0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

درويشتم باب

د بى‌بى ساره مرګ او ښخېدل

۱ ساره يو سل اوويشت کاله ژوندۍ وه. ۲ هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل. ۳ اِبراهيم د مړى خوا نه پاڅېدو، حِتيانو له ورَغلو او وې فرمائيل چې، ۴ ”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“ ۵ هغوئ جواب ورکړو چې، ۶ ”نېکه، زمونږ خبره واوره، مونږ تا ته د يو تکړه مشر په سترګه ګورو. زمونږ د اديرې د ټولو نه ښۀ ځائ کښې خپل مړے ښخ کړه، تا به هيڅ څوک د يو ځائ نه هم د خپل مړى ښخولو نه نۀ منع کوى.“ ۷ اِبراهيم پاڅېدو او د هغه مُلک خلقو يعنې حِتيانو ته يې د عزت نه سر ټيټ کړو ۸ او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ ستاسو دا خوښه وى چې زۀ دلته خپل مړے ښخ کړم، نو د صحر زوئ عِفرون ته ووايئ ۹ چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“ ۱۰‏-۱۱ عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“ ۱۲ يو ځل بيا، اِبراهيم د هغه مُلک خلقو ته د عزت نه ټيټ شو ۱۳ او عِفرون ته يې وفرمائيل، ”د دې ګواهانو په مخکښې، زۀ تا له د دې پټى پوره قيمت درکوم، چې خپله ښځه ښخه کړم. دا قيمت زما نه قبول کړه.“ ۱۴ عِفرون جواب ورکړو چې، ۱۵ ”صاحِبه، زما خبره واوره، د دې ځائ قيمت صِرف څلور سوه د سپينو زرو سيکې به وى. په داسې لږ قيمت به مونږ په خپلو کښې څۀ يو بل ته سختيږو؟ خپل مړے ښخ کړه.“ ۱۶ اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې. ۱۷ نو داسې اِبراهيم د عِفرون نه هغه د ممرۍ سره نزدې مکفيله په علاقه کښې هغه پټے واخستلو. پټے سره د هغه غار او ګېرچاپېره چې څومره ونې وې. ۱۸ د ښار په دروازه کښې د جرګې د ټولو سړو په مخکښې دا زمکه د اِبراهيم شوه چرته چې حِتيان د دې ګواهان وُو. ۱۹ د دې نه پس، اِبراهيم خپله ښځه ساره په کنعان وطن کښې د مکفيله د پټى په غار کښې ښخه کړه ۲۰ چې کوم يې د حِتيانو نه اخستے وو.