0:00 / 0:00

د پیدایښت کتاب

اته دېرشم فصل

یهودا او تامار

۱ داسې وشول چې په هغه وخت کې یهودا خپل ورونه پرېښودل او د حیره په نوم یو سړي سره چې د عدولام د ښار څخه ؤ پاتې شو. ۲ هلته یهودا د شوعه په نوم د یو کنعاني د لور سره مخامخ شو. یهودا د هغې سره واده وکړ او ورسره یوځای شو. ۳ هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې عیر نوم کېښود. ۴ هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. په هغه باندې یې اونان نوم کېښود. ۵ هغې بل زوی وزېږاوه او په هغه باندې یې شیله نوم کېښود. یهودا په کزیب کې ؤ چې هلک پیدا شو.

۶ یهودا خپل مشر زوی ته ښځه وکړه او د هغې نوم تامار ؤ. ۷ د عیر رویه د څښتن په نظر کې خرابه وه. نو څښتن هغه مړ کړ. ۸ هغه وخت یهودا د عیر ورور اونان ته وویل: <لاړ شه او د خپل ورور د کونډې سره یوځای شه او د مېړه د ورور په توګه دې خپل مسئولیت ترسره کړه، ترڅو ستا ورور هم اولادونه ولري.> ۹ مګر اونان په دې پوهېده چې دا به د ده اولادونه نه وي. نو کله به چې هغه د خپلې کونډې ورېندارې سره څملاست، خپل ځان به یې په ځمکه باندې انزال کاوه او نه یې غوښتل چې د خپل ورور دپاره اولاد راوړي. ۱۰ څه چې هغه کول هغه د څښتن په نظر کې بد ښکاره کېدل. نو څښتن هغه هم وواژه. ۱۱ نو یهودا خپلې نږور تامار ته وویل: <د خپل پلار په کور کې د کونډې په توګه اوسېږه تر هغې پورې چې زما زوی شیله لوی شي.> ځکه هغه وېرېده چې شیله به هم د خپلو ورونو په شان مړ شي. نو تامار لاړه چې د خپل پلار په کور کې واوسیږي.

۱۲ څه موده وروسته د یهودا ښځه یعنې د شوعه لور مړه شوه. کله چې د غم وخت تېر شو، نو یهودا د خپل دوست حیره عدولامي سره د تمنه ښار ته چې هلته د هغه پسونه سکولودل کېدل لاړ. ۱۳ کله چې تامار خبره شوه چې د هغې خسر د خپلو پسونو د سکولودلو دپاره تمنې ته روان دی، ۱۴ نو هغې خپل د کونډتوب کالي وویستل، خپل مخ یې په څادر کې پټ کړ او د عینایم په دروازه کې چې د تمنې په لاره کې وه کښېناستله. هغې دا کار په دې خاطر وکړ چې د یهودا کشر زوی غټ شوی ؤ، مګر یهودا دا پلان نه درلود چې تامار ورته په نکاح کړي.

۱۵ کله چې یهودا هغه ولیدله، په هغې یې د فاحشې ګمان وکړ، ځکه چې مخ یې پټ ؤ. ۱۶ هغه پوه نه شو چې هغه د ده نږور ده. هغه د لارې په غاړه باندې هغې ته ورغی او ویې ویل: <راشه، چې درسره څملم.>

هغې پوښتنه وکړه: <ماته به څه راکړې چې درسره څملم؟>

۱۷ هغه وویل: <زه به د خپلې رمې څخه تاته یو سېرلی درولېږم.>

هغې پوښتنه وکړه: <تر هغې پورې چې ته هغه رالېږې، ماته به څه شی د ضمانت په توګه پرېږدې؟>

۱۸ هغه وویل: <څه شی درته د ضمانت په توګه درکړم؟>

هغې ځواب ورکړ: <مهر، د هغه مزی او دا امسا چې ستا په لاس کې ده.> نو هغه دا هرڅه هغې ته ورکړل او ورسره څملاست او تامار د هغه څخه امیدواره شوه. ۱۹ تامار کور ته لاړه. خپل څادر یې لېرې کړ او خپل د کونډتوب کالي یې واغوستل.

۲۰ نو یهودا د خپل عدولامي دوست په لاس سېرلی ورولېږه ترڅو د هغې ښځې څخه د ضمانت شیان بېرته واخلي. مګر هغه یې پیدا نه کړه. ۲۱ ده د عنایم له خلکو څخه پوښتنه وکړه: <هغه فاحشه چې دلته په لاره کې ناسته وه چېرته ده؟>

هغوی وویل: <دلته هیڅ وخت فاحشه ښځه نه وه.>

۲۲ هغه بېرته یهودا ته ورغی او ویې ویل: <ما هغه پیدا نه کړه. برسېره پردې د هغه ځای خلکو وویل: دلته هیڅ فاحشه ښځه نه وه.>

۲۳ نو یهودا وویل: <پرېږده چې هغه شیان خپل ځانته وساتي. مونږ نه غواړو چې د خلکو د خندا شو. دا دی ما هغې ته دغه سېرلی ورولېږه مګر تا هغه پیدا نه کړه.>

۲۴ درې میاشتې پس یهودا ته خبر ورسېد: <ستا نږور تامار د یوې فاحشې په شان عمل کړی دی او هغه اوس امیدواره ده.>

یهودا وویل: <هغه بیرون راوباسئ او ویې سوزوئ چې مړه شي.>

۲۵ چې څنګه یې هغه بیرون راوویستله، خپل خسر ته یې پیغام ورولېږه ویې ویل: <زه د هغه سړي څخه امیدواره شوې یم کوم چې د دې شیانو خاوند دی.> هغې زیاته کړه: <وګوره. دا مهر، د هغه مزی او دا امسا وپېژنه چې د چا دي.>

۲۶ یهودا هغه وپېژندل او ویې ویل: <هغه په حقه ده. زه د هغې سره په خپل لوظ کې ناکام شوم. ما باید هغه خپل زوی شیله ته واده کړې وای.> یهودا بیا د هغې سره یوځای نه شو.

۲۷ کله چې د تامار د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، نو د هغې په ګېډه کې غبرګوني وو. ۲۸ د زېږولو په وخت کې د هغو څخه یو خپل لاس راوویست نو دایي یو سور مزی واخیست او د هغه په مړوند باندې یې وتاړه او ویې ویل: <دا اول راووت.> ۲۹ خو کله چې هغه خپل لاس بېرته کش کړ د هغه ورور راووت او هغې وویل: <ته څرنګه راووتلې!> او په هغه باندې یې فارص نوم کېښود. ۳۰ پس له هغې د هغه ورور چې په مړوند باندې یې سور مزی ؤ راووت او هغه یې د زارح په نوم یاد کړ.