Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ پوره دوه کاله تېر شوي وو چې فرعون خوب ولیده چې د نیل د سیند په غاړه ولاړ ؤ. ۲ ناڅاپه اووه ښې او چاغې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې. ۳ د هغو څخه وروسته نورې اووه غواګانې چې بدرنګې او ډنګرې وې، راووتلې او د سیند په غاړه د هغو ترڅنګه ودرېدلې. ۴ بدرنګو او ډنګرو غواګانو هغه ښې او چاغې غواګانې وخوړلې. بیا فرعون راویښ شو. ۵ هغه بیا ویده شو او بل خوب یې ولیده چې د غلو دانو اووه ډک او پاخه وږي په یوه ډنډر کې راشنه شول. ۶ له هغو څخه وروسته د غلو دانو نور اووه نري او د دښتې باد سوځولي وږي راشنه شول. ۷ د غلو دانو اوو نریو وږو هغه ډک او پاخه وږي روغ تېر کړل. بیا فرعون راویښ شو او پوه شو چې هغه خوب لیدلی دی. ۸ په سهار کې د هغه فکر پرېشانه ؤ. هغه د مصر ټول جادوګران او حکیمان راوغوښتل. هغه خپل خوبونه هغوی ته بیان کړل، خو هېڅ یو ونه شو کولای چې هغه فرعون ته تعبیر کړي.
۹ په دې وخت کې د ساقیانو مشر فرعون ته وویل: «نن راته رایاد شول چې زما څخه خطا شوې ده. ۱۰ یوځل فرعون په خپلو نوکرانو باندې په قهر شوی ؤ او زه او د نانوایانو مشر یې د دربار د ساتونکو د قوماندان په کور کې په زندان کې واچولو. ۱۱ مونږ دواړو په یوه شپه خوب ولیده او هر یو خوب ځانته خپله معنی درلودله. ۱۲ په هغه ځای کې یو عبرانی ځوان چې د دربار د ساتونکو د قوماندان غلام ؤ، زمونږ سره ؤ. مونږ خپل خوبونه هغه ته بیان کړل او هغه زمونږ خوبونه زمونږ دپاره تعبیر کړل. ۱۳ لکه څنګه چې هغه تعبیر کړی ؤ، کټ مټ هماغسې وشول. زه بېرته په خپل ځای مقرر شوم او هغه بل سړی په دار وځړول شو.»
۱۴ نو فرعون یوسف راوغوښت او هغه یې ډېر زر د زندان څخه راوویست. یوسف خپل سر او ږیره وخرایله، خپل کالي یې بدل کړل او د فرعون حضور ته راغی. ۱۵ فرعون یوسف ته وویل: «ما خوب لیدلی او څوک نشته چې هغه تعبیر کړي. خو ما ستا په هکله اورېدلي دي چې کله خوب واورې، نو تعبیر یې کولای شې.» ۱۶ یوسف فرعون ته په ځواب کې وویل: «اعلیحضرته، زه یې نه شم کولای، خو خدای به ښه تعبیر درکړي.» ۱۷ فرعون یوسف ته وویل: «ما خوب ولیده چې زه د نیل د سیند په غاړه ولاړ وم، ۱۸ په دې وخت کې اووه چاغې او ښې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې. ۱۹ د هغوی څخه وروسته نورې اووه غواګانې راووتلې چې داسې ډنګرې او بدشکله وې چې ما د مصر په ټول هېواد کې هېڅکله نه وې لیدلې. ۲۰ ډنګرو او بدشکله غواګانو هغه لومړنۍ چاغې غواګانې وخوړلې. ۲۱ خو د خوړلو څخه وروسته هم څوک نه پوهېدل چې دوی به څه خوړلي وي، ځکه چې هغوی د پخوا په شان ډنګرې ښکاره کېدلې. نو په دې وخت کې زه راویښ شوم. ۲۲ همدارنګه ما په خوب کې ولیدل چې د غلو دانو اووه ډک او پاخه وږي په یوه ډنډر کې راشنه شول. ۲۳ د هغو څخه وروسته نور اووه نري او د دښتې باد سوځولي وږي راشنه شول. ۲۴ اووه نریو وږو هغه ډک وږي روغ تېر کړل. نو ما خپل خوب جادوګرانو ته وویل، خو هېچا ونه شو کولای چې هغه ماته تعبیر کړي.»
۲۵ نو یوسف فرعون ته وویل: «د دواړو خوبونو معنی یوه ده. څه چې خدای غواړي ویې کړي، هغه یې تاسو ته څرګند کړل. ۲۶ اووه ښې غواګانې اووه کاله دي او د غلو دانو اووه ډک وږي هم اووه کاله دي، هغوی یوشان معنی لري. ۲۷ اووه ډنګرې او بدرنګه غواګانې چې د هغو څخه وروسته راووتلې او د غلو دانو اووه نري او د دښتې باد سوځولي وږي د قحطۍ اووه کاله دي. ۲۸ دا هماغه څه دي چې تاسو ته مې وویل. څه چې خدای غواړي ویې کړي، تاسو ته یې څرګند کړي دي. ۲۹ اووه کاله به د مصر په ټول هېواد کې ډېره پرېماني راشي. ۳۰ خو له هغې وروسته به د اوو کالو دپاره داسې قحطي راشي چې د مصر په ملک کې به هغه ټوله پرېماني هېره شي، ځکه چې قحطي به هېواد تباه کړي ۳۱ او پرېماني به په هېواد کې بیخي هېره شي، ځکه چې هغه قحطي چې په هغې پسې راځي، هغه به ډېره سخته وي. ۳۲ دا چې تاسو دوه خوبونه لیدلي دي، د هغو معنی دا ده چې دا د خدای پرېکړه ده چې دا کار وکړي او هغه به زر داسې وکړي.
۳۳ اوس باید تاسو یو پوه او د حکمت لرونکی سړی پیدا کړئ او هغه د مصر د هېواد دوهم واکمن وټاکئ. ۳۴ تاسو باید په ټول هېواد کې مامورین وټاکئ چې د اوو کالو پرېمانۍ په موده کې د مصر د حاصلاتو څخه پنځمه برخه راټوله کړي. ۳۵ هغوی ته امر وکړئ چې د پرېمانۍ په کلونو کې غله راټوله کړي او هغوی ته اختیار ورکړئ چې هغه په ښارونو کې ذخیره کړي او هغه وساتي. ۳۶ هغه باید د هېواد دپاره ذخیره شي چې د اووه کالو د قحطۍ په موده کې چې په مصر باندې راتلونکې ده ورڅخه کار واخیستل شي، ترڅو هېواد د قحطۍ له امله وران نه شي.»
۳۷ دغه وړاندیز د فرعون او د هغه د ټولو درباریانو په نظر کې ښه ښکاره شو. ۳۸ نو فرعون د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا کولای شو چې د یوسف په شان یو څوک راپیدا کړو چې د خدای روح په کې دی؟» ۳۹ نو فرعون یوسف ته وویل: «څرنګه چې خدای دا هرڅه تاته ښودلي دي، نو ستا په شان د حکمت خاوند او پوه سړی نشته. ۴۰ زه به تا د خپل هېواد دوهم واکمن کړم او زما ټول قوم به ستا حکمونه مني او په واک کې به ته زما څخه وروسته دوهم کس یې.»
۴۱ نو فرعون یوسف ته وویل: «په دې ډول مې ته د مصر د ټول هېواد دوهم واکمن وټاکلې.» ۴۲ فرعون د خپلې ګوتې څخه هغه ګوته راوویستله چې په هغې کې د پاچاهۍ مهر لګېدلی ؤ او هغه یې یوسف ته ور په ګوته کړه. هغه یوسف ته د ډېر ښه کتان څخه یوه چپنه ورواغوستله او د سرو زرو زنځیر یې د هغه په غاړه کې واچاوه. ۴۳ فرعون هغه ته خپله دوهمه شاهي ګاډۍ ورکړه چې په کې سپور شي او خلکو د هغه په مخکې نارې وهلې: «لاره پرېږدئ! لاره پرېږدئ!» په دې ډول یې یوسف د مصر د ټول هېواد دوهم مشر وټاکه. ۴۴ فرعون یوسف ته وویل: «زه فرعون یم، خو هېڅوک به ستا له اجازې څخه پرته په ټول مصر کې هېڅ نه شي کولای.» ۴۵ فرعون په یوسف باندې صفنات فعنیح نوم کېښود او د اون د کاهن فوطيفارع لور اسنات یې هغه ته په نکاح ورکړه. نو په دې ډول یوسف د مصر په ټول هېواد باندې واک ترلاسه کړ. ۴۶ یوسف دېرش کلن ؤ چې د مصر د پاچا یعنې فرعون په خدمت کولو یې پیل وکړ. یوسف د فرعون د حضور څخه لاړ او په ټول مصر کې وګرځېد. ۴۷ د اووه کالو پرېمانۍ په موده کې ځمکې ډېر زیات حاصلات ورکړل. ۴۸ په دې موده کې یوسف په مصر کې ټول خوراکي مواد راټول کړل او هغه یې په ښارونو کې ذخیره کړل او د هر ښار د شاوخوا ځمکو خوراکي مواد یې په هماغه ښار کې ذخیره کړل. ۴۹ یوسف لکه د بحیرې د شګو په شان ډېره زیاته غله ذخیره کړه او هغه دومره زیاته وه چې د حساب څخه وتلې وه.
۵۰ د قحطۍ د کلونو د راتللو څخه مخکې د اون د کاهن فوطيفارع لور اسنات یوسف ته دوه زامن وزېږول. ۵۱ یوسف د خپل مشر زوی نوم منسي کېښود، نو ځکه یې وویل: «خدای زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټوله کورنۍ زما څخه هېره کړه.» ۵۲ او بیا د دوهم زوی نوم یې افرایم کېښود او ویې ویل: «دا ځکه چې خدای ماته په هغه وطن کې اولادونه راکړل چې زه په کې په تکلیف وم.»
۵۳ نو هغه پرېماني چې د اووه کالو دپاره په مصر کې وه، پای ته ورسېدله. ۵۴ لکه څنګه چې یوسف ویلي وو، د قحطۍ اووه کاله پیل شول. په نورو ټولو هېوادونو کې قحطي وه، خو په ټول مصر کې غله وه. ۵۵ کله چې مصریان وږي شول، نو د ډوډۍ دپاره یې فرعون ته فریاد وکړ. نو فرعون ټولو مصریانو ته وویل: «یوسف ته ورشئ او هرڅه چې تاسو ته وایي هغه وکړئ.» ۵۶ قحطي ډېره سخته شوه او په ټول هېواد کې خپره شوه، نو یوسف ګودامونه پرانیستل او په مصریانو باندې یې غله خرڅوله. ۵۷ د ټولو هېوادونو خلک مصر ته راتلل چې د یوسف څخه غله واخلي، ځکه چې په ټوله دنیا کې سخته قحطي وه.