Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
دوه څلوېښتم فصل
د ارمیا څخه د دعا دپاره د خلکو غوښتنه
۱ بیا نظامي قوماندانان چې په هغو کې د قاریح زوی یوحانان او د هوشعیا زوی یزنیا او د وړو نه تر لویانو پورې ټول خلک راغلل ۲ او ما ته یې وویل: «مهرباني وکړه زمونږ عرض واوره! زمونږ دپاره خپل څښتن خدای ته دعا وکړه. زمونږ ټولو دپاره چې ژوندي پاتې شوي یو، دعا وکړه. په یو وخت کې زمونږ شمېر زیات ؤ، خو اوس لکه څنګه چې وینې مونږ ډېر کم پاتې یو. ۳ دعا وکړه چې څښتن زمونږ خدای مونږ ته وښایي چې په کومه لاره لاړ شو او څه باید وکړو.»
۴ ما ورته په ځواب کې وویل: «ډېر ښه، نو لکه څنګه چې تاسو غوښتنه کړې ده، زه به ستاسو څښتن خدای ته دعا وکړم او هر څه چې هغه ما ته وویل، زه به یې تاسو ته ووایم. تاسو نه به یوه خبره هم پټه نه کړم.»
۵ بیا هغوی ما ته وویل: «که چېرې مونږ په هغو ټولو حکمونو باندې چې ستا څښتن خدای یې زمونږ په خاطر تا ته درکوي، عمل ونه کړو، نو څښتن دې په خپله زمونږ ترمنځ یو صادق او رښتینی شاهد اوسي. ۶ که مونږ خوشحالېږو یا خفه کېږو، خو څه چې مونږ ستا نه غواړو د هغه په خاطر خپل څښتن خدای ته دعا وکړه، د هغه د لارښوونې سره سم به اطاعت وکړو. مونږ په دې پوهېږو که د هغه اطاعت وکړو، نو زمونږ هر کار به سم روان وي.»
خلک د څښتن ځواب نه مني
۷ لس ورځې وروسته څښتن زما سره خبرې وکړې، ۸ نو ما یوحانان او د هغه سره ټول نظامي قوماندانان او ټول خلک که واړه وو او که لویان، راوغوښتل. ۹ هغوی ته مې وویل: «د اسراییلو څښتن خدای چې تاسو ورته د خپلې غوښتنې سره لېږلی وم، وویل: ۱۰ ‹که تاسو غواړئ چې په دې وطن کې ژوند وکړئ، نو زه به ستاسو شمېر زیات کړم او تاسو به تباه نه کړم، تاسو به لکه د ونې په شان وکرم او له بېخه به مو ونه باسم. ما چې په تاسو باندې کوم مصیبت راوستلی دی، په هغه باندې زه پښېمانه یم. ۱۱ د بابل د پاچا څخه نور مه وېرېږئ. زه درسره مل یم او د هغه له لاسه به مو خلاص کړم. ۱۲ ځکه چې زه رحم کوونکی یم، زه به هغه دې ته مجبور کړم چې په تاسو باندې مهربانه شي او تاسو به پرېږدي چې په خپل وطن کې پاتې شئ. ما څښتن داسې ویلي دي.› ۱۳-۱۵ خو ای هغو خلکو چې په یهودا کې پاتې یئ، د څښتن د حکم څخه باید سرغړونه ونه کړئ او په دې وطن کې باید د اوسېدلو نه انکار ونه کړئ. تاسو باید دا ونه وایئ چې نه، مونږ ځو او په مصر کې اوسېږو، هلته به نور د جنګ سره نه مخامخ کېږو، نه به د جنګ دپاره د سرني اوازونه اورو او نه به وږي کېږو. که چېرې تاسو داسې ووایئ، نو مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای وایي: ‹که چېرې تاسو په ټینګې ارادې سره دا پرېکړه کړې وي چې لاړ شئ او په مصر کې واوسېږئ، ۱۶ نو د کوم جنګ نه چې تاسو وېرېږئ، هغه به تاسو پسې درورسیږي او د کومې قحطۍ نه چې وېرېږئ، هغه به زر ستاسو لمن ونیسي او هلته په مصر کې به مړه شئ. ۱۷ هرڅوک چې مصر ته د تللو او هلته د اوسېدلو ټینګه اراده لري، هغه به په جنګ یا د لوږې او یا د وبا له لاسه مړ شي. د هغوی نه به یو تن هم ژوندی پاتې نه شي او نه به د هغه مصیبت نه چې زه یې ورباندې راولم، خلاص شي.›»
۱۸ مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای داسې وایي: «لکه څنګه چې زما قهر او غضب د اورشلیم په خلکو باندې نازل شوی ؤ، که تاسو مصر ته لاړ شئ، نو په تاسو باندې به هم زما غضب نازل شي. خلک چې تاسو ویني، نو هغوی به سخت ووېریږي. خلک به درباندې ملنډې ووهي او ستاسو نوم به د لعنت دپاره وکاروي. تاسو به بیا هېڅکله خپل وطن ونه وینئ.»
۱۹ ما خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ومې ویل: «ای هغو خلکو چې په یهودا کې پاتې شوي یئ، تاسو ته څښتن ویلي دي چې مصر ته لاړ نه شئ. نو اوس زه تاسو ته په جدي توګه خبرداری درکوم ۲۰ چې تاسو به هلته خپل ژوند له لاسه ورکړئ. تاسو زما څخه وغوښتل چې ستاسو په خاطر ستاسو څښتن خدای ته دعا وکړم او تاسو دا وعده وکړه چې څښتن هر څه مونږ ته وایي، مونږ به هغه سرته ورسوو. ۲۱ نو څه چې هغه ویلي وو، هغه مې کټ مټ اوس تاسو ته وویل. خو تاسو د هغو ټولو خبرو څخه سرغړونه کوئ چې ستاسو څښتن خدای زه رالېږلی یم چې تاسو ته یې ووایم. ۲۲ نو بیا دا خبره باید په یاد وساتئ چې تاسو به په هغه وطن کې چې غواړئ هلته لاړ شئ او په کې واوسېږئ، یا به په جنګ کې یا به د لوږې او یا به د وبا له لاسه مړه شئ.»