Next chapter

د عبرانيانو په نوم خط

ديارلسم باب

د خُدائ پاک د خوشحالولو خِدمت

۱ د وروڼو او خوېندو په شان د يو بل سره مينه کوئ. ۲ د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى. ۳ قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى. ۴ په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى. ۵ د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“ ۶ نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“ ۷ خپل مشران ياد ساتئ، چا چې تاسو ته د خُدائ پاک کلام بيان کړو. د هغوئ د ژوند د طريقو نتيجو ته غور وکړئ او د هغوئ د ايمان سره سيالى کوئ. ۸ عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے. ۹ د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بې‌لارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى، نۀ د هغه خوراکونو په اصُولو کومو چې هغوئ ته څۀ فائده نۀ ده ورکړى چا چې دا منل. ۱۰ زمونږ داسې قربان‌ګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى. ۱۱ مشر اِمام د ځناورو وينه زيات مقدس ځائ ته د ګناه د کفارې په طور وړى، خو د هغوئ لاشونه د خېمې نه بهر سوزولے شى. ۱۲ نو ځکه عيسىٰ هم د ښار د دروازې نه بهر تکليف وزغملو د دې دپاره چې د خپلې وينې په وسيله خلق مقدس کړى. ۱۳ نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بې‌عزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه. ۱۴ ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے. ۱۵ ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى. ۱۶ او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى. ۱۷ د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بې‌شکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى. ۱۸ زمونږ دپاره دُعا کوئ ځکه چې زمونږ يقين دے چې زمونږ ضمير پاک دے او زمونږ خواهش دے چې په هر لحاظ د عزت ژوند تېر کړُو. ۱۹ زۀ تاسو ته خاص درخواست کوم چې دُعا وکړئ نو چې زۀ زر تاسو له بيا راشم.

برکت او آخرى سلام

۲۰ اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو، ۲۱ هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين. ۲۲ اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته مِنت زارى کوم چې زما د نصيحت په کلام باندې غور وکړئ، کومه لنډه ليکنه چې ما تاسو ته وکړه. ۲۳ زۀ غواړم چې تاسو خبر شئ چې زمونږ ورور تيموتيوس آزاد شو. کۀ چرې هغه دلته زر راشى نو زۀ به هغۀ سره تاسو له ملاقات له درشم. ۲۴ خپلو ټولو مشرانو او ټولو مقدسينو ته سلام ووايئ. د اِټلى ايمانداران وروڼه تاسو ته سلام کوى. ۲۵ او په تاسو ټولو دې فضل وى، آمين.

Next chapter