د ارمیا نبي کتاب

پنځه دېرشم فصل

ارمیا او رکابیان

۱ په هغه وخت کې چې د یوشیا زوی یهویاقیم د یهودا پاچا ؤ، څښتن ما ته وویل: ۲ «د رکابیانو طایفې ته ورشه او د هغوی سره خبرې وکړه. بیا هغوی زما د کور یوې کوټې ته راوله او شراب ورته ورکړه.» ۳ نو د رکابیانو ټوله طایفه یعنې یازنیا، د یو بل ارمیا زوی او د حبصنیا لمسی او د هغه ټول ورونه، زامن او د رکابیانو ټوله طایفه مې له ځان سره ۴ د څښتن کور ته بوتلل. هغوی مې د یجدلیا د زوی حانان نبي د شاګردانو کوټې ته بوتلل. دا کوټه د نورو مامورینو د کوټو سره نژدې وه او د شلوم د زوی معسیا د کوټې دپاسه وه، هغه د څښتن د کور د دروازو ساتونکی ؤ. ۵ بیا ما د شرابو ډک جامونه او پیالې د رکابیانو په مخکې کېښودلې او هغوی ته مې وویل چې شراب وڅښي. ۶ خو هغوی په ځواب کې وویل: «مونږ شراب نه څښو. زمونږ نیکه یوناداب د رکاب زوی مونږ ته ویلي دي چې مونږ او زمونږه اولاده باید هېڅکله شراب ونه څښو. ۷ همدارنګه هغه مونږ ته ویلي دي چې نه به کورونه جوړوئ او نه به ځمکه کرئ، نه به د انګورو باغونه جوړوئ او نه به یې اخلئ. هغه مونږ ته امر کړی دی چې تل په خېمو کې اوسېږئ، ترڅو په هغه وطن کې چې تاسو په کې د پردیو خلکو په توګه اوسېږئ، زیات عمر ولرئ. ۸ زمونږ نیکه یوناداب چې مونږ ته کوم امرونه کړي وو، په هغو ټولو باندې مونږ عمل کړی دی. مونږ هېڅکله نه خپله شراب څښو او نه زمونږ ښځې، نه زمونږ زامن او نه زمونږ لورګانې شراب څښي. ۹‏-۱۰ مونږ د اوسېدلو دپاره کورونه نه جوړوو، مونږ په خېمو کې اوسېږو. مونږ نه د انګورو باغونه لرو، نه ځمکې لرو او نه فصلونه لرو. د هر څه په هکله چې زمونږ نیکه یوناداب مونږ ته امر کړی دی، په هغو باندې مو په پوره توګه عمل کړی دی. ۱۱ خو کله چې نبوکدنصر په وطن باندې حمله وکړه، نو مونږ دا پرېکړه وکړه چې اورشلیم ته راشو، ترڅو د بابلیانو او سوریایانو لښکرو د حملې نه خوندي واوسو. نو ځکه مونږ په اورشلیم کې اوسېږو.»

۱۲‏-۱۳ بیا مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای ما ته وویل چې لاړ شه او د یهودا او اورشلیم خلکو ته ووایه چې زه څښتن ستاسو نه پوښتنه کوم چې تاسو ولې زما خبرو ته غوږ نه نیسئ او زما لارښوونو ته غاړه نه ږدئ. ۱۴ د یوناداب اولادې د هغه امر منلی دی چې شراب به نه څښئ او تر نن ورځې پورې هغوی شراب نه دي څښلي. خو ما ستاسو سره څو څو ځلې خبرې کړې دي، خو تاسو زما خبرې نه منئ. ۱۵ ما تاسو ته په دوامداره توګه خپل خدمتګاران یعنې نبیان درلېږلي دي او هغوی تاسو ته ویلي دي چې خپلې بدې لارې پرېږدئ او خپل عملونه سم کړئ. هغوی تاسو ته خبرداری درکړی ؤ چې د نورو خدایانو عبادت او خدمت مه کوئ، ترڅو په هغه وطن کې چې تاسو او ستاسو نیکونو ته مې ورکړی دی، خپل ژوند وکړئ. خو تاسو ما ته غوږ نه نیوه او نه مو راته پام کاوه. ۱۶ د یوناداب اولادې د خپل نیکه په امرونو باندې عمل کړی دی، خو تاسو زما اطاعت ونه کړ. ۱۷ نو اوس زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې وایم چې زه به د یهودا او اورشلیم په خلکو باندې هغه ټول مصیبتونه راولم چې د هغوی په ضد مې اعلان کړي وو. زه دا کار ځکه کوم چې کله به ما ستاسو سره خبرې کولې، نو تاسو ورته غوږ نه نیوه او کله چې به ما په تاسو باندې غږ کاوه، تاسو به ځواب نه راکاوه.

۱۸ بیا ما ارمیا د رکابیانو طایفې ته وویل چې مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای ویلي دي: «تاسو په هغو حکمونو باندې عمل کړی دی چې ستاسو نیکه یوناداب تاسو ته درکړي وو او د هغه د لارښوونو څخه مو پیروي کړې ده او هر څه چې هغه درته امر کړی دی، هغه مو سرته رسولي دي. ۱۹ نو په دې خاطر زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای دا وعده کوم چې یوناداب به تل نارینه اولادونه ولري چې زما خدمت وکړي.»