0:00 / 0:00

د اشعیا نبي کتاب

شپږڅلوېښتم فصل

رښتینی خدای او د بابل بتان

۱ دي کړوپ شوي د بابل بتان بیل او نبو

په حیواناتو باندې بار دي بتان د هغوی

هغه بتان چې ګرځول به خلکو

اوس یو دروند بار دی په ستړو

حیواناتو باندې

۲ دي کړوپ شوي دواړه خدایان

ژغورلی نه شي هغوی خپل ځانونه

او اسیران شوي دي دوی په خپله

۳ ای د یعقوب اولادې

ای زما د قوم اسراییلو نه پاتې شویو خلکو

ونیسئ غوږ ما ته

ما کړی پام په تاسو له زېږېدو نه مخکې

ستاسو ساتنه مې کوله د مور له خېټې

۴ که زاړه هم شئ زه ستاسو خدای یم

او کوم به پام په تاسو تر سپین‌ږیرتوب پورې

ما پیدا کړي یئ او ستاسو ملاتړ به وکړم

پام به وکړمه په تاسو او تاسو به وژغورمه

۵ برابروئ او پرتله کوئ مې تاسو چا سره؟

ایا لرم زه ورته والی له کوم چا سره؟

ایا بل څوک شته زما په شان؟

۶ خلک خلاصوي خپلې کڅوړې

او سره زر ترې غورځوي

هغوی سپین زر تلي په تله باندې

ورکوي هغوی زرګر ته پیسې

چې ورته بت جوړ کړي

بیا ورته کړي سجده او عبادت یې کوي

۷ اوچتوي هغوی دا بت خپلو اوږو ته او وړي هغه

بیا یې کېږدي په خپل ځای او ولاړ وي هلته

له خپله ځایه خوځېدلی نه شي

که ورته وکړي څوک فریاد

ورته نه شي ورکولای ځواب

او له مصیبته یې ژغورلی نه شي

۸ ای ګناهکارو خلکو، دا په یاد ساتئ

ما چې څه کړي دي، مه هېروئ هغه

۹ څه چې پېښ شوي وو ډېر پخوا

هغه په یاد راوړئ

ځکه چې زه یوازېنی خدای یم

زه یم خدای او بل خدای نشته زما په شان

۱۰ ما د شروع نه دا ویلي وو چې څه به کیږي

د ډېر پخوا نه مې ویلي وو چې څه به پېښ شي

ما وویل چې بریالي کیږي به ټول پلانونه زما

اراده چې د هر کار وکړمه رسوم سرته هغه

۱۱ زه غواړمه یو کس چې له ختیځه راشي

له لېرې هېواده چې پلان کړي عملي زما

هغه به ووهي غوټه لکه د باز په شان

څه چې وویل ما هغه به وکړم

دا اراده ده زما او زه به یې سرته رسومه

۱۲ ای سرزورو خلکو، ما ته غوږ ونیسئ

کوئ فکر تاسو چې ډېر لېرې دی بری

۱۳ رانژدې کومه ورځ د بري او نه ده لېرې هغه

زه به درکړمه خلاصون تاسو ته بې له ځنډه

زه به وژغورم صهیون

او اسراییلو ته به ورکړم خپل جلال