0:00 / 0:00

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

پينځويشتم باب

د ثناء صِفت يو حمد

۱ اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بې‌شکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى. ۲ تا ښارونو نه د ملبو ډيرى جوړ کړى دى، او د هغوئ د پَخو دېوالونو قلعې دې په کنډراتو بدل کړى دى. د پردى مُلک د خلقو د قلعې په شان محلونه داسې خاورې شوى دى چې بيا به هيڅکله ورته ښار ونۀ شى وئيلے او نۀ به کله دوباره آباد کړے شى. ۳ نو په دې وجه د تکړه قومونو خلق به ستا ثناء صِفت کوى، او د ظالمانو قومونو په ښارونو کښې به ستا نه يره کيږى. ۴ تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى، ۵ لکه د صحرا د ګرمۍ په شان دى. تا د پردى مُلک خلق غلى کړى دى. تا د ظالمانو خلقو آوازونه داسې خاموش کړى دى، لکه چې وريځې سخته ګرمى يخوى.

د خُدائ پاک د يو مېلمستيا تيارے کول

۶ د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى. ۷ نو په دې غر به هغه د خلقو نه د مرګ سورے ختم کړى، کوم سورے چې د ټولو قومونو دپاسه ولاړ دے. ۸ مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بې‌عزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى. ۹ په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“

د خُدائ پاک موآب له سزا ورکول

۱۰ مالِک خُدائ به د صيون د غرۀ حِفاظت کوى، خو موآب به داسې د پښو لاندې کړے شى لکه چې بوس په غوبل کښې د پښو لاندې کيږى. ۱۱ خُدائ پاک به موآب داسې دباؤ کړى لکه څنګه چې لامبوزن اوبۀ خپلو لاسونو سره لاندې ديکه کوى، هغه به د دوئ غرور او د دوئ ټول بد کارونه ختم کړى. ۱۲ هغه به د موآب د اوچتو دېوالونو والا قلعې تباه کړى او را وبه يې غورزوى او د خاورو سره به يې خاورې کړى.