د اشعیا نبي کتاب

دري دېرشم فصل

د مرستې دپاره دعا

۱ افسوس ستاسو په حال چې خلک تباه کوئ او خیانت کوئ، که څه هم تاسو تباه او برباد شوي نه یئ او نه ستاسو سره خیانت شوی دی. ستاسو د تباهۍ او خیانت وخت به پای ته ورسیږي او هغه وخت به راورسیږي چې تاسو د تباهۍ او خیانت ښکار شئ.

۲ ای څښتنه، په مونږ رحم وکړه. زمونږ هیله تاته ده. هر سهار مونږ ته قوت راکړه او د کړاوونو په وخت کې زمونږ ژغورونکی شه. ۳ کله چې دښمن ستا د تندر په شان اواز اوري، نو تښتي. ستا له پاڅېدو سره قومونه خواره واره کیږي. ۴ زمونږ د دښمنانو شتمني به داسې لوټ او تالا شي، لکه ملخان چې په کروندو باندې حمله وکړي.

۵ څښتن څومره لوی دی. هغه په اسمان کې اوسیږي. هغه به صهیون د عدالت او انصاف څخه ډک کړي ۶ او ستاسو دپاره به یو ټینګ بنیاد وي. هغه به تل تاسو وژغوري او تاسو ته به ډېر حکمت او ډېره پوهه درکړي. د څښتن څخه وېره د صهیون دپاره د خزانې په شان ده.

۷ واورئ! زړور خلک په کوڅو کې د مرستې دپاره چیغې وهي. د سولې استازي اوس په چیغو چیغو ژاړي. ۸ لویي لارې دومره له خطره ډکې شوې دي چې هېڅوک ورباندې سفر نه شي کولای. خلکو تړونونه مات کړي دي او هغه وعدې چې د شاهدانو په وړاندې یې کړې وې، نه دي عملي کړې. هغوی نور د هېچا درناوی نه کوي. ۹ د اسراییلو ځمکه وچه او شاړه پرته ده. د لبنان ځنګلونه وچ شوي دي. د شارون حاصلخېزه دره لکه د دښتې په شان شوې ده. د باشان او د کرمل د ونو پاڼې رالویږي.

د څښتن خبرداری خپلو دښمنانو ته

۱۰ څښتن قومونو ته وایي: «اوس پاڅېږم. زه به تاسو ته خپل قدرت او لویي وښایم. ۱۱ ستاسو نقشې بې ارزښته دي او هرڅه چې کوئ هغه بې ګټې دي. ستاسو نفس به په اور بدل شي، تاسو به په خپله وسوځوي او له منځه به مو یوسي. ۱۲ تاسو به لکه د اغزیو د بوټو په شان په اور کې وغورځول شئ، وبه سوځئ او په ایرو به بدل شئ. ۱۳ ای لرې او نژدې خلکو، څه چې مې تر سره کړي، هغه ته پام وکړئ او زما قدرت ومنئ.»

۱۴ د صهیون ګناهکاران وېرېږي، بې ایمانه خلک رپیږي او وایي: «د خدای قضاوت د یو تباه کوونکي اور په شان دی. څوک به زمونږ څخه په داسې تل بلېدونکي اور کې ژوندی پاتې شي؟» ۱۵ هغه څوک ژوندی پاتې کېدای شي چې په خپل ژوند کې نېک وي او رښتیا وایي، د غریبانو د غولولو دپاره د خپل زور څخه کار وانخلي او د رشوت اخیستلو څخه لاس واخلي، د قتل په نقشو کې برخه وانخلي او د بدۍ څخه هم ځان وساتي. ۱۶ داسې کسان به په امن کې ژوند کوي او هغوی به داسې په امن کې اوسیږي لکه څنګه چې څوک د تیږو په کلاګانو کې اوسیږي. هغوی ته به خواړه ورکړل شي او بې له شکه به اوبه ولري.

د جلال څخه ډکه راتلونکې

۱۷ تاسو به د پاچا هغه شان او شوکت ووینئ چې په یو لوی او پراخ هېواد پاچاهي کوي. ۱۸ بیا به د تېر شوي ظلم په اړه فکر وکړئ، له خپل ځانه به پوښتنه وکړئ او وبه وایئ: «هغه پردي مامورین چېرته دي چې زمونږ نه به یې باج اخیسته؟ هغه جاسوسان چېرته دي چې زمونږ برجونه به یې شمېرل؟» ۱۹ خو تاسو به نور د هغه پردي هېواد کبرجن خلک ونه وینئ چې په پردۍ ژبه یې خبرې کولې او تاسو د هغه په معنی نه پوهېدلئ. ۲۰ صهیون ته وګورئ، یعنې هغه ښار ته چې مونږ په کې خپل دیني اخترونه لمانځو. تاسو به اورشلیم ووینئ چې هغه د اوسېدلو دپاره څنګه خوندي ځای دی. اورشلیم به د هغې خېمې په شان وي چې نه خوځیږي او موږي به یې هېڅکله راونه ویستل شي او رسۍ به یې هېڅکله ونه شلیږي. ۲۱ هلته به زمونږ د جلال څخه ډک څښتن د لویو سیندونو او ویالو په شان زمونږ څخه ساتنه وکړي او نور به د دښمن کشتۍ ونه شي کولای د هغه نه تېرې شي. ۲۲ څښتن په خپله زمونږ قاضي، حکم ورکوونکی او پاچا دی او هغه به مونږ وژغوري. ۲۳ د دښمن د کشتۍ ګانو طنابونه او رسۍ به سستې شي، نه به یې ستنې ټینګې شي او نه به یې بادوانونه خلاص شي. د دښمن د لښکرو ټول مالونه به د غنیمت په توګه ووېشل شي او دا مال به دومره ډېر وي چې ګوډانو ته به هم په کې خپله برخه ورسیږي. ۲۴ زمونږ د وطن اوسېدونکي به هېڅکله دا شکایت ونه کړي: «زه ناروغ یم» او د هغوی ټول ګناهونه به وبخښل شي.