Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
یوویشتم فصل
د اورشلیم د ماتې په هکله پېشګویي
۱ د یهودا پاچا صدقیا د ملکیا زوی فحشور او د معسیا زوی سفنیا کاهن د دې غوښتنې سره ما ته راولېږل: ۲ «مهرباني وکړه زمونږ په خاطر د څښتن سره خبرې وکړه، ځکه چې د بابل پاچا نبوکدنصر او د هغه لښکرې په مونږ باندې حمله کوي. کېدای شي چې څښتن زمونږ دپاره یوه معجزه وکړي او نبوکدنصر بېرته په شا تګ ته مجبور کړي.»
۳ بیا څښتن زما سره خبرې وکړې او ما هغو کسانو ته چې ما ته رالېږل شوي وو، وویل ۴ چې صدقیا ته ووایئ: «د اسراییلو څښتن خدای داسې ویلي دي: ‹ای صدقیا، زه به ستاسو وسلې چې د بابل د پاچا په ضد او د هغو بابلیانو چې د ښار د دېوالونو دباندې دي او ښار محاصره کوي، له کاره وغورځوم. په حقیقت کې زه به ستاسو دښمنان د دې ښار زړه ته راولم. ۵ زه به په خپل قوي مټ او ټول قدرت، قهر او غضب سره ستاسو سره وجنګېږم. ۶ زه به د دې ښار اوسېدونکي ووژنم. انسانان او حیوانات دواړه به د سختې وبا له امله مړه شي. ۷ خو زه به تا، ستا درباریان او د اورشلیم هغه خلک چې د وبا، جنګ او د قحطۍ نه ژوندي پاتې شوي دي، د بابل پاچا نبوکدنصر او ستاسو دښمنانو ته چې ستاسو د وژلو کوښښ کوي، په لاس ورکړم. نبوکدنصر به تاسو ووژني. هغه به په تاسو باندې رحم ونه کړي، نه به درباندې مهرباني وکړي او نه به درباندې زړه وسوځوي.› ما څښتن داسې ویلي دي.
۸ بیا څښتن ما ته وویل چې خلکو ته ووایه: ‹زه څښتن تاسو ته دا موقع درکوم چې د دې دوه لارو څخه یوه خوښه کړئ، د ژوند لاره یا د مرګ لاره. ۹ هرڅوک چې په ښار کې پاتې کیږي، هغه به په جنګ کې یا د لوږې نه یا د وبا له امله مړه شي. خو څوک چې دباندې ووځي او بابلیانو ته چې اوس ښار محاصره کوي تسلیم شي، نو هغوی به ونه وژل شي او لږ تر لږه به وکولای شي چې خپل ځانونه وژغوري. ۱۰ ما پرېکړه کړې ده چې دا ښار به ونه ژغورم، بلکې هغه به وران کړم. دا ښار به د بابل پاچا ته وسپارم او هغه به یې داسې وسوځوي چې د خاورو سره به خاورې شي.› ما څښتن داسې ویلي دي.»
څښتن به د یهودا پاچا ته سزا ورکوي
۱۱-۱۲ څښتن ما ته وویل چې د یهودا د پاچا کورنۍ ته چې د داود اولاده ده، دا پیغام ورسوم: «زه څښتن چې څه وایم، هغو ته غوږ ونیسئ. هره ورځ د خلکو سره د عدل او انصاف نه کار واخلئ. د چا نه چې غلا شوې ده، هغه د ظالم نه خلاص کړئ. که داسې ونه کړئ، نو ستاسو د بدو کارونو په سبب به زما قهر لکه د اور په شان بل شي. هغه به بلیږي او هېڅوک به نه وي چې هغه مړ کړي. ۱۳ ای اورشلیمه، ته د درو دپاسه د هغه ګټ په شان یې چې د هوار میدان دپاسه پروت وي. خو زه ستا په ضد یم. ته وایې چې هېڅوک په مونږ باندې حمله نه شي کولای او نه څوک زمونږ پناه ځایونو ته ورننوتلی شي. ۱۴ خو زه به تا ته ستا د عمل سره سم سزا درکړم. زه به ستا ماڼۍ ته اور واچوم او دا اور به د هغې شاوخوا ټول شیان وسوځوي.» ما څښتن داسې ویلي دي.