د حضرت يشعياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

يروشلم به د ابدى امن مرکز وى

۱دا هغه پېغام دے چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې د يهوداه او يروشلم په حقله نازل کړو. ۲په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى، ۳او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى. ۴مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى. ۵نو اے د يعقوب اولاده، راځئ چې مونږ د مالِک خُدائ په رڼا کښې ګرځو. ۶اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى. ۷د هغوئ مُلک د سپينو زرو او سرو زرو نه ډک دے او د هغوئ خزانې نۀ ختميږى. د هغوئ مُلک د آسونو نه ډک دے او د هغوئ جنګى ګاډۍ بې‌شمېره دى. ۸د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى. ۹نو په دې وجه به هغوئ بې‌عزته او سپک شى. اے مالِکه خُدايه، هغوئ مۀ معاف کوه. ۱۰په غارونو کښې ورننوځئ او د مالِک خُدائ د يرې نه او د هغۀ د شان او شوکت نه ځان په خاورو کښې پټ کړئ. ۱۱د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى. ۱۲په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى. ۱۳هغه به د لبنان لوړ لوړ دِيار او د بسن د مُلک د څېړۍ ټولې ونې تباه کړى. ۱۴هغه به اوچت غرونه او د غرونو اوچتې غونډۍ هوارې کړى، ۱۵هغه به هر يو اوچت برج او د هرې قلعې مضبوط دېوالونه هوار کړى. ۱۶هغه به ټول لوئ سمندرى جهازُونه او ټولې ښائسته کشتۍ ډوبې کړى. ۱۷‏-۱۸د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لوئى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى. ۱۹چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى. ۲۰کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى. ۲۱چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى. ۲۲په انسان باندې توکل مۀ کوه، د هغوئ ژوند د يوې لحظې دے او د هغې قدر څۀ دے؟