د ارمیا نبي کتاب

نهه دېرشم فصل

د اورشلیم سقوط

۱ د یهودا د پاچا صدقیا د پاچاهۍ د نهم کال په لسمه میاشت د بابل پاچا نبوکدنصر د خپل ټول لښکر سره راغی، په اورشلیم باندې یې حمله وکړه او ښار یې کلابند کړ. ۲ د صدقیا د پاچاهۍ په یوولسم کال د څلورمې میاشتې په نهمه ورځ بابلیانو د ښار دېوالونه سوري کړل.

۳ کله چې اورشلیم ونیول شو، نو د بابل ټول لوړ‌رتبه منصبداران راغلل او د منځنۍ دروازې په خوا کې کښېناستل چې په هغو کې نرګل‌شرازر د سمګر څخه، نبو‌سرسکیم مشر منصبدار یو بل نرګل‌شرازر چې د پاچا مشاور ؤ، هم شامل وو.

۴ کله چې صدقیا پاچا او د هغه عسکرو هغوی ولیدل، نو هغوی د شپې په وخت کې د ښار نه وتښتېدل. هغوی د شاهي باغ د هغې دروازې د لارې لاړل چې د دوو دېوالونو په منځ کې وه او د اردن د درې په لور روان شول. ۵ خو د بابلیانو لښکر هغوی تعقیب کړل او د اریحا ډاګ ته نژدې یې صدقیا ونیوه او هغه یې نبوکدنصر پاچا ته چې د حمات د سیمې په ربله ښارګوټي کې ؤ، وسپاره او نبوکدنصر هلته هغه محاکمه کړ او هغه په سزا محکوم شو. ۶ په ربله کې هغه د صدقیا زامن د هغه په مخکې ووژل او همدارنګه هغه د یهودا ټول با‌رسوخ خلک اعدام کړل. ۷ له هغې وروسته هغه د صدقیا سترګې راوویستلې او هغه یې په زنځیرونو وتاړه چې بابل ته یې بوځي. ۸ په همدې وخت کې بابلیانو شاهي ماڼۍ او د خلکو کورونه وسوځول او د اورشلیم دېوالونه یې راوغورځول. ۹ په پای کې د ساتونکو قوماندان نبوزرادان هغه خلک چې په ښار کې پاتې وو، د هغو خلکو سره چې هغه ته تسلیم شوي وو، د اسیرانو په توګه بابل ته بوتلل. ۱۰ نبوزرادان وطن کې یو شمېر غریب خلک چې جایداد یې نه درلود، پرېښودل او هغوی ته یې پټي او د انګورو باغونه ورکړل.

د ارمیا ازادېدل

۱۱ نبوکدنصر پاچا د ارمیا په هکله نبوزرادان ته امر وکړ: ۱۲ «لاړ شه، هغه راپیدا کړه او ورباندې ښه پام کوه. هغه ته زیان ونه رسوې او څه چې غواړي د هغه دپاره یې تیار کړه.» ۱۳ نو نبوزرادان، نرګل‌شرازر د پاچا مشاور، نبوشزبان او د بابل د پاچا نورو لوړ‌رتبه منصبدارانو، ۱۴ خلک راولېږل او زه یې د ماڼۍ د حوېلۍ نه راوویستلم. هغوی زه د شافان لمسي او د اخیقام زوی جدلیا ته وسپارلم چې په خیریت سره مې خپل کور ته بوځي، نو زه هلته د خپلو خلکو سره اوسېدلم.

د عبد‌ملک دپاره هیله

۱۵ په هغه وخت کې چې زه لا د ماڼۍ په حوېلۍ کې بندي وم، څښتن ما ته وویل: ۱۶ «ایتوپیایي عبد‌ملک ته ووایه چې مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې ویلي دي: ‹لکه څنګه چې ما ویلي دي، هغه به سرته ورسوم. زه به په دې ښار باندې تباهي راولم، نه نېکمرغي. کله چې دا کار وشي، نو هغه وخت به یې ته په خپلو سترګو ووینې. ۱۷ خو زه څښتن به تا د هغې بلا څخه وساتم او د کومو خلکو څخه چې ته وېرېږې، هغوی ته به دې په لاس ورنه کړم. ۱۸ زه به تا په امن کې وساتم، ته به وژغورل شې او وبه نه وژل شې، ځکه چې په ما باندې دې توکل کړی دی.› ما څښتن داسې ویلي دي.»