Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ اسحاق یعقوب راوغوښت، هغه ته یې برکت ورکړ او حکم یې ورته وکړ: «د کنعانۍ انجلۍ سره واده ونه کړې. ۲ همدااوس بینالنهرین ته د خپل نیکه بتوییل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابان د لورګانو څخه خپل ځان ته ښځه وکړه. ۳ مطلق قادر خدای دې برکت درکړي او ډېر اولادونه دې درکړي، ترڅو ستا څخه ډېر قومونه پیدا شي. ۴ هغه دې تا او ستا اولادې ته د ابراهیم په شان برکت درکړي او د هغې ځمکې خاوند شې چې خدای ابراهیم ته ورکړې ده او ته په کې اوس د یو پردي په شان اوسېږې.» ۵ نو اسحاق یعقوب ولېږه او هغه بینالنهرین ته د بتوییل آرامي زوی د یعقوب او عیسو د مور ربکا ورور لابان ته ورغی.
۶ عیسو پوه شو چې اسحاق یعقوب ته برکت ورکړ او هغه یې بینالنهرین ته ولېږه چې په هغه ځای کې ځان ته ښځه وکړي. هغه په دې هم پوه شو چې کله اسحاق هغه ته برکت ورکاوه، هغه ته یې حکم وکړ چې د کنعانۍ انجلۍ سره به واده نه کوي. ۷ هغه خبر شو چې یعقوب د خپل مور او پلار اطاعت وکړ او بینالنهرین ته لاړ. ۸ عیسو په دې پوهېده چې د هغه پلار اسحاق کنعانۍ ښځې نه خوښوي. ۹ نو هغه د ابراهیم زوی اسماعیل ته لاړ او سره له دې چې نورې ښځې یې هم درلودلې، د اسماعیل د لور محلت سره یې چې د نبایوت خور وه، واده وکړ.
۱۰ یعقوب د بیرشبع څخه حران ته روان شو. ۱۱ کله چې نوموړی یو ځای ته ورسېده، لمر پرېوتی ؤ. هغه د شپې هلته پاتې شو او یوه تیږه یې راواخیستله، د خپل سر لاندې یې کېښودله او په هغه ځای کې ویده شو. ۱۲ هغه په خوب کې یوه زینه ولیدله چې په ځمکه باندې ولاړه وه او سر یې اسمان ته رسېده او د خدای فرښتې په هغې باندې ښکته او پورته تللې. ۱۳ څښتن د یعقوب په څنګ کې ولاړ ؤ او ویې ویل: «زه څښتن یم، ستا د نیکه ابراهیم خدای او د اسحاق خدای یم. دغه ځمکه چې ته ورباندې پروت یې، تا او ستا اولادې ته به یې ورکړم. ۱۴ ستا اولاده به د دښتې د شګو په شان زیاته کړم او تاسو به د خپل هېواد لمرپرېواته، لمرخاته، شمال او جنوب خواته خپاره شئ او د دنیا ټول قومونه به ستا او ستا د اولادې په وسیله برکت مومي. ۱۵ زه به ستا سره مل یم او هرچېرته چې ځې، زه به تا ساتم او بېرته به دې دې وطن ته راولم. تر هغې پورې به زه تا پرېنږدم، ترڅو مې هغه ټول کارونه نه وي کړي چې ستا سره مې وعده کړې وه.»
۱۶ کله چې یعقوب له خوبه راویښ شو، ویې ویل: «څښتن په دې ځای کې دی، خو زه په دې پوه نه وم.» ۱۷ هغه ووېرېده او ویې ویل: «دا څومره وېروونکی ځای دی. په رښتیا سره دا د خدای کور دی او دا د اسمان دروازه ده.»
۱۸ سهار وختي یعقوب هغه تیږه چې هغه د خپل سر لاندې ایښې وه، راواخیستله او د یادګار په توګه یې ودروله او د هغې په سر یې د زیتونو تېل واچول. ۱۹ هغه دا ځای د بیتییل په نوم یاد کړ. خو پخوا د هغه ښار نوم لوز ؤ. ۲۰ بیا یعقوب نذر کېښود، ویې ویل: «که چېرې خدای زما سره مل وي او په دې سفر کې چې زه روان یم ما وساتي او ډوډۍ او کالي راته راکړي، ۲۱ ترڅو په خیر سره بېرته د خپل پلار کور ته ورستون شم، نو بیا به ته زما خدای یې. ۲۲ او دغه تیږه چې ما د یادګار په توګه ودرولې ده، هغه به د خدای کور شي او هرڅه چې ماته یې راکوې، د هغو لسمه برخه به تاته درکوم.»