د يعقوب رسول خط

درېم باب

په ژبه قابو ساتل

۱ اے زما وروڼو او خوېندو، په تاسو کښې دې اُستاذان زيات نۀ شى ځکه چې تاسو ته پته ده چې مونږ څوک چې اُستاذان يُو، راسره به لا نور ډېر سخت حساب کِتاب کيږى. ۲ ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى. ۳ مونږ د آسونو په خولو کښې د دې دپاره واګې اچوو چې زمونږ په مرضۍ تلل کوى نو دغه شان بيا مونږ د هغوئ پوره بدن هر خوا ته بوتلے شُو. ۴ دغه شان تاسو سمندرى جهازُونو ته وګورئ اګر چې هغه ډېر لوئ وى او په تېزو هواګانو چليږى خو دا د يو ورکوټى پارو په ذريعه د ماڼکى د مرضۍ په مطابق چليږى. ۵ دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اندام دے خو ډيرې غټې خبرې کوى څنګه چې يو ورکوټے بڅرکے يو لوئ ځنګل ته اور لګوى. ۶ او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى. ۷ نو چې هر قِسم ځنګلى ځناور، مارغان، چينجى او کبان د انسان په قابو کښې راتلے شى او راغلى هم دى، ۸ خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده. ۹ هم په دې ژبه مونږ د مالِک او پلار ثنا وايو، او هم په دې مونږ هغوئ ته چې د خُدائ پاک په صُورت پېدا شوى دى، ښېرې کوُو. ۱۰ هم د دې يوې خولې نه برکت او هم ښېرې راوځى. اے زما وروڼو او خوېندو، په کار نۀ دى چې داسې وشى. ۱۱ ولې د چينې د يوې خولې نه خوږې او ترخې اوبۀ راوځى څۀ؟ ۱۲ اے زما وروڼو او خوېندو، ولې د اينځر په ونه کښې زيتون، يا په انګور کښې اينځر پېدا کېدے شى څۀ؟ هم دغه شان د ترخې چينې نه خوږې اوبۀ نۀ شى راوتلے.

آسمانى حِکمت

۱۳ په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى. ۱۴ خو کۀ ستاسو په خپلو زړُونو کښې سخته کينه او خود غرضى وى، نو فخر پرې مۀ کوئ او مۀ د حق خلاف دروغ وايئ. ۱۵ دا هغه حکمت نۀ دے کوم چې د آسمان نه راځى بلکې دُنياوى، نفسانى او شېطانى دے. ۱۶ ځکه چې چرته چې کينه او خود غرضى وى، هلته به فساد او هر قِسم شرارت هم کيږى. ۱۷ خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى. ۱۸ او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.