0:00 / 0:00
Next chapter

د حضرت يوايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

د دشمن سزا

۱ نو ګورئ، په هغه ورځو او په هغه وخت کښې، کله چې زۀ د يهوداه او يروشلم قسمتونه بحال کړم، ۲ زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے. ۳ هغوئ زما په غوره شوو خلقو په خپلو کښې پچه واچوله. او هغوئ د کنجرو حاصلولو دپاره هلکان خرڅ کړل، او د ميو څښلو دپاره يې پېغلې جينکۍ خرڅې کړې. ۴ اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى. ۵ ځکه چې تاسو زما سپين زر او سرۀ زر واخستل او زما قيمتى خزانې مو خپلو مندرونو ته يوړې. ۶ تاسو د يهوداه او د يروشلم خلق په يونانيانو خرڅ کړل او هغوئ دې د خپل مُلک نه لرى ولېږل. ۷ ګوره زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه واپس راولم په کومو کښې چې تاسو خرڅ کړى دى، او زۀ به ستاسو په سرونو هغه څۀ راولم، کوم چې تاسو کړى دى. ۸ زۀ به ستاسو زامن او لوڼه د يهوداه په خلقو خرڅ کړم، او هغوئ به دوئ په لرې مُلک سبائيانو باندې خرڅ کړى. ما، مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“ ۹ د قومونو په مينځ کښې دا اعلان وکړئ چې د جنګ دپاره تيار شئ، خپل ټول جنګيالى راوغواړئ، ټول جنګيالى نزدې راشئ او حمله وکړئ. ۱۰ د خپلو قلبو د يوو نه په ټکولو تُورې جوړې کړئ او د خپلو بوټو د قينچيانو نه نېزې جوړې کړئ. کمزورے دې هم ووائى چې، ”زۀ تکړه يم.“ ۱۱ اے ټولو قومونو د هر طرف نه زر تر زره راشئ، او په وادۍ کښې رايوځائ شئ. اے مالِکه خُدايه، اوس خپل لښکر راوغواړه. ۱۲ قومونه دې راپاڅى، هغوئ دې د يهوسفط وادۍ ته لاړ شى. هلته به زۀ مالِک خُدائ ناست يم، چې د ګېرچاپېره ټولو قومونو عدالت وکړم. ۱۳ د هغوئ بدکارى ډېره لويه ده، لور وچلوئ ځکه چې فصل پوخ شوے دے. راشئ، انګور د پښو لاندې چخڼى کړئ ځکه چې د انګورو لنګرۍ ډکه ده. او د ذخيره کولو چاټۍ تر خولې ډکه ده. ۱۴ په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده. ۱۵ نمر او سپوږمۍ به تور شى، او ستورى به نور نۀ ځليږى. ۱۶ مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.

د خُدائ پاک د خلقو دپاره برکت

۱۷ ”نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، په خپل مقدس غر صيون کښې اوسېږم. يروشلم به مقدس وى، او د پردى وطن لښکر به بيا هيڅکله هغه فتح نۀ کړى. ۱۸ په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى. ۱۹ خو مِصر به وران ويجاړ شى، او ادوم به بيابان شى، ځکه چې هغوئ د يهوداه په خلقو ظلم وکړو، او هم د هغوئ په خپل مُلک کښې يې بې‌ګناه خلق ووژل. ۲۰ خو يهوداه به د تل دپاره آباد وى، او يروشلم به تر ټولو نسلونو قائم پاتې شى. ۲۱ زۀ به د هغوئ د قتلونو بدل اخلم کوم چې تر اوسه پورې ما نۀ دے اخستے. ځکه چې مالِک خُدائ په صيون کښې اوسيږى.“

Next chapter