Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ خلک وایي: «راځئ چې د څښتن خواته راوګرځو! هغه مونږ ټوټې ټوټې کړي یو، خو اوس به مونږ روغ کړي. هغه مونږ زخمي کړي یو، خو اوس به زمونږ په زخمونو باندې پټۍ کېږدي. ۲ په ډېر کم وخت کې به هغه مونږ ته نوی ژوند راکړي او مونږ به راپورته کړي، ترڅو د هغه په حضور کې ژوند وکړو. ۳ راځئ کوښښ وکړو چې هغه وپېژنو. لکه څنګه چې دا یقیني ده چې لمر راخېژي، نو هغه به هم لکه د باران په شان مونږ ته راشي، لکه څنګه چې د پسرلي باران ځمکه اوبه کوي.»
۴ خو څښتن وایي: «ای د اسراییلو او یهودا خلکو، زه ستاسو سره څه وکړم؟ تاسو چې ما سره کومه مینه کوئ، هغه د سهار د لړو او دوپ په شان ډېر زر ورکیږي او هغه د هغې پرخې په شان ده چې سهار وختي له منځه ځي. ۵ له همدې امله ما خپل پیغمبران درلېږلي دي چې تاسو ټوټې ټوټې کړي، ترڅو زما پیغام تاسو ته ستاسو د تباهۍ دپاره درورسوي. زما قضاوت به لکه د برېښنا په شان راځي. ۶ زه ستاسو نه وفاداري غواړم، نه قرباني. زه ستاسو نه سوځېدونکې نذرانې نه غواړم، بلکې زه دا غواړم چې خلک ما وپېژني.
۷ خو هغوی لکه د آدم په شان زما لوظ مات کړ او هلته هغوی زما سره بېوفایي وکړه. ۸ جلعاد هغه ښار دی چې د بدکاره خلکو څخه ډک دی او هرې خواته په کې وینه پرته ده. ۹ کاهنان د هغو لوټمارانو په شان دي چې کوم چاته په کمین کې ناست وي. حتی هغوی د شکیم د پناه اخیستلو ښار په لاره کې قتلونه کوي. هغوی دا ټول بد کارونه په قصدي توګه کوي! ۱۰ ما په اسراییلو کې ډېر هیبتناکه کارونه لیدلي دي. زما خلکو بتانو ته په عبادت کولو سره خپل ځانونه لکه د فاحشو په شان ناپاکه کړي دي.
۱۱ خو ای د یهودا خلکو، ما تاسو ته هم د سزا ورکولو دپاره وخت ټاکلی دی.»