Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
دوهم فصل
په ځوانۍ کې د اسراییلو وفاداري
۱ څښتن ما ته وویل: ۲ «دا پیغام د اورشلیم ټولو خلکو ته اعلان کړه:
زما په یاد دي تاسو څومره وفادار وئ
د ځوانۍ په وخت کې
تاسو ته ګران وم لکه د ناوې په شان
تاسو په دښته کې وئ راروان ما پسې
داسې وطن کې چې کرل شوي
په کې هېڅ هم نه وو
۳ ای اسراییلو، تاسو وئ یوازې زما
لومړني حاصل په شان وئ تاسو زما دپاره
چا چې کوله هڅه چې مصیبت راولي تاسو باندې
شول ګناهکار هغوی
نازلاوه مې مصیبت
او تباهي راغله په هغوی باندې ما څښتن داسې ویلي دي.»
د اسراییلو د نیکونو ګناه
۴ ای د یعقوب اولادې او د اسراییلو قبیلو، د څښتن پیغام ته غوږ ونیسئ. ۵ څښتن داسې وایي:
ستاسو نیکونو وه لیدلې څه بېانصافي په ما کې
هغوی په څه دي لرې تللي ما نه؟
کړي عبادت هغوی د بېفایدې بتانو
نو بېارزښته شول هغوی په خپله
۶ هغوی ونه کړله پروا زما
سره له دې چې دوی مې وویستل د مصر څخه
او لارښوونه مې د دوی وکړه په بیابان کې
چې ؤ د دښتو او کندو کپرو وطن
یو وچ او ډېر تیاره وطن
چې سفر نه کوي هېڅوک په کې
او نه اوسیږي هېڅوک په کې
۷ هغوی مې راوستل یو حاصلخېز وطن ته
چې د فصلونو او ښو شیانو نه یې خوند واخلي
خو د دې په ځای، دوی ناپاک کړلو وطن زما
ما چې ورکړی کوم وطن ؤ دوی ته
د کرکې وړ کړ هغوی
۸ پروا ونه کړه کاهنانو زما
که څه هم دوی دي د شریعت عالمان
خو ما نه پېژني
زما په وړاندې به سرکښي کوله والیانو
د بعل په نامه به پېشګویي کوله پیغمبرانو
او عبادت یې کاوه د بېفایدې بتانو
د خپل قوم په وړاندې د څښتن دعوه
څښتن داسې وایي:
۹ نو زه به بیان خپله دعوه کړمه بیا د خپل قوم په خلاف
او هم به بیان کړمه خپله دعوه د هغوی د اولادې په خلاف
۱۰ لاړ شئ د غرب په لوري جزیرې ته د قبرس وګورئ
او څوک ولېږئ ختیځ خوا د قیدار وطن ته
چې وکړي ښه څېړنه
تاسو به وګورئ چې داسې کله شوي نه دي مخکې
۱۱ بل هېڅ قوم کله نه دي بدل کړي خپل خدایان
که څه هم هغه نه وو خدایان
خو زما خلکو بدل کړی یم زه
هغو خدایانو په خاطر چې کولای نه شي مرسته
که څه هم هغوی لیدلی دی جلال زما
۱۲ ای اسمانونو تاسو راشئ په لړزه له وېرې
شئ حیران او هک پک پاتې شئ
۱۳ ځکه چې قوم زما کړي ګناهونه دي دوه
هغوی پریښی یمه زه چې یم چینه د ژوندون د اوبو
هغوی کړې جوړې ذخیرې د خپل ځان دپاره
داسې سورۍ ذخیرې چې ساتلی نه شي اوبه
د اسراییلو د بېوفایۍ نتیجه
څښتن داسې وایي:
۱۴ غلام نه دی اسراییل
او پیدا شوی نه دی په غلامۍ کې
نو بیا ولې اسراییل ښکار شي
د دښمنانو خپلو؟
۱۵ هغوی غړمبیږي لکه زمریو په شان
په اسراییلو په لوړ اواز باندې
هغوی وطن د دوی بدل کړلو په دښته باندې
او ښارونه یې بیخي وران دي او پراته دي خوشې
۱۶ هو، ویې خریل د دوی سرونه چې غلامان شي
د ممفیس او تحفنحیس د ښارونو سړي
۱۷ ای اسراییلو، تاسو په خپله په ځان کړي داسې
تاسو پریښی یمه زه خپل څښتن خدای
په داسې حال کې چې ما په لاره کې
کوله لارښوونه ستاسو
۱۸ تاسو دا فکر کوئ چې وبه کړئ ګټه
مصر ته تللو باندې
او د نیل سیند نه په اوبو څښلو؟
یا آشور ته په تلو او د فرات سیند نه
ګټه به وکړئ تاسو د اوبو په څښلو؟
۱۹ خپله بدي به سزا درکړي درته
او زما نه مخ اړول به کړي محکوم تاسو
تاسو به پوه شئ چې څومره بده او دردوونکې ده دا
چې پرېږدئ ما خپل څښتن خدای
او نور به زما نه تاسو نه وېرېږئ
داسې ویلي دي ما مطلق قادر څښتن
اسراییل څښتن ته د عبادت کولو څخه انکار کوي
۲۰ نو څښتن تعالی داسې وایي:
ای اسراییلو، د ډېر پخوا نه مې مات کړی
ستاسو جغ د غلامۍ
او ما خلاصې کړلې زولنې د اسیرتوب ستاسو
تاسو وکړ انکار چې اطاعت او خدمت مې وکړئ
په هرې لوړې غونډۍ او هرې لویې ونې لاندې
نورو خدایانو ته په عبادت کولو تاسو وکړه زناکاري
۲۱ سره له دې چې ته مې وکرلې د غوره تاک په شان
د ډېر ښه تخم څخه
خو ګوره له تا نه څه جوړ شول
یو خراب او ځنګلي تاک
۲۲ که ته خپل ځان ووینځې په ښه صابون باندې هم
خو زه به بیاهم وینم ستا د ګناه داغونه
۲۳ څنګه کولای شې ووایې
چې دې خپل ځان ناولی کړی نه دی
او نه دې کړی دی هېڅکله عبادت د بعل؟
ګوره، څنګه دې وکړه ګناه هغې دره کې
وګوره څه دې وکړل
ته یې په شان د هغې مستې اوښې
چې اخوا دې خوا ګرځي د نر اوښ پسې
۲۴ ته یې هغې وحشي خرې په شان چې وي په دښته کې روانه
چې شوق یې راشي، نو مخه یې نیولی شي څوک؟
لازمه نه ده چې نر ستړی کړي خپل ځان ورپسې
ځکه حاضره همېشه ده هغه
د مستۍ په وخت کې یوځای کېدو دپاره
۲۵ ای اسراییله، نو مه وهه دومره منډې
چې دې څپلۍ وشکیږي
مه وچوه خپل ستونی
خو ته داسې وایې: نه! راګرځېدلی بېرته نه شمه زه
ما کړې مینه پردو خدایانو سره
او په هغو پسې روان به یمه
اسراییل د سزا لیدلو لایق دي
۲۶ څښتن وایي: «لکه څنګه چې یو غل ونیول شي او رسوا شي، نو همداسې به تاسو ټول اسراییلیان، ستاسو پاچاهان، ستاسو مشران، ستاسو کاهنان او پیغمبران هم وشرمېږئ. ۲۷ تاسو چې وایئ یوه ونه ستاسو پلار دی او یو ګټ ستاسو مور ده، نو تاسو ټول به وشرمېږئ. داسې به وشي، ځکه د دې په ځای چې ما ته رجوع وکړئ، تاسو زما نه مخ اړولی دی. خو کله چې تاسو د کوم تکلیف سره مخ شئ، نو بیا زما نه غواړئ چې راشم او تاسو وژغورم. ۲۸ هغه خدایان چې خپلو ځانونو دپاره مو جوړ کړي دي، هغه چېرته دي؟ کله چې تاسو په تکلیف کې یئ، نو که هغوی کولای شي تاسو دې وژغوري! ای یهودا، ته چې څومره ښارونه لرې، نو هغومره خدایان هم لرې.»
۲۹ څښتن داسې وایي: «تاسو څه شکایت لرئ؟ تاسو زما په وړاندې ولې سرکښي وکړه؟ ۳۰ ما تاسو ته سزا درکړله، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه، زه مو پرېنښودم چې تاسو اصلاح کړم. تاسو د یو داړونکي زمري په شان خپل پیغمبران ووژل.
۳۱ ای د اسراییلو خلکو، زه څښتن چې درته څه وایم هغو ته غوږ ونیسئ. ایا زه ستاسو دپاره د یوې دښتې په شان او یا د یوه تیاره او خطرناک وطن په شان وم؟ نو بیا ولې وایئ چې هغه کارونه به کوئ چې زړونه مو غواړي او هېڅکله به زما خواته بېرته نه راګرځئ؟ ۳۲ ایا یوه پېغله خپلې ګاڼې هېروي او یا یوه ناوې خپل د واده کالي هېروي؟ خو دومره ډېرې ورځې چې نه شمېرل کیږي، زه خپلو خلکو هېر کړی یم. ۳۳ ته بې له شکه په دې پوهېږې چې څنګه د خپلو معشوقو پسې وګرځې. حتی ډېرې خرابې ښځې هم کولای شي چې ستا نه دا چل زده کړي. ۳۴ ستا کالي د داړه مارانو په وینو نه، بلکې د غریبانو او بېګناه خلکو په وینو باندې لړل شوي دي. ۳۵ خو سره له دې بیاهم ته وایې: ‹زه بېګناه یم، بې له شکه چې څښتن به نور په ما باندې نه په قهریږي.› خو زه څښتن به تا ته سزا درکړم، ځکه چې ته وایې چې تا ګناه نه ده کړې. ۳۶ تا خپل ځان د نورو قومونو خدایانو ته په ورګرځېدلو باندې شرمولې دی، نو مصر به هم لکه د آشور په شان تا وشرموي. ۳۷ ته به له شرمه ټیټ سر د مصر نه وځې. په چا باندې چې ته توکل کوې، ما هغه رد کړي دي. د هغوی نه به تا ته هېڅ کومه ګټه در ونه رسیږي.»