0:00 / 0:00

د حضرت ايُوب کِتاب

پينځويشتم باب

د بِلداد وېنا

۱ بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو، ۲ ”اختيار او يره د خُدائ پاک سره دى، هغه په آسمانى بادشاهۍ کښې امن قائموى. ۳ د هغۀ آسمانى لښکر څوک شمارلے شى؟ د هغۀ رڼا په چا باندې نۀ ځليږى؟ ۴ نو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ څوک چې د مور نه پېدا شوے وى نو هغه کس څنګه صفا کېدے شى؟ ۵ ګوره، د هغۀ په وړاندې ځلېدونکى سپوږمۍ او ستورى هيڅ هم نۀ دى. ۶ نو بيا انسان څۀ څيز دے يو مېږے کۀ يا يو چينجے؟ د خُدائ پاک په نظر کښې د يو انسان څۀ اهميت دے؟“