د اشعیا نبي کتاب

یودېرشم فصل

د اورشلیم ساتندوی

۱ افسوس د هغو کسانو په حال چې د مصر د خلکو څخه مرسته غواړي! هغوی د مصر په لوی نظامي قوت، یعنې اسونو، جنګي ګاډیو او په اسونو سپاره عسکرو باندې تکیه کوي. خو هغوی په څښتن، یعنې د اسراییلو په سپېڅلي خدای تکیه نه کوي او نه ورڅخه مشوره غواړي. ۲ خو څښتن په خپل حکمت سره پوهیږي چې څه بلا او مصیبت په هغوی نازل کړي. هغه خپله اراده سرته رسوي. بد عمله خلکو او د هغوی ملاتړ کوونکو ته به سزا ورکړي. ۳ مصریان انسانان دي، نه خدای. د هغوی اسونه یوازې جسم لري، کوم روحاني موجودات نه دي. کله چې څښتن هغوی ته د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوږد کړي، نو مرسته ورکوونکي به وښوییږي او مرسته اخیستونکي به ولویږي. ټول به یوځای له منځه لاړ شي.

۴ څښتن ماته داسې وویل: «فرض کړئ یو زمری په خپل ښکار باندې غوریږي او د شپنو یوه ډله راغونډیږي چې ویې شړي، خو بیاهم زمری په بې پروایۍ سره د شپنو د چیغو او شورماشور څخه نه وېریږي. همدا شان به زه چې مطلق قادر څښتن یم، د صهیون په غره د جګړې دپاره راښکته شم. زما مخه هېڅوک نه شي نیولی. ۵ لکه څنکه چې یوه مرغۍ د خپلو بچیانو د ساتلو دپاره د خپلې ځالې په شاوخوا کې الوزي، نو زه مطلق قادر څښتن به هم د اورشلیم ساتنه کوم او هغه به وژغورم.»

۶ ای د اسراییلو خلکو، تاسو د څښتن په وړاندې سخته سرغړونه کړې ده. نو اوس بېرته د هغه خواته راوګرځئ. ۷ یو داسې وخت راروان دی چې تاسو ټول به هغه بتان چې په خپلو ګناهکارو لاسونو مو له سپینو او سرو زرو جوړ کړي دي، لېرې وغورځوئ.

۸ «اشوریان به د تورې په وسیله له منځه لاړ شي، خو نه د انسان په توره. هغوی به د جګړې له ډګره وتښتي او ځوانان به یې د بېګارۍ دپاره ونیول شي. ۹ د هغوی زړور عسکر به له وېرې وتښتي او د هغوی قوماندانان به دومره ووېریږي چې هغوی به خپل د جګړې بیرغونه هم پرېږدي او وبه تښتي.» دا د څښتن وینا ده، هغه څښتن چې حضور یې په صهیون کې د اور او په اورشلیم کې د تنور په شان دی.