0:00 / 0:00

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اتلسم باب

د خُدائ پاک ايتهوپيا له سزا ورکول

۱ په هغه مُلک افسوس په کوم کښې چې د وزر آواز اورېدلے شى، او چرته چې د ايتهوپيا سيندونه بهيږى. ۲ د هغه مُلک نه د نيل درياب ته سفيران په داسې کشتو کښې ځى چې د لوخو نه جوړې وى. اے تېزو پېغام وړونکو، ځئ. هغه لوړو لوړو او د هوارې څرمنې خلقو له پېغام يوسئ د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى، هغه مضبوط او جنګيالى قوم له پېغام يوسئ، د چا مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم دے. ۳ څوک چې په زمکه اوسيږى نو هغوئ ټول دا واورئ. هغه نښې ته وګورئ چې د غرونو په سرونو به ښکاره شى. او چې بيګل غږيږى نو غوږ ورته ونيسئ. ۴ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به خپل د استوګنې ځائ نه په خاموشۍ سره ګورمه. خو زما دا خاموشى به داسې وى لکه د تکڼې غرمې د شُغلې په شان يا د لَو په وخت د سحر د پرخې په شان.“ ۵ د انګورو راټولولو نه مخکښې، کله چې دا ټول ګلونه وغورزوى او انګور په پخېدو وى، نو مالِک خُدائ به حبشيان داسې په آسانۍ سره تباه کړى لکه چې د بوټو قينچيانې د انګورو د بوټى نه څانګې پرې کوى. ۶ د هغوئ د فوجيانو لاشونه به مارغانو او ځنګلى ځناورو ته پراتۀ وى. په اوړى کښې به هغوئ د مارغانو خوراک وى او په ژمى کښې به د ځناورو خوراک وى. ۷ يو وخت به هغه مضبوط او جنګيالى قومونه چې اوچت او هوارې څرمنې دى، د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى مالِک خُدائ ربُ الافواج ته به د هغه مُلک نه نذرانې راوړى، کوم مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم شوے دے. هغوئ به د صيون ښار ته راشى، چرته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج استوګنه کوى.