Previous chapter

د هوشع نبي کتاب

لومړی فصل

۱ دا هغه پیغام دی چې څښتن د بیري زوی هوشع ته په هغه وخت کې ورکړی ؤ چې عزیا، یوتام، آحاز او حزقیا د یهودا پاچاهان وو او د یهوآش زوی یروبعام د اسراییلو پاچا ؤ.

د هوشع ښځه او اولادونه

۲ کله چې څښتن د لومړي ځل دپاره د هوشع په وسیله د اسراییلو سره خبرې وکړې، هغه وویل: «لاړ شه او د یوې ښځې سره واده وکړه او هغه به یوه بې‌وفا ښځه وي او ستا اولادونه به هم د هغې په شان وي. په همدې ډول زما قوم هم بې‌وفا شوی دی او زه یې پریښی یم.»

۳ نو هوشع د یوې ښځې سره چې نوم یې جومر ؤ او د دبلایم لور وه، واده وکړ. هغه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. ۴ نو څښتن هوشع ته وویل: «په هغه باندې یزرعیل نوم کېږده، ځکه چې زه به ډېر زر د اسراییلو پاچا ته د هغو قتلونو په خاطر سزا ورکړم چې د هغه نیکه ییهو پاچا په یزرعیل کې کړي دي. زه به د اسراییلو شاهي خاندان له منځه یوسم. ۵ په هغه ورځ به زه د یزرعیل په دره کې د اسراییلو نظامي قدرت له منځه یوسم.»

۶ جومر یوځل بیا امیدواره شوه او دا ځل یې یوه لور پیدا شوه. څښتن هوشع ته وویل: «په هغې باندې لوروحامه یعنې ‹په چا باندې چې رحم نه وي شوی› نوم کېږده، ځکه چې زه به نور د اسراییلو په خلکو باندې رحم نه کوم او نه به هغوی وبخښم. ۷ خو زه به د یهودا په خلکو باندې رحم وکړم. زه څښتن چې د هغوی خدای یم، نو هغوی به وژغورم، خو زه به دا کار د جنګ، تورو، لیندو، غشو، اسونو یا په اسونو باندې په سپرو خلکو باندې ونه کړم.»

۸ کله چې جومر خپله لور لوروحامه له تي نه بېله کړله، نو هغه بیا امیدواره شوه او بل زوی یې پیدا شو. ۹ څښتن هوشع ته وویل: «په هغه باندې لوعمي یعنې ‹زما قوم نه دی› نوم کېږده، ځکه چې د اسراییلو خلک زما خلک نه دي او زه د هغوی خدای نه یم.»

د اسراییلو بیا ابادېدل

۱۰ خو د اسراییلو خلک به د سیند د شګو په شان دومره زیات شي چې څوک به یې شمېرلی نه شي. اوس خدای هغوی ته وایي: «تاسو زما قوم نه یئ» خو یوه ورځ به راشي چې هغه به ورته ووایي: «تاسو د ژوندي خدای اولادونه یئ!» ۱۱ نو د یهودا او اسراییلو خلک به بیا سره یوځای شي. هغوی به د خپل ځان دپاره یو مشر وټاکي او یوځل بیا به د هغوی شمېر په خپل وطن کې زیات او نېکمرغه شي. هو، دا به د یزرعیل د سیمې دپاره یوه لویه ورځ وي!

Previous chapter