د اشعیا نبي کتاب

څلورپنځوسم فصل

د اسراییلو سره د څښتن مینه

۱ څښتن وایي:

«ای اورشلیمه، ته وې په شان

د هغې شنډې ښځې

چې دردونه یې د لنګون نه وي لیدلي

خو اوس ووایه د خوشحالۍ سندرې

او ووهه چیغې په لوړ اواز!

سره له دې چې شړل شوې وې ته

خو ته به د مېړه لرونکې ښځې څخه

ولرې زیات اولادونه

۲ کومه خېمه کې چې اوسېږې هغه لویه کړه ته

پردې یې جوړې کړه خورې ورې

په مصرف کې یې سپما مه کوه

رسۍ ګانې کړه اوږدې د هغې

او ښه یې کلکه کړه مېخونو باندې

۳ هرې خواته به ته وغزوې خپلې پولې

کومه ځمکه چې نیولې ده اوس نورو خلکو

بېرته به یې ونیسي اولاده ستاسو

کوم ښارونه چې اوس وران دي

هغه به بېرته کړي ودان

۴ مه وېرېږه، ځکه ته به مخامخ نه شې بیا

له رسوایۍ سره

مه بې زړه کېږه، ځکه رسوا به نه شې

ځکه چې هېر به کړې ته شرم د خپلې ځوانۍ

او وبه نه وینې ته سپکاوی د کونډتوب

۵ ځکه ستا خالق چې نوم یې دی

مطلق قادر څښتن

ستا دپاره هغه دی لکه مېړه په شان

سپېڅلی خدای د اسراییلو

دی ژغورونکی ستا

هغه ته وایي خدای د ټولې نړۍ

۶ ته یې د ځوانې ښځې په شان

چې پریښې یې وي مېړه

او مات شوی یې وي زړه

خو ستا څښتن خدای بېرته راغواړي تا

او داسې وایي:

۷ ‹ما ته پرېښودلې د ډېر لږ وخت دپاره

خو اوس به زه په ډېره مینه بېرته تا راولم

۸ ډېرې غوسې نه ما مخ واړاوه له تا یوې شېبې دپاره

خو زه به رحم وکړم تا باندې تلپاتې مینې سره›»

هغه څښتن چې ستا ژغورونکی دی، داسې وایي.

۹ «ځکه دا زما دپاره ده لکه د نوح د زمانې په شان

لکه څنګه چې ځمکه ونیوله ټوله اوبو

او په هغه وخت کې مې خوړلی ؤ قسم

بیا به هېڅکله رانه شي داسې سېلاب په ځمکه

اوس هم قسم خورم چې بیا به

نه شمه په تا باندې په قهر

او تاته نه درکوم نوره سزا

۱۰ که له منځه لاړ شي غرونه

او له خپله ځایه شي غونډۍ بېځایه

خو لاړه به نه شي له منځه زما تلپاتې مینه

او د تل دپاره به ولاړ یم د خپلې سولې په لوظ»

هغه څښتن چې کوي رحم په تا، دا وایي

راتلونکی اورشلیم

۱۱ څښتن وایي:

«ای کړېدلیه ښاره چې تېر شوی دی توفان درباندې

هېڅوک نشته چې تاته درکړي تسلي

ګوره، زه به تا بېرته جوړ کړم د قیمتي تیږو نه

او بنیادونه به دې کېږدم د لاجوردو څخه

۱۲ د یاقوتو نه به جوړ کړم ستا برجونه

او دروازې به دې وي د هغو تیږو چې ځلیږي

له قیمتي تیږو به جوړ کړم ستا شاوخوا دېوالونه

۱۳ زه به په خپله تعلیم ورکړم ټولو اولادونو ته ستا

او ور په برخه به کړم سوله او ارامي ورته

۱۴ ستا بنیاد به وي ولاړ په عدالت او انصاف

ته به لېرې یې له ظلمه او وبه نه وېرېږې

او نه به وېره تاته راشي نژدې

۱۵ که چېرې څوک جګړه وکړي له تا سره

اراده به زما نه وي په هغه کې

څوک چې جګړه کوي له تا سره

هغه به ماتې وخوري ستا له امله

۱۶ ګوره، ما پیدا کړی اهنګر دی

چې په اورغالي کې سکاره بلوي په پکي باندې

او وسله جوړوي د خپل مقصد دپاره

او هم مې پیدا کړ تباه کوونکی

چې کار واخلي له وسلې نه

د تباهۍ په خاطر

۱۷ کومه وسله چې ستا په ضد جوړیږي

تاته نه شي رسولی ضرر

چې په تا باندې څوک تور لګوي

ته بریالی به شې هغه باندې

خادمان به زما ګټه واخلي دې نه

او ور په برخه به بری کړمه هغوی ته»

دا د څښتن وینا ده.