Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیل
څوارلسم فصل
عیسی پلار ته د ورتللو لاره ده
۱ عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «خپل زړونه مه ناارامه کوئ. په خدای باندې ایمان ولرئ او په ما باندې هم ایمان ولرئ. ۲ زما د پلار په کور کې ډېرې کوټې دي. که داسې نه وای، نو ما به تاسو ته ویلي نه وای چې زه ځم چې ستاسو دپاره ځای تیار کړم. ۳ کله چې زه لاړم او ستاسو دپاره مې ځای تیار کړ، نو بېرته راځم او تاسو د ځان سره وړم، ترڅو په کوم ځای کې چې زه یم هلته به تاسو هم یئ ۴ او تاسو ته هغه لاره معلومه ده چېرته چې زه ځم.» ۵ توما وویل: «څښتنه، مونږ نه پوهېږو چې ته چېرته ځې، نو لاره به څنګه وپېژنو؟» ۶ عیسی ځواب ورکړ: «زه لاره یم، زه حقیقت یم او زه ژوندون یم. هېڅوک نه شی کولای چې زما د وسیلې نه پرته پلار ته ورشي. ۷ که چېرې تاسو زه پېژندلی وای، نو زما پلار به مو هم پېژندلی وای. نو له دې نه وروسته تاسو هغه پېژنئ او هغه مو لیدلی دی.»
۸ نو فیلیپوس هغه ته وویل: «استاذه، مونږ ته پلار وښایه، نو زمونږ قناعت به حاصل شي.» ۹ عیسی هغه ته وویل: «ای فیلیپوسه، دومره موده زه ستاسو سره وم، خو بیاهم ما نه پېژنې؟ هرچا چې زه لیدلی یم، نو پلار یې هم لیدلی دی. نو بیا ته څنګه وایې چې مونږ ته پلار وښایه؟ ۱۰ ایا په دې باندې باور نه لرې چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی؟ زه چې تاسو ته کومې خبرې کوم هغه د خپل ځانه نه کوم، بلکې زما پلار چې په ما کې دی زما په وسیله خپل کارونه کوي. ۱۱ کله چې زه وایم چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی، نو په دې باندې باور وکړئ. که زما په خبرو باندې باور نه کوئ، نو کوم کارونه چې ما کړي دي، د هغو له امله په ما باندې باور وکړئ. ۱۲ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو کوم کارونه چې ما کړي دي، هغه به یې هم وکړي او له دې نه به هم لوی لوی کارونه وکړي، ځکه چې زه خپل پلار ته ورځم. ۱۳ او تاسو چې هر څه زما په نوم وغواړئ زه به هغه کوم، ترڅو د پلار جلال د زوی په وسیله ښکاره شي. ۱۴ که چېرې تاسو کوم څه زما په نوم زما نه وغواړئ، نو زه به یې سرته رسوم.
د روح القدس ورکولو وعده
۱۵ که چېرې تاسو زما سره مینه کوئ، نو زما په حکمونو باندې به عمل کوئ ۱۶ او زه به د پلار نه غوښتنه وکړم او هغه به تاسو ته یو بل مرسته کوونکی درولېږي چې تل ترتله به ستاسو سره وي ۱۷ یعنې د حقیقت روح چې د نړۍ خلک یې نه شي منلی، ځکه چې هغه نه ویني او نه یې پېژني. خو تاسو یې پېژنئ، ځکه چې هغه ستاسو سره اوسي او په تاسو کې به وي. ۱۸ زه به تاسو لکه د یتیمانو په شان پرېنږدم. زه بېرته تاسو ته راځم. ۱۹ لږ وخت وروسته به د نړۍ خلک نور ما ونه ویني، خو تاسو به مې بیا ووینئ. ځکه چې زه به راژوندی کېږم، نو تاسو به هم ژوندي یئ. ۲۰ کله چې هغه ورځ راشي، نو تاسو به پوه شئ چې زه په پلار کې یم، تاسو په ما کې یئ او زه په تاسو کې یم.
۲۱ هرڅوک چې زما حکمونه مني او عمل ورباندې کوي، نو دا هغه څوک دی چې زما سره مینه کوي. څوک چې زما سره مینه کوي، نو زما پلار ورسره هم مینه کوي او زه هم د هغه سره مینه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.» ۲۲ یهودا چې دا اسخریوتي یهودا نه دی، هغه ته وویل: «استاذه، ته ولې غواړې چې خپل ځان دې یوازې مونږ ته ښکاره کړې او د نړۍ خلکو ته نه؟» ۲۳ عیسی په ځواب کې وویل: «هرڅوک چې زما سره مینه کوي، نو هغه به زما په تعلیم باندې عمل کوي. زما پلار به د هغه سره مینه کوي او زه او پلار به هغه ته ورځو او د هغه سره به اوسېږو. ۲۴ خو څوک چې زما سره مینه نه کوي، هغه زما په تعلیم باندې عمل نه کوي. کوم تعلیم چې تاسو یې اورئ هغه زما تعلیم نه دی، بلکې زما د پلار تعلیم دی چې زه یې رالېږلی یم.
۲۵ تر هغې پورې چې زه ستاسو سره یم دا خبرې درته کوم. ۲۶ خو هغه مرسته کوونکی یعنې روح القدس چې پلار به یې زما په نوم راولېږي، هغه به ټول شیان تاسو ته درزده کړي او هر څه چې ما درته ویلي دي، هغه به در په یاد کړي.
۲۷ زه تاسو ته سوله درکوم، هغه سوله چې زما له خوا راځي، نو دا سوله به درسره پاتې شي. دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي. نو څه چې پېښیږي، د هغې په هکله مه ناارامه کېږئ او مه وېرېږئ. ۲۸ تاسو واورېدل چې ما وویل: ‹زه ځم خو بېرته تاسو ته راځم.› که چېرې تاسو زما سره مینه کولاې، نو د دې خبرې په اورېدلو سره چې زه پلار ته ورځم، تاسو به خوشحاله شوي وای، ځکه چې پلار زما نه لوی دی. ۲۹ مخکې له دې چې دا کار وشي، تاسو ته مې وویل، نو کله چې دا کار وشي، تاسو به ایمان راوړئ. ۳۰ زه نور زیات وخت نه لرم چې ستاسو سره خبرې وکړم، ځکه چې د دې نړۍ واکمن راروان دی. هغه په ما باندې هېڅ واک او اختیار نه لري، ۳۱ خو نړۍ باید په دې پوه شي چې زه د پلار سره مینه کوم، نو هماغه کار کوم چې هغه راته حکم کړی دی. اوس راځئ چې د دې ځای نه لاړ شو.