Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ کله چې راحیل ولیدل چې د هغې څخه د یعقوب هېڅ اولاد پیدا نه شو، نو په خپلې خور باندې یې بخیلي وکړه او یعقوب ته یې وویل: «ماته اولاد راکړه او که نه، نو زه به مړه شم.»
۲ یعقوب په راحیل باندې په قهر شو او ویې ویل: «زه خو خدای نه یم چې ته یې د اولاد راوړلو څخه بېبرخې کړې یې.»
۳ نو هغې وویل: «دا زما وینځه بلهه ده. د هغې سره یوځای شه، ترڅو هغه زما دپاره اولاد وزېږوي. په دې ډول به زه هم وکولای شم چې د هغې په وسیله مور شم.» ۴ نو خپله وینځه بلهه یې ورکړه چې د هغه ښځه شي او یعقوب د هغې سره یوځای شو. ۵ بلهه امیدواره شوه او یعقوب ته یې زوی وزېږاوه. ۶ نو راحیل وویل: «خدای زما په حق کې انصاف وکړ، هغه زما دعا قبوله کړه او ماته یې زوی راکړ.» په دې خاطر یې په هغه باندې دان نوم کېښود. ۷ بلهه د راحیل وینځه بیا امیدواره شوه او د هغې څخه د یعقوب دوهم زوی پیدا شو. ۸ راحیل وویل: «د خپلې خور سره مې سخته شخړه وکړه او زه بریالۍ شوې یم.» نو ځکه یې په هغه باندې نفتالي نوم کېښود.
۹ کله چې لیه پوه شوه چې د اولاد راوړلو څخه ولوېدله، نو خپله وینځه زلفه یې یعقوب ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. ۱۰ د لیه د وینځې زلفې څخه د یعقوب زوی پیدا شو. ۱۱ لیه وویل: «زه بختوره یم.» نو ځکه یې په هغه باندې جاد نوم کېښود. ۱۲ د لیه د وینځې زلفې څخه د یعقوب بل زوی پیدا شو. ۱۳ لیه وویل: «زه څومره خوشحاله یم! ټولې ښځې به ماته خوشحاله وایي.» نو په هغه باندې یې اشیر نوم کېښود.
۱۴ د غنمو د لو کولو په وخت کې روبین پټیو ته لاړ او هلته یې مړهغونې یې وموندلې. هغه یې خپلې مور لیه ته راوړلې. راحیل لیه ته وویل: «د خپل زوی د مړهغونو څخه یو څه ماته راکړه.»
۱۵ خو لیه هغې ته ځواب ورکړ: «ایا دا دې بس نه دی چې مېړه دې راڅخه واخیست؟ اوس غواړې چې زما د زوی مړهغونې هم راڅخه واخلې؟»
راحیل وویل: «ډېر ښه، هغه به نن شپه ستا د زوی د مړهغونو په بدل کې ستا سره څملي.»
۱۶ نو کله چې ماښام یعقوب د پټیو څخه راغی، لیه د هغه مخې ته ورووتله. هغه ته یې وویل: «ته باید نن شپه زما سره څملې، ځکه چې د خپل زوی د مړهغونو په بدل کې مې اخیستی یې.» نو یعقوب په هغه شپه له لیه سره څملاست.
۱۷ خدای د لیه دعا قبوله کړه او هغه امیدواره شوه او د هغې څخه د یعقوب پنځم زوی پیدا شو. ۱۸ لیه وویل: «په دې خاطر چې ما خپله وینځه خپل مېړه ته ورکړه، خدای ماته اجر راکړ.» نو په هغه باندې یې یساکار نوم کېښود. ۱۹ لیه بیا امیدواره شوه او یعقوب ته یې شپږم زوی وزېږاوه. ۲۰ هغې وویل: «خدای ماته ښه قیمتي سوغات راکړ. اوس به مې مېړه عزت کوي، ځکه چې شپږ زامن مې ورته زېږولي دي.» نو په هغه باندې یې زبولون نوم کېښود. ۲۱ وروسته له هغه یې لور پیدا شوه او په هغې یې دینه نوم کېښود.
۲۲ بیا خدای راحیل رایاده کړه، د هغې دعا یې قبوله کړه او هغې ته یې اولاد ورکړ. ۲۳ هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. هغې وویل: «خدای زما رسوایي لېرې کړه.» ۲۴ نو په هغه باندې یې یوسف نوم کېښود او ویې ویل: «څښتن دې بل زوی راته راکړي.»
۲۵ وروسته له هغې چې راحیل یوسف وزېږاوه، یعقوب لابان ته وویل: «ما رخصت کړه چې بېرته خپل وطن ته لاړ شم. ۲۶ زما ښځې او زما اولادونه چې د هغوی دپاره مې ستا خدمت کړی دی ماته راکړه چې لاړ شم، ځکه ته پوهېږې چې څومره کار مې درته کړی دی.»
۲۷ خو لابان هغه ته وویل: «که ته زما څخه خوشحاله یې، مهرباني وکړه پاتې شه. زه د فال په وسیله پوه شوم چې څښتن ستا په خاطر ماته برکت راکړی دی. ۲۸ خپله مزدوري دې ووایه، زه به یې درکړم.»
۲۹ یعقوب هغه ته وویل: «ته پوهېږې چې څنګه مې درته کار کړی دی او څنګه مې ستا رمې او پادې ساتلې دي. ۳۰ زما د راتللو څخه مخکې تا لږ څه درلودل، خو کوم کارونه چې ما ستا دپاره کړي دي څښتن په هغو کې برکت اچولی دی او ستا شتمني ډېره زیاته شوې ده. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د خپلې کورنۍ دپاره یو څه وکړم.»
۳۱ لابان پوښتنه وکړه: «څه درکړم؟»
یعقوب ځواب ورکړ: «ماته هېڅ شی مه راکوه. که دا کار زما دپاره وکړې زه به ستا د رمو ساتلو او روزلو ته دوام ورکړم. ۳۲ اجازه راکړه چې نن ستا د ټولو رمو په منځ کې وګرځم او د مېږو څخه هره یوه خالداره مېږه او هر توربخن وری او د وزو څخه هره خالداره وزه بېله کړم، نو دا به زما مزدوري وي. ۳۳ کله چې راشې او هغه مزدوري چې ماته یې راکوې وګورې، نو په اسانۍ سره به درته معلومه شي چې زه صادق یم. که چېرې زما سره کومه وزه چې خالداره نه وي یا یو وری چې توربخن نه وي، نو ته به پوه شې چې هغه غلا شوی دی.»
۳۴ لابان وویل: «زما خوښه ده، لکه څنګه چې تا وویل همداسې دې وي.» ۳۵ په هماغه ورځ لابان ټول خطداره او خالداره سېرلي او ټولې برګې او خالداره وزې یا هغه وزې چې سپین رنګ یې درلود او ټول توربخن وري بېل کړل او هغه یې خپلو زامنو ته وسپارل. ۳۶ بیا لابان د خپلې رمې سره د یعقوب څخه د درې ورځو په فاصله لېرې لاړ او یعقوب د لابان پاتې رمې ساتلې.
۳۷ یعقوب د چنار، بادام او سپېدار شنې څانګې راواخیستلې او د هغوی څخه یې پوستکي لېرې کړل او سپینې سپینې لیکې په کې راښکاره شوې. ۳۸ نو هغه دا سپینې شوې څانګې د رمو په مخامخ د هغوی د اوبو په لګنونو کې کېښودلې، ځکه چې کله به رمې د اوبو څښلو دپاره راتللې، نو یو د بل سره به جوړه کېدلې. ۳۹ او د څانګو په مخکې به یو د بله سره یوځای کېدلې او خطداره یا برګ او خالداره بچي به یې زېږول.
۴۰ یعقوب پسونه او مېږې د وزو څخه بېل کړل او د هغو مخونه یې د لابان د رمو خطدارو او توربخنو حیواناتو خواته کړل. نو په دې ډول هغه د خپلو رمو خاوند شو او هغه یې د لابان د رمو څخه بېل کړلې.
۴۱ کله به چې قوي ښځینه حیوانات د نرو حیواناتو سره یوځای کېدل، نو یعقوب به د اوبو په لګنونو کې د حیواناتو مخې ته هغه څانګې ایښودلې چې د څانګو په منځ کې یو د بله سره یوځای شي. ۴۲ خو که حیوانات به کمزوري وو، نو څانګې به یې هلته نه ایښودلې. نو کمزورې به د لابان او قوي به د یعقوب شول. ۴۳ په دې ډول یعقوب ډېر شتمن شو او د ډېرو رمو، وینځو، غلامانو، اوښانو او خرو خاوند شو.