0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

پينځويشتم باب

د حضرت اِبراهيم نور اولاد

۱ بيا اِبراهيم بله ښځه وکړه، چې د هغې نوم قطوره وو. ۲ د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ پېدا شول. ۳ يُقسان د شيبا او د ددان پلار وو او د ددان اولاد اسورى، لطُوسى او لومى وُو. ۴ د ميديان زامن عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا وُو. دا ټول د قطوره اولاد وُو. ۵ اِبراهيم چې څۀ هم لرل هغه يې اِسحاق له ورکړل، ۶ هغۀ په خپل ژوندون کښې هغه زامنو له تُحفې ورکړې چې د هغۀ د وينځو نه پېدا شوى وُو. بيا هغۀ دا زامن د خپل زوئ اِسحاق نه لرې، د نمرخاتۀ مُلک ته ولېږل.

د حضرت اِبراهيم مرګ او ښخېدل

۷ چې اِبراهيم د يو سل پينځۀ اوياؤ کالو عُمر ته ورسېدو، ۸ نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو. ۹ د هغۀ زامنو اِسحاق او اِسمٰعيل، د ممرۍ سره نزدې د صحر د زوئ عِفرون حِتى په پټى کښې، د مکفيله په غار کښې ښخ کړو. ۱۰ دا هغه پټے وو چې اِبراهيم د حِتيانو نه اخستے وو، اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره دواړه هلته ښخ شُو. ۱۱ د اِبراهيم د مرګ نه پس، خُدائ پاک د هغۀ زوئ اِسحاق له برکت ورکړو، چې هغه بير‌لحى‌روۍ ته نزدې اوسېدو.

د حضرت اِسمٰعيل اولاد

۱۲ دا د اِبراهيم د زوئ اِسمٰعيل اولاد دے، اِسمٰعيل د هاجِرې مِصرۍ زوئ وو څوک چې د ساره وينځه وه. ۱۳ دا د اِسمٰعيل زامن وُو، چې په دې ترتيب سره پېدا شوى وُو، نبايوت، قيدار، ادبئيل، مِبسام، ۱۴ مِشماع، دومه، مسا، ۱۵ حدد، تيما، يطور، نفيس او قِدمه. ۱۶ دوئ د دولسو قبيلو پلاران وُو او د دوئ نومونه د دوئ په کلو او د اوسېدو ځايونو باندې اېښے شوى وُو. ۱۷ اِسمٰعيل د يو سل اووۀ دېرشو کالو وو چې ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو. ۱۸ د اِسمٰعيل اولاد د حويله او شور علاقې په مينځ کښې اوسېدل، دا د اسور په لاره مِصر سره نزدې وو. دوئ د اِبراهيم د نور اولاد نه جدا اوسېدل.

د حضرت عِيسو او حضرت يعقوب پېدا کېدل

۱۹ دا د اِبراهيم د زوئ اِسحاق قيصه ده. ۲۰ اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتو‌اېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو. ۲۱ اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه. ۲۲ د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى وُو او د پېدا کېدو نه مخکښې دوئ د مور په خېټه کښې په ضد شول. نو هغې د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”په ما داسې ولې کيږى؟“ ۲۳ مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“ ۲۴ د هغې د بچو د پېدا کېدو وخت راغلو او د هغې جوړه زامن پېدا شول. ۲۵ هغه مشر د رنګه سور وو او د هغۀ څرمن د ببرې چُوغې په شان وه، نو د هغۀ نوم يې عِيسو کېښودو. ۲۶ هغه دوېم د عِيسو پونده کلکه نيولې وه، نو د هغۀ نوم يعقوب شو. اِسحاق د شپېتو کالو وو چې دوئ پېدا شول.

د حضرت عِيسو د خپلې مشرۍ حقُونه خرڅول

۲۷ هلکان لوئ شول او عِيسو يو تکړه ښکارى شو او د هغۀ بهر ګرځېدل خوښ وُو، خو يعقوب غلے سړے وو چې د کور نه به نۀ وتلو. ۲۸ عِيسو په اِسحاق ګران وو، ځکه چې عِيسو به کوم ځناور ښکار کړل نو اِسحاق د دې د خوړلو شوقين وو، خو په رِبقه يعقوب ګران وو. ۲۹ يوه ورځ چې کله يعقوب د کُرخو ښوروا پخوله، عِيسو د ښکار نه راغلو. هغه اوږے وو ۳۰ او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ د لوږې نه مرم، ما له لږه دا د سور رنګ ښوروا راکړه.“ نو ځکه د هغۀ نوم ادوم شو. ۳۱ يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ به دا تا له په دې شرط درکړم کۀ تۀ ما له د خپلې مشرۍ حقُونه راکوې.“ ۳۲ عِيسو ووئيل، ”ټيک ده، زۀ مرم، بيا به زما دا مشرتوب ما له څۀ فائده راکړى؟“ ۳۳ يعقوب جواب ورکړو، ”اول زما سره دا لوظ وکړه چې تۀ به خپل ټول حقُونه ما له راکوې.“ نو عِيسو ورسره لوظ وکړو او يعقوب ته يې خپل حقُونه ورکړل. ۳۴ بيا يعقوب هغۀ له روټۍ او څۀ ښوروا ورکړه. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا پاڅېدو او لاړو. نو داسې عِيسو د خپلې مشرۍ حقُونو ته سپک وکتل.