د اشعیا نبي کتاب

شلم فصل

د مصریانو او ایتوپیایانو په اړه نښه

۱ د اشور پاچا سرجون په حکم، د هغه د لښکر قوماندان د فلسطین د اشدود په ښار باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه. ۲ په هغه وخت کې څښتن د آموص زوی اشعیا ته ویلي وو چې خپل د ویر کالي او خپلې څپلۍ وباسي. هغه دا ومنله، بیا هغه لوڅ ځان او لوڅې پښې روان شو. ۳ نو څښتن وویل: «زما خدمتګار اشعیا درې کاله لوڅ ځان او لوڅې پښې ګرځېدلی دی. دا د هغې نښه ده چې د مصر او ایتوپیا خلک به په لویه بلا اخته شي. ۴ په دې ډول به د اشور پاچا د مصر او ایتوپیا خلک د اسیرانو په توګه ونیسي. ځوانان او زاړه به یې په لوڅ ځان او لوڅې پښې روان شي. د هغوی هرڅه به بربنډ وي او دا به د مصر دپاره د شرم خبره وي. ۵ هغو خلکو چې په ایتوپیا باندې تکیه کوله او په مصر یې ویاړ کاوه، هغوی به ناامیده او رسوا شي. ۶ هغه وخت به د فلسطین د ساحل اوسېدونکي ووایي: ‹وګورئ، په هغو خلکو چې مونږ ورباندې تکیه کوله او مونږ ورنه د مرستې تمه لرله چې مونږ به د اشور پاچا له حملې څخه وساتي، داسې بلا راغله، نو مونږ به څنګه ژوندي پاتې شو؟›»