Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په کنعان کې قحطي نوره هم سخته شوه. ۲ نو کله چې هغوی هغه ټوله غله چې د مصر څخه یې راوړې وه وخوړله، نو یعقوب خپلو زامنو ته وویل: «بېرته لاړ شئ او لږه نوره غله زمونږ دپاره واخلئ.» ۳ خو یهودا هغه ته وویل: «هغه سړي مونږ ته په ټینګه خبرداری راکړی دی چې ترڅو پورې چې ستاسو ورور ستاسو سره نه وي، زما مخ به بیا ونه وینئ. ۴ که زمونږ ورور دې زمونږ سره ولېږه، نو مونږ به لاړ شو او ستا دپاره به خواړه واخلو. ۵ خو که هغه دې ونه لېږه نو مونږ نه ځو، ځکه چې هغه سړي مونږ ته وویل چې ترڅو پورې ستاسو ورور ستاسو سره نه وي، نو نور به زما مخ ونه وینئ.»
۶ یعقوب وویل: «زه مو ولې د داسې سخت تکلیف سره مخامخ کړم چې هغه سړي ته مو وویل چې ستاسو بل ورور هم شته؟» ۷ هغوی ځواب ورکړ: «هغه سړي په ډېر غور سره زمونږ او زمونږ د کورنۍ په اړه زمونږ څخه پوښتنې وکړې ویې ویل: ‹ایا ستاسو پلار تراوسه پورې ژوندی دی؟ ستاسو بل ورور شته؟› مونږ یوازې د هغه پوښتنو ته ځواب ورکړی دی. مونږ څه پوهېدلو چې هغه به مونږ ته ووایي چې خپل ورور دلته راولئ.»
۸ یهودا خپل پلار یعقوب ته وویل: «هلک زما سره ولېږه. مونږ به سمدلاسه لاړ شو چې مونږ او تاسو او زمونږ ماشومان ژوندي پاتې شو او له لوږې څخه مړه نه شو. ۹ زه په خپله د هغه د سلامتیا ضمانت کوم. ته کولای شې چې د هغه مسوولیت زما په غاړه واچوې. که چېرې هغه تاته رانه ولم او ستا په مخکې یې حاضر نه کړم، زه به تاته د تل دپاره ملامت یم. ۱۰ که چېرې مونږ ځنډ نه وای کړی، نو تراوسه پورې به مونږ دوه ځلې تللي او بېرته به راغلي وای.»
۱۱ بیا د هغوی پلار یعقوب هغوی ته وویل: «که داسې وي، نو دا کار وکړئ. د خپل هېواد د ډېرو ښو پیداوارو څخه یو څه واخلئ او په خپلو بوجیو کې یې واچوئ او لږ څه ملهم، شات، مساله، د مر کنډ، پسته او بادام هغه سړي ته د سوغات په توګه یوسئ. ۱۲ دوه چنده پیسې د ځان سره واخلئ، ځکه هغه پیسې چې بېرته ستاسو د بوجیو په خولو کې ایښودل شوې وې، باید بېرته ورکړئ. کېدای شي چې د هغوی څخه سهوه شوې وي. ۱۳ خپل ورور هم واخلئ او سمدلاسه بېرته هغه سړي ته ورشئ. ۱۴ مطلق قادر خدای دې هغه سړی په تاسو باندې مهربانه کړي، ترڅو هغه بنیامین او ستاسو بل ورور بېرته تاسو ته درکړي. که چېرې زه بېاولاده کېږم، نو بېاولاده دې شم.»
۱۵ نو هغو ورونو سوغاتونه او دوه چنده پیسې واخیستلې او د بنیامین سره مصر ته روان شول او هغوی خپل ځانونه یوسف ته ورحاضر کړل. ۱۶ کله چې یوسف د هغوی سره بنیامین ولیده، نو د خپل کور ناظر ته یې وویل: «دا خلک زما کور ته بوځه او یو حیوان حلال کړه او تیار یې کړه چې دوی به غرمه زما سره ډوډۍ خوري.» ۱۷ لکه څنګه چې یوسف امر کړی ؤ، هغه سړي هماغه شان وکړل او هغه خلک یې د یوسف کور ته راوستل.
۱۸ کله چې هغوی د یوسف کور ته راوستل شول، نو ووېرېدل. دوی فکر کاوه: «مونږ د هغو پیسو په سبب چې په لومړي ځل زمونږ په بوجیو کې بېرته ایښودل شوې وې، دلته راوستل شوي یو. هغه غواړي چې مونږ بندیان کړي، مونږ خپل غلامان کړي او زمونږ څخه خره واخلي.» ۱۹ نو هغوی د یوسف ناظر ته ورغلل او د کور په دروازه کې یې د هغه سره خبرې وکړې. ۲۰ هغوی وویل: «ای باداره! مونږ دلته یوځل مخکې د غلو دانو د اخیستلو دپاره راغلي وو، ۲۱ خو کله چې په یو ځای کې د شپې تېرولو دپاره ودرېدلو، مونږ خپلې بوجۍ پرانیستلې او هر یو خپلې پیسې په هماغه خپله اندازه د خپلو بوجیو په خولو کې وموندلې. نو مونږ هغه بېرته د خپل ځان سره راوړې دي. ۲۲ همدارنګه مونږ نورې پیسې هم د ځان سره راوړې دي چې نوره غله واخلو. مونږ نه پوهېږو چې چا زمونږ په بوجیو کې هغه پیسې ایښې وې.» ۲۳ ناظر وویل: «اندېښنه مه کوئ او مه وېرېږئ. ستاسو او ستاسو د پلار خدای ستاسو په بوجیو کې تاسو ته خزانه ایښې ده. ستاسو پیسې ماته راورسېدلې.» نو شمعون یې هغوی ته راوست. ۲۴ ناظر د یوسف ورونه د هغه کور ته دننه بوتلل او هغوی ته یې اوبه ورکړې چې خپلې پښې ووینځي او د هغوی خرو ته یې واښه ورکړل. ۲۵ هغوی سوغاتونه تیار کړل چې یوسف به غرمې ته راشي، ځکه چې دوی ته ویل شوي وو چې ډوډۍ به هلته وخوري.
۲۶ کله چې یوسف کور ته راغی، نو دوی هغه سوغاتونه چې کور ته یې راوړي وو، هغه ته وړاندې کړل او هغه ته یې د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیټ کړل. ۲۷ هغه د دوی د روغتیا په هکله پوښتنه وکړه او بیا یې وویل: «ستاسو زوړ پلار چې تاسو د هغه په اړه ویلي وو، څنګه دی؟ ایا هغه تراوسه پورې ژوندی دی؟» ۲۸ هغوی وویل: «ستا غلام یعنې زمونږ پلار تراوسه پورې ژوندی دی او ښه دی.» دوی د هغه په وړاندې د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیټ کړل او پړمخې پرېوتل.
۲۹ کله چې یوسف خپل سکه ورور بنیامین ولیده، هغه پوښتنه وکړه: «ایا ستاسو کشر ورور چې تاسو ماته د هغه په اړه ویلي وو دا دی؟ ای زما زویه! خدای دې تاته برکت درکړي.» ۳۰ یوسف سمدلاسه لاړ، ځکه چې د خپل ورور په لیدلو باندې ډېر احساساتي شو او د ژړا ځای یې لټاوه. هغه خپلې شخصي کوټې ته ننوت او هلته یې وژړل. ۳۱ وروسته له هغې چې خپل مخ یې ووینځه، دباندې راووت. خپل ځان یې کنترول کړ او ویې ویل: «ډوډۍ راوړئ.» ۳۲ یوسف ته یې په یو دسترخوان باندې ډوډۍ ورکړه او د هغه ورونو ته یې په بل دسترخوان باندې. مصریانو ته یې چې هلته یې ډوډۍ خوړله بېله کېښودله، ځکه چې هغوی به د عبرانیانو سره ډوډۍ نه خوړله. مصریانو د عبرانیانو سره ډوډۍ خوړل حرام ګڼل. ۳۳ د هغه ورونه د هغوی د عمر له مخې د مشر څخه تر کشره پورې د یوسف په مخکې کښېنول شول او هغوی په حیرانتیا سره یو بل ته کتل. ۳۴ هغوی ته د یوسف د دسترخوان څخه ډوډۍ ورکړای شوه او د بنیامین برخه د نورو ټولو څخه پنځه چنده زیاته وه. نو هغوی د یوسف سره وخوړل او ویې څښل او خوشحالي یې وکړه ترڅو چې نشه شول.