0:00 / 0:00

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

شلم باب

د يو پېغمبر نښه څرګندول

۱ په کوم کال چې د اسور د بادشاه د سرجون په حُکم د اسوريانو د لښکر فوجى مشر په اشدود ښار باندې حمله وکړه او دا يې قبضه کړو، ۲ په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې وباسى کومې چې هغۀ اغوستې وې. نو هغۀ دا حُکم ومنلو او بربنډ او بغېر د څپلو نه روان شو. ۳ نو بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے يشعياه درې کاله بربنډ او بغېر د څپلو نه ګرځېدلے دے. دا د هغې نښه ده چې په مِصر او ايتهوپيا باندې به څۀ کيږى. ۴ د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى. ۵ چا چې په ايتهوپيا باندې يقين ساتلے وى او په مِصر باندې يې لافې وهلې وى نو هغوئ به مايوسه شى او وبه شرميږى. ۶ کله چې هغه وخت راشى نو کوم خلق چې د فلستيه د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ به ووائى، وګورئ، په هغه خلقو څۀ وشول چې په چا باندې مونږ دا يقين کولو چې مونږ به د اسور د بادشاه نه بچ کړى. خو اوس زمونږ دپاره د خلاصى لار هم نشته.“