د ارمیا نبي کتاب

اوویشتم فصل

ارمیا د غویي جغ په خپله غاړه ږدي

۱ د یوشیا د زوی صدقیا د پاچا کېدلو نه لږه موده وروسته څښتن ما ته داسې وویل: ۲ «د ځان دپاره یو جغ جوړ کړه او هغه د څرمنې په تسمو باندې وتړه او په خپله غاړه یې کېږده. ۳ بیا د ادوم، موآب، عمون، صور او صیدون پاچاهانو ته د هغوی د استازو په وسیله چې اورشلیم ته د صدقیا پاچا د لیدلو دپاره راغلي دي، پیغام واستوه.» ۴ مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای ما ته وویل چې استازي دې خپلو بادارانو ته ووایي چې څښتن داسې وایي: ۵ «ما په خپل قوي مټ او ټول قدرت سره نړۍ، انسانان او حیوانات چې د ځمکې په مخ ژوند کوي، پیدا کړل او هرچا ته چې وغواړم هغه ورته ورکوم. ۶ زه هغه څوک یم چې دا ټول هېوادونه مې د خپل خدمتګار د بابل د پاچا نبوکدنصر په اختیار کې ورکړي دي او حتی ځنګلي حیوانات مې هم د هغه تابع کړي دي. ۷ ټول قومونه به د هغه او د هغه د زوی او لمسي خدمت کوي، ترڅو د هغه د خپل قوم د سقوط وخت راورسیږي، نو بیا به ډېر قومونه او قدرتمند پاچاهان بابلیان د ځان غلامان جوړ کړي.

۸ خو که چېرې کوم قوم یا کومه پاچاهي د نبوکدنصر حکومت ته تسلیم نه شي، نو زه به په هغه قوم باندې د جنګ، لوږې او وبا په راوستلو باندې سزا ورکړم او اجازه به ورکړم، ترڅو نبوکدنصر هغه بیخي له منځه یوسي. ۹ خپلو پیغمبرانو یا هغو خلکو ته چې د دې دعوه کوي چې هغوی د فال کتلو، د خوبونو د تعبیرولو یا د جادوګرۍ په وسیله د راتلونکي په هکله پېشګویي کوي، غوږ مه نیسئ. هغوی ټول به تاسو ته وایي چې د بابل پاچا ته تسلیم نه شئ. ۱۰ خو هغوی دروغ وایي او که چېرې تاسو داسې دروغو ته غوږ ونیسئ، نو زه به مو د خپل وطن نه لېرې وشړم او تاسو به له منځه لاړ شئ. ۱۱ خو که کوم قوم د بابل پاچا ومني او د هغه خدمت وکړي، نو زه به هغه پرېږدم چې په خپل وطن کې پاتې شي، هلته ځمکه وکري او واوسیږي.» ما څښتن داسې ویلي دي.

۱۲ ما همدا خبره د یهودا پاچا صدقیا ته هم وکړه: «د بابل پاچا ته تسلیم شه. د هغه او د هغه د خلکو خدمت کوه، نو ته به ژوندی پاتې شې. ۱۳ ته او ستا خلک ولې په جنګ کې یا د لوږې یا وبا باندې مړه شئ؟ څښتن ویلي دي د هر قوم سره به چې د بابل پاچا ته تسلیم نه شي، همداسې کار کیږي. ۱۴ هغو پیغمبرانو ته غوږ مه نیسئ چې تاسو ته وایي چې هغه ته مه تسلیمېږئ. هغوی تاسو ته دروغ وایي. ۱۵ څښتن په خپله ویلي دي چې هغوی یې نه دي لېږلي او هغوی تاسو ته د هغه په نامه دروغ وایي. نو هغه به تاسو او هغه پیغمبران چې تاسو ته دا دروغ وایي، وشړي او ووژني.»

۱۶ بیا ما کاهنانو او خلکو ته وویل چې څښتن داسې ویلي دي: «د خپلو پیغمبرانو خبرو ته غوږ مه نیسئ چې پېشګویي کوي او وایي چې د څښتن د کور شیان به ډېر زر بېرته د بابل نه راوړل شي، ځکه هغوی تاسو ته دروغ وایي. ۱۷ هغوی ته غوږ مه نیسئ! د بابل د پاچا خدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندي پاتې شئ! دا ښار ولې په کنډوالو بدل شي؟ ۱۸ که چېرې هغوی په رښتیا سره پیغمبران وي او زما د خوا نه یې پیغام اخیستی وي، نو پرېږدئ چې زما مطلق قادر څښتن څخه پوښتنه وکړي چې دا اجازه ورنه کړم چې هغه شیان چې د اورشلیم په عبادتځای او شاهي ماڼۍ کې پاتې دي، بابل ته یووړل شي.»

۱۹‏-۲۰ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «کله چې نبوکدنصر پاچا د یهودا پاچا د یهویاقیم زوی یهویاکین او د یهودا او اورشلیم ټول مشران بابل ته بوتلل، نو هغه فلزي ستنې، برنجي ټانکۍ، ګاډۍ‌ګانې او نور سامان چې د څښتن په کور او ماڼۍ کې پاتې وو، د ځان سره یونه وړل. ۲۱ څه چې زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای د هغو شیانو په هکله چې په اورشلیم کې د څښتن په کور او شاهي ماڼۍ کې پاتې دي وایم، هغو ته غوږ ونیسئ: ۲۲ ‹هغه به بابل ته یووړل شي او هغه به تر هغه وخته پورې هلته پاتې وي، ترڅو زه پرېکړه وکړم چې هغه بېرته اورشلیم ته راوړم.› ما څښتن داسې وویل.»