Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
یو دېرشم فصل
د خپلې بېګناهۍ څخه د ایوب وروستنۍ دفاع
۱ ما خوړلی قسم د خپل ځان سره
چې هېڅ به نه ګورمه پېغلې ته په بده سترګه
۲ ما سره څه به وکړي مطلق قادر؟
خدای به څنګه راکړي زما د کړو وړو بدله؟
۳ تباهي او افتونه راولي هغه
په هغو خلکو باندې چې کوي بد کارونه
۴ زه چې کومه هر کار ترې خبریږي هغه
پورته کوم چې هر قدم هغه یې ګوري
۵ خورمه قسم چې زه نه یم تللی په غلطه لاره
او هڅه مې نه ده کړې چې بل څوک وغولوم
۶ پرېږده چې مې وتلي خدای د انصاف په تله
او هغه به وویني چې څومره بېګناه یمه زه
۷ که زه وګرځم له سمې لارې
که مې زړه لاړ شي هغه څه پسې چې سترګې یې غواړي
یا که په ګناه ککړ شي زما لاسونه
۸ نو بیا پرېږده چې له منځه لاړ شي زما فصلونه
یا دې بل څوک وخوري هغه خواړه چې کرمه یې زه
۹ که زړه مې وړی وي د بل چا ښځې
او ما په پټه وي ایستلی انتظار په دروازه کې د هغې
۱۰ نو بیا پرېږده چې زما ښځه هم د بل شي
او ورسره څملي نور سړي
۱۱ ځکه چې دا به وي له شرمه ډک کار
او سزا به راکړل شي د قاضي له خوا نه
۱۲ وي به دا د تباه کوونکي او دوزخ د اور په شان
چې به وسوځوي ټوله شتمني زما
۱۳ چې کله کوله ګیله زما خدمتګار له ما نه
ما به نیوه ورته غوږ
او ما کولو به چلند ورسره د انصاف له مخې
۱۴ که مې کړي نه وای داسې
نو څنګه به زه مخامخ شوی وای د خدای سره؟
چې راتله کله زما د قضاوت دپاره
ما به ویلي ورته څه وای؟
۱۵ هماغه خدای چې زه یې کړمه پیدا
خدمتګاران یې زما هم کړل پیدا
۱۶ ما هېڅکله کړی نه دی انکار
د غریب سره له مرستې نه
پرېښودلې مې هېڅکله نه دي کونډې
چې وکړي ژوند ناامیدۍ کې
۱۷ نه مې پرې ایښي یتیمان چې وږي وګرځي
زما د ډوډۍ خوړلو وخت کې
۱۸ ځکه ما پام کړی دی د ځوانۍ له وخت نه
په یتیمانو لکه د پلار په شان
او پام مې کړی دی ټول عمر په کونډو باندې
۱۹ ما به چې کله ولیدلو محتاج
او دومره غریب چې اخیستلی به یې نه شول کالي
۲۰ ما ورکول هغه ته خپلو پسونو د وړیو کالي
چې په کې ګرم اوسي
بیا به د زړه له کومي هغه کوله ستاینه زما
۲۱ کله چې ما درلود قدرت په محکمه کې
که پورته کړی مې وي لاس په یتیم
۲۲ نو شي دې مات زما لاسونه
هغه دې پرېکړل شي زما له اوږو
۲۳ ځکه وېرېږم زه د خدای د تباهۍ نه
او زه وېرېږم د هغه له لویۍ
او نه شم کولای داسې کار
۲۴ تکیه مې نه ده کړې هېڅکله په شتمنۍ باندې
۲۵ او نه مې کړی دی غرور خپلو سرو زرو باندې
۲۶ ما هېڅکله نه دی کړی عبادت د لمر چې لري ځلا
نه مې کړی عبادت دی د سپوږمۍ چې لري ښکلا
۲۷ بېلارې شوی نه یم زه چې وکړم عزت د هغو
او اوچت کړي مې لاسونه ورته د عبادت دپاره
۲۸ که داسې کړی وای ما نو باید راکړل شوې وای
سزا د قاضي له خوا نه
ځکه دا انکار دی له خدای تعالی څخه
۲۹ خوشحاله شوی نه یم هېڅکله زه
چې کله ستونزه راتله په دښمنانو زما
خوشحاله شوی نه یم چې کله هغوی باندې راتله افت
۳۰ ما هېڅ نه ده کړې داسې ګناه
چې وغواړم د هغوی د مرګ دعا
۳۱ ټول هغه خلک چې کړي کار زما دپاره
هغوی پوهیږي چې ما کړی د پردیو هرکلی همېشه
۳۲ هېڅ مسافر مجبوره نه ؤ چې شپه تېره کړي کوڅه کې
ځکه د دوی په مخ وه خلاصه زما د کور دروازه
۳۳ نور خلک هڅه کړي چې پټ کړي ګناهونه خپل
خو نه پټومه زه هېڅکله خطاګانې خپلې
۳۴ وېرېدلی نه یم هېڅکله د خلکو له خبرو
د هغوی د سپکاوي له وېرې هېڅکله غلی پاتې شوی نه یم
او نه پاتې شوی یم دننه کور کې
۳۵ ایا څوک به نه اوري زما خبرې؟
خورمه قسم چې دي رښتیا زما خبرې
پرېږده چې راکړي ځواب زما مطلق قادر
لیکل شوي وای کاشکې هغه تورونه چې لګولي په ما
مخالف زما ترڅو لیدلي وای ما
۳۶ ما به په ویاړ سره وای ایښي په خپلو اوږو
او په خپل سر باندې به ایښي مې وای لکه د تاج په شان
۳۷ ما چې کړی دی هر کار خدای ته ویلی به وای ما
او زه به ولاړ وای د هغه حضور کې په سرلوړۍ سره
۳۸ که مې غلا کړې وي هغه ځمکه چې کرمه یې زه
او اخیستې مې وي د هغې له اصلي خاوندانو څخه
۳۹ که مې غلا کړي وي هغه خواړه چې تولید شوي هلته
او وږي پرېښي مې وي هغه بزګران چې یې کرلي هغه
۴۰ نو بیا دې شنه شي په کې اغزي د غنمو په ځای
او هرزه بوټي د اوربشو په ځای
د ایوب خبرې پای ته ورسېدې.