Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د اشعیا نبي کتاب
دري څلوېښتم فصل
د ژغورنې وعده
۱ خو اوس ای یعقوبه! هغه څښتن چې پیدا کړي یئ تاسو
ای اسراییلو! هغه څښتن چې دی خالق ستاسو
هغه داسې وایي:
وېرېږئ مه، ځکه ژغورلي مې یئ تاسو
تاسو په نوم یئ ما راغوښتي او زما یئ تاسو
۲ چې تېرېږئ کله تاسو له سیندونو، زه به تاسو سره مل یم
چې تېرېږئ کله تاسو له سیندونو، نو نه به ډوبېږئ تاسو
چې تېرېږئ کله د اور له منځه، نو نه به سوځېږئ تاسو
زیان به نه رسوي تاسو ته لمبې د اور
۳ ځکه چې ستاسو څښتن خدای یمه زه
د اسراییلو سپېڅلی خدای یمه
ژغورونکی ستاسو
قربانوم زه مصر ستاسو ازادۍ دپاره
قربانوم ستاسو بدل کې ایتوپیا او سیبا
۴ تاسو ما ته ارزښتمن او عزتمن یئ
لرمه مینه زه له تاسو سره
نو په دې خاطر به زه قربان کړم خلک
ستاسو په ځای
او ستاسو بدل کې به قربان کړمه قومونه
۵ مه وېرېږئ، زه یم تاسو سره مل
راولم به ستاسو خلک له ختیځه
او زه به راټول کړم له لوېدیځه تاسو
۶ زه به ووایم شمال ته پرېږده هغوی چې لاړ شي
او وبه وایمه جنوب ته هغوی مه ایساروه
له لېرې هېوادونو څخه راولئ زما زامن
چې په هر ځای کې دي زما لورګانې
پرېږدئ چې بېرته راستنې شي خپل وطن ته
۷ چې زما په نوم یادیږي هغه ټول کسان
چې پیدا کړي ما هغوی دي خپل جلال دپاره
او چې مې خلق کړي هغوی
اسراییلیان د څښتن شاهدان
۸ څښتن وایي راولئ هغه خلک
چې لري سترګې خو ړانده دي هغوی
او لري غوږونه خو کاڼه دي هغوی
۹ راټول شوي ټول قومونه
او شوې پوښتنه له هغوی نه
چا پېشګویي کړې ده د اوسنیو پېښو؟
چا پېشګویي کړې وه د تېرو شویو پېښو؟
هغوی دې راوړي شاهدان او ثابته دې کړي خپله خبره
خلک دې واوري او ودې وایي چې هو، سمه ده دا خبره
۱۰ څښتن وایي ای د اسراییلو قومه تاسو یئ زما شاهدان
او غوره کړي مې یئ د خدمتګار په توګه
ترڅو ما وپېژنئ او راوړئ ایمان په ما
او په دې پوه شئ چې زه یم یوازېنی خدای
پرته له ما نشته دی بل خدای
هېڅکله نه ؤ او نه به وي
۱۱ زه، یوازې زه څښتن یم
پرته له ما نه بل ژغورونکی نشته
۱۲ زه وم چې پېشګویي مې وکړه
چې څه به پېښ شي
او راغلم زه ستاسو ژغورنې ته
پردی خدای نه ؤ چې وکړي تاسو ته دا کارونه
تاسو په خپله شاهدان یئ زما
۱۳ زه یم خدای او تل به پاتې شم خدای
هیڅوک نه شي خلاصېدلی زما له لاسه
ما چې څه کړي دي، هغه څوک بدلولی نه شي
د بابل څخه تېښته
۱۴ څښتن ژغورونکی ستاسو
سپېڅلی خدای د اسراییلو داسې وایي
ستاسو ژغورنې په خاطر
ما ولېږه لښکر بابل ته
ترڅو مجبور کړم ټول بابلیان تېښتې ته
هغو کشتیو کې چې خوښولې هغوی
۱۵ زه څښتن یم، سپېڅلی خدای ستاسو
ای اسراییلو، پیدا کړي یئ ما تاسو
او زه پاچا یم ستاسو
۱۶ څښتن خلاصه کړله په بحیره کې یوه لاره
یوې څنډې ته یې کړلې زورورې اوبه
۱۷ د تباهۍ لوري ته یې بوتللې
د مصر لویې او قوي لښکرې
داسې لښکرې چې لرلې یې
جنګي ګاډۍ او اسونه
هغوی راوغورځېدل او
پورته نه شول بیا هېڅکله
او مړه شول د ډېوې په شان
۱۸ نو څښتن داسې وایي:
هېرې کړئ تېرې پېښې
خپل ژوند مه تېروئ
په یادولو د پخوانیو پېښو
۱۹ ګورئ، همدااوس چې زه کوم کوم نوی کار
هغه به کیږي او لیدلی یې شئ تاسو
زه به جوړه کړم په دښته کې یو لاره
او په کې جاري به کړمه د اوبو سیندونه
۲۰ وحشي حیوانات به کړي زما درناوی
سورلنډیان او شترمرغ
ځکه چې زه روانوم اوبه دښته کې
او سیندونه په صحرا کې
چې ورکړم اوبه خپلو غوره شویو خلکو ته زه
۲۱ دا هغه خلک دي چې خلق کړي مې دي
د خپل ځان دپاره
دوی به کوي په ښکاره ثنا او صفت زما
د اسراییلو ګناه
۲۲ څښتن وایي:
ای یعقوبه، تاسو ونه غوښتله مرسته له ما
ای د اسراییلو قومه!
ستړي شوي یئ زما نه تاسو
۲۳ تاسو رانه وړې سوځېدونکې قربانۍ
د خپلو پسونو ما ته
تاسو ونه کړ درناوی زما
د قربانیو په کولو سره
ما په تاسو ایښی نه ؤ دا بار
چې ما ته راوړئ نذرانې
ما ستړي نه کړئ تاسو
د قیمتي خوشبویۍ په دودولو سره
۲۴ زما دپاره مو وانخیستله خوشبویي په بیه
راضي مو نه کړمه زه د وازګو په وړاندې کولو سره
خو تاسو کېښوده په ما باندې د خپلو ګناهونو بار
زه تاسو ستړی کړمه په خپلو بدو کړنو
۲۵ زه هغه خدای یم چې د خپل ځان په خاطر
پرده اچوم ستاسو ګناهونو باندې
او یاد به نه کړم ګناهونه ستاسو
۲۶ تاسو په ما چې لګولي کوم تورونه
راځئ چې لاړ شو محکمې ته
خپله دعوه وړاندې کړئ
دا ثابته کړئ چې تاسو یئ په حقه
۲۷ زما په وړاندې ګناه کړې وه
ستاسو لومړني نیکه
زما په وړاندې شول یاغي ستاسو مشران
۲۸ نو ځکه مې لېرې کړل سپېڅلي کاهنان
له خپلو دندو څخه
او ما راوستله تباهي په اسراییلو باندې
پرې مې ښود چې سپکاوی زما د قوم وشي