د هوشع نبي کتاب

اتم فصل

څښتن اسراییل د بت‌پرستۍ په خاطر غندي

۱ څښتن وایي: «د خطر سرنی ووهئ! دښمنان لکه د عقاب په شان زما په وطن باندې غوټې وهي! ځکه چې زما خلکو هغه لوظ مات کړی دی چې د هغوی سره مې کړی ؤ او زما د قوانینو نه یې سرکښي کړې ده. ۲ که څه هم هغوی ماته خپل خدای وایي او دعوه کوي چې مونږ اسراییلیان تا پېژنو، ۳ خو هغوی هغه لوظ چې ښه دی رد کړی دی، نو په دې سبب د هغوی دښمنان به په هغوی پسې وي.

۴ زما خلکو پاچاهان وټاکل، خو هغوی دا کار په خپله خوښه وکړ. هغوی مشران وټاکل، خو پرته زما له رضا څخه. هغوی د خپلې تباهۍ په خاطر سپین زر او سره زر واخیستل او بتان یې ورڅخه جوړ کړل. ۵ ای سامریې، زه د هغه طلایي خوسي نه کرکه کوم چې ستا د خلکو له خوا یې عبادت کیږي. زه په هغوی باندې په غضب یم. هغوی به ترڅو پورې د خپلو ګناهونو څخه لاس نه اخلي؟ ۶ د اسراییلیانو یو کسبګر دا بت جوړ کړی دی او دا بیخي خدای نه دی! هغه طلایي خوسی چې په سامره کې ورته عبادت کیږي، هغه به ټوټې ټوټې شي.

۷ کله چې هغوی باد کري، نو توفان به ورېبي! د غلو دانو بوټي چې وږي ونه لري، نو د هغو نه به اوړه پیدا نه شي. خو که پیدا هم شي، هغه به د پردیو خلکو خوراک شي. ۸ اسراییلیان په نورو قومونو کې خواره واره شوي دي. هغوی د مات لوښي په شان دي چې کار ورڅخه نه اخیستل کیږي. ۹ هغوی د ځنګلي خرو په شان سرګردانه ګرځي او د آشور نه مرسته غواړي. اسراییلیانو د ځانونو د ساتنې دپاره نور قومونه په بیه اخیستي دي. ۱۰ خو اوس زه اسراییلیان سره راټولوم چې سزا ورته ورکړم. کله چې د آشور پاچا او مامورین په هغوی باندې ظلم وکړي، نو هغوی به ډېر زر په درد باندې اخته شي.

۱۱ د اسراییلو خلک چې د خپلو ګناهونو د لېرې کولو دپاره هرڅومره زیاتې قربانګاوې جوړوي، په هماغه اندازه خپلو ځانونو ته د ګناه کولو ځایونه جوړوي! ۱۲ ما هغوی ته زرګونه قوانین ولیکل، خو هغوی هغه پردي وګڼل. ۱۳ هغوی ماته قربانۍ وړاندې کوي او د قربانیو غوښې خوري. خو زه څښتن د هغوی نه راضي نه یم، نو زه به د هغوی جرمونه رایادوم او د هغوی د ګناهونو په خاطر به ورته سزا ورکوم. هغوی به بېرته مصر ته لاړ شي.

۱۴ د اسراییلو خلکو ډېرې ماڼۍ‌ګانې جوړې کړې دي، خو هغوی خپل جوړوونکی هېر کړی دی. د یهودا خلکو ډېر قوي ښارونه جوړ کړي دي، خو زه به اور ورباندې نازل کړم چې د هغوی ماڼۍ‌ګانې او قوي ښارونه وسوځوي.»