور ته وویل: «زمونږ پلار زوړ شوی دی، دلته په دې شاوخوا کې داسې سړی نه پیدا کیږي چې زمونږ سره واده وکړي لکه څنګه چې په ټوله دنیا کې رواج دی. ۳۲ راځئ چې خپل پلار نشه کړو او د هغه سره څملو، ترڅو د هغه نه اولادونه ولرو او د خپل پلار نسل ژوندی وساتو.» ۳۳ نو په هماغه شپه یې په خپل پلار شراب وڅښل او مشره لور یې د خپل پلار سره څملاستله او دی د هغې په څملاستو او پاڅېدلو باندې پوه نه شو.
۳۴ په بله ورځ مشرې لور کشرې ته وویل: «تېره شپه زه د خپل پلار سره څملاستم، راځئ چې نن شپه هم په هغه باندې شراب وڅښو او ته ورسره څمله. نو مونږ هر یو به د خپل پلار نه اولاد ولرو.» ۳۵ نو هغه شپه یې هم په خپل پلار باندې شراب وڅښل او کشره لور یې لاړه او د خپل پلار سره څملاستله. هغه بیاهم د هغې په څملاستو او پاڅېدلو باندې پوه نه شو. ۳۶ په دې ډول د لوط دواړه لورګانې د خپل پلار په وسیله امیدوارې شوې. ۳۷ د مشرې لور زوی پیدا شو او په هغه باندې یې موآب نوم کېښود او هغه د اوسنیو موآبیانو پلار دی. ۳۸ کشرې لور یې هم زوی راوړ او په هغه باندې یې بنعمي نوم کېښود او هغه د اوسنیو عمونیانو پلار دی.