Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
څوارلسم فصل
سخته وچکالي
۱ څښتن ما ته د وچکالۍ په هکله وویل:
۲ کوي ویر یهودا
د هغه ښارونه دي د مرګ په حال کې
خلک یې په ځمکه دي پراته له غمه
او وهي چیغې اورشلیم د کومک دپاره
۳ خپل نوکران لېږي شتمن خلک اوبو پسې
هغوی ځي ذخیرو ته د اوبو
خو پیدا کیږي نه اوبه هغوی ته
هغوی راځي بېرته خالي منګیو سره
وي ناامیده او پرېشانه هغوی
دوی ناامیده او پرېشانه دي
۴ ځکه چې نه اوري باران هلته
او وچه ده ځمکه
دي زړه توري بزګران
دوی ناامیده او پرېشانه دي
۵ حتی هوسۍ هم په صحرا کې پرېږدي خپل نوی
پیدا شوی بچی
ځکه چې نشته واښه هلته
۶ په سرونو د غونډیو باندې ځنګلي خره ودریږي
او وباسي ساه د سورلنډیانو په شان
سترګې کار نه کړي د دوی
ځکه چې نشته واښه چې ویې خوري
۷ زما خلک کوي فریاد ما ته
که څه هم شاهدي ورکوي زمونږ ګناهونه
خو ای څښتنه، مونږ سره مرسته وکړه
د خپل نوم د عزت په خاطر
په څو څو ځلې اړولی مونږ خپل مخ له تا نه
مونږه ګناه کړې ده ستا په وړاندې
۸ یوازېنۍ هیله د اسراییلو یې ته
زمونږ ژغورونکی یې ته
د مصیبت په وخت کې
ولې ته یې لکه پردي په شان زمونږ وطن کې
یو مسافر په شان چې شي پاتې یوې شپې دپاره؟
۹ ته ولې یې د هغه چا په شان چې وي حیران
یا هغه جنګیالي په شان چې وي بېوسه دومره
چې نه شي څوک ژغورلی؟
خو ای څښتنه، زمونږ په منځ کې یې ته
مونږ ستا په نوم یادېږو، ته مونږه مه پرېږده
۱۰ څښتن د دې خلکو په هکله داسې وایي: «د هغوی دا خوښه ده چې زما نه لېرې سرګردانه وي او نه غواړي چې خپل ځانونه کنترول کړي. نو زه د هغوی نه خوشحاله نه یم. زه به د هغوی بد کارونه رایادوم او هغوی ته به د خپلو ګناهونو سزا ورکوم.»
۱۱ څښتن ما ته وویل: «د دې خلکو د خیر دپاره دعا مه کوه. ۱۲ که هغوی روژه هم ونیسي، زه به د هغوی فریاد وانه ورم او که هغوی ما ته سوځېدونکې قربانۍ او د غلو دانو نذرانې هم وړاندې کړي، نو بیا به هم د هغوی څخه خوشحاله نه شم. د دې په ځای به زه هغوی په جنګ کې، په قحطۍ او وبا باندې ووژنم.»
جعلي پیغمبرانو ته خبرداری
۱۳ بیا ما وویل: «ای څښتن تعالی، ته پوهېږې چې پیغمبران خلکو ته وایي چې دلته به نه جنګ وي او نه لوږه، ځکه چې دوی وایي چې تا وعده کړې ده چې ستاسو وطن کې به حتمي ارامي وي.»
۱۴ خو څښتن په ځواب کې وویل: «پیغمبران زما په نامه دروغ وایي، هغوی ما نه دي لېږلي، نه مې ورته کوم حکمونه ورکړي او نه مې ورسره کومه خبره کړې ده. هغوی چې د کومو رویاګانو په هکله خبرې کوي، هغه زما له خوا نه دي او د هغوی پېشګویانې ټولې خیالي او بېګټې دي. ۱۵ زه څښتن تاسو ته وایم چې زه به د هغو پیغمبرانو سره څه کوم چې ما نه دي لېږلي، خو زما په نوم خبرې کوي او وایي چې په دې وطن باندې به جنګ او قحطي نه راځي. زه به هغوی په جنګ کې او د لوږې له لاسه ووژنم. ۱۶ همدارنګه کومو خلکو ته چې هغوی دا خبرې کړې دي، هغوی به هم په همدې ډول په لوږې او په جنګ کې مړه شي. د هغوی مړي به د اورشلیم په کوڅو کې وغورځول شي او څوک به نه وي چې هغوی ښخ کړي. د هغوی سره به داسې چلند وشي چې په هغو کې د هغوی ښځې، د هغوی زامن او لورګانې هم شاملې وي. زه به هغوی ته د هغوی د بدکاریو سزا ورکړم.»
۱۷ څښتن ما ته حکم وکړ چې خلکو ته د خپل خفګان په هکله ووایم:
زما له سترګو دې بهیږي شپه او ورځ اوښکې
زما ژړا دې نه ودریږي هېڅ وخت
ځکه چې سخت دی زخمي شوی زما ګران قوم
او ژوبل شوی ډېر سخت
۱۸ کله چې ووځم بیرون پټیو ته
د خلکو مړي وینم چې وژل شوي جنګ کې
کله چې ښار ته لاړ شم
وینم چې خلک مري له لوږې څخه
پیغمبران او کاهنان دواړه کوي خپل کارونه
خو په دې نه پوهیږي چې څه کوي دوی
ارمیا د خپلو خلکو په خاطر څښتن ته زاري کوي
۱۹ ای څښتنه، تا بیخي دی یهودا پریښی؟
ایا کرکه کوې ډېره ته د صهیون له خلکو؟
تا دومره سخت مونږه کړو ژوبل ولې؟
چې رغېدلی نه شو
مونږ درلودله د سولې هیله
خو هېڅ فایده یې ونه کړه
مونږ درلودله د رغېدلو هیله
خو په ځای یې راغله سخته وېره
۲۰ ای څښتنه مونږ اقرار کوو د بدکارۍ خپلې
او خپلو نیکونو ګناهونو باندې
ستا مقابل کې مو ګناه کړې ده
۲۱ د خپل نوم د عزت په خاطر
زمونږ سپکاوی مه کوه
بېحرمتي د اورشلیم مه کوه
د خپل پرتمین تخت د ځای
در په یاد کړه او ماتوه مه هغه لوظ
چې تا کړی دی زمونږه سره
۲۲ د نورو قومونو بېارزښته بتانو نه
یو هم کولای نه شي چې ووروي باران
خپله اسمان کولای نه شي چې اورښت وکاندي
تا ته ده زمونږه هیله ای زمونږه څښتن خدایه
ځکه ته یې هغه ذات چې کوې دا ټول کارونه