Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
درویشتم فصل
ایوب د خدای په لټه کې دی
۱ بیا ایوب ځواب ورکړ:
۲ زه بیاهم سخته ګیله کوم له خدایه
پاتې کېدای نه شمه غلی زه زګېروي کومه
۳ زه پوهېدلی کاشکې چې چېرته پیدا کړم هغه
او پوهېدلی په دې چې څنګه ورشمه د هغه تخت ته
۴ ما بیان کړې به وای خپله دعوه هغه ته
خپلې دفاع دپاره به مې ټول دلیلونه
وای وړاندې کړي ورته
۵ بیا به پوه شوی وای زه چې هغه به راکړي څه ځواب
او څه چې غوښتل یې ما ته ووایي
۶ ایا خدای به اخیستی وای کار د خپل ټول قوت
څخه په ما باندې؟
نه، هغه نیولی به وای غوږ زما خبرو ته
۷ زه یم صادق که مې ویلی شوای د خدای سره دلیل
زما قاضي به بېګناه اعلان کړی وای زه د تل دپاره
۸ لټولی مې دی خدای ختیځ کې خو هلته نشته
پیدا مې نه کړ کله چې ومې لټاوه لوېدیځ کې
۹ هغه کوي کار د شمال خواته خو زه یې لیدلی نه شم
هغه تاویږي د جنوب خواته خو زه یې لیدلی نه شم
۱۰ خو چېرته چې ځم خدای دی خبر ورڅخه
چې ازمایي مې کله نو سوچه وځم د سرو زرو په شان
۱۱ په وفادارۍ سره یم تللی د هغه په لاره
یو خوا او بل خوا شوی نه یم له هغې لارې
۱۲ ما همېشه دي په ځای کړي د هغه حکمونه
ګرځمه زه د هغه رضا پسې
نه ګرځم زه خپلو غوښتنو پسې
۱۳ نه بدلیږي خدای هېڅکله
څوک یې کولای نه شي مخالفت
نه یې کولای شي څوک ممانعت
۱۴ کړي به ترسره اراده خپله هغه زما دپاره
هغه څه چې دی یوازې یو د هغه ډېرو پلانونو څخه
۱۵ نو ځکه لړزېږمه زه د هغه په وړاندې
کله چې فکر کوم د دې په هکله نو وېرېږمه زه
۱۶ له منځه وړی زما همت دی خدای
او سخت وېروي ما قادر مطلق
۱۷ که څه هم زه یم ړوند کړی تیارې
خو بیاهم نه پاتې کېږمه چوپ