Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د اشعیا نبي کتاب
پنځه دېرشم فصل
د خوشحالۍ سپېڅلې لاره
۱ خوشحالي به وکړي صحرا او وچه ځمکه
خوشحالي به وکړي دښته
او وبه غوړیږي ګلان
۲ او غوټۍ به ونیسي هغه ګلان پرېمانه
اورېدل کیږي به په دې ځایو کې
نارې او د خوشحالۍ سندرې
شنه او ښکلې به شي دښته
د لبنان د غرو په شان
شي حاصلخیزه به د کرمل
او شارون د کروندو په شان
خلک به وګوري شان او شوکت د څښتن
هغوی به وویني لویي زمونږ د خدای
۳ ورکړه کمزورو او ستړو لاسونو ته قوت
او قوي کړه هغه زنګنونه چې لړزیږي
۴ چې اندېښمن دي څوک، هغوی ته ووايئ:
شئ قوي او مه وېرېږئ
ګورئ، راروان دی ستاسو خدای
تاسو به وژغوري
سزا به ورکړي هغه ستاسو دښمنانو ته
او ستاسو بدل به د هغوی نه واخلي
۵ په هغه وخت کې به ړانده بینا شي
او کاڼه به اوري
۶ وهي ټوپونه به ګوډان لکه هوسۍ په شان
څوک چې ګونګیان وي وهي نارې
د خوشحالۍ به هغوی
په صحرا کې به بهیږي چینې د اوبو
او په دښته کې ویالې د اوبو
۷ شي به بدلې سوځوونکې شګې په ډنډ د اوبو
او وچه ځمکه د اوبو په چینو
چې په کوم ځای کې اوسېدل سورلنډیان
هلته راشنه به شي واښه او لوخې
۸ هلته به خلاصه شي یو لویه لاره
چې وي به یې نوم «سپېڅلې لاره»
تېر به نه شي په دې لاره ناپاک خلک هېڅکله
خو غوره قوم د څښتن به په دې لاره
قدمونه وهي
هرڅوک چې لاړ شي په دې لاره
که وي بېعقل هم خو نه به شي بېلارې
۹ هلته به نه وي زمریان
په دې لار باندې به نه وي داړونکي حیوانات
خو چې ازاد کړي دي کوم خلک څښتن
هغوی به وکړي په دې لاره سفر
۱۰ هغه خلک چې ازاد کړي دي څښتن
په خوشحالۍ سره به ورسیږي اورشلیم ته هغوی
او راستانه به شي صهیون ته له سندرو سره
د هغوی په سر به وي تلپاتې خوشحالي لکه د تاج په شان
وي به ډک له خوشحالۍ د هغوی زړونه
او شي به خلاص د غم او له خفګانه څخه