0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

اوولسم باب

د حضرت عيسىٰ د خپلو مريدانو دپاره دُعا

۱ د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى. ۲ ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى. ۳ او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے. ۴ ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو. ۵ نو اے پلاره، اوس تۀ ما له په خپل حضور کښې لوئى راکړه، هغه لوئى چې کومه ما د دُنيا د پېدا کېدو نه اول ستا په حضور کښې لرله. ۶ ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے. ۷ اوس هغوئ پوهه شوى دى چې هر څۀ چې تا ما له راکړى دى دا ستا د طرفه دى. ۸ ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم. ۹ زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى. ۱۰ څۀ چې زما دى هغه ستا دى، او څۀ چې ستا دى هغه زما دى، او په هغوئ کښې زما لوئى څرګنده شوه. ۱۱ نور زۀ په دُنيا کښې نۀ پاتې کېږم خو هغوئ په دُنيا کښې دى او زۀ تا ته درروان يم. اے قُدوسه پلاره، د خپل نوم په طاقت د هغوئ حفاظت وکړه څوک چې تا ما له راکړى دى، نو چې هغوئ هم يو موټے شى څنګه چې مونږ دواړه يو يُو. ۱۲ ترڅو چې زۀ د هغوئ سره وم ما ستا په نوم د هغوئ حفاظت وکړو کوم چې تا ما له راکړے وو. ما د هغوئ حفاظت وکړو او په هغوئ کښې يو هم هلاک نۀ شو بې له يو نه چې مرګ يې مقرر وو، نو چې د صحيفې ليک پوره شى. ۱۳ خو زۀ اوس تا ته درروان يم. چې په دُنيا کښې کله زۀ دوئ سره وم نو ما دوئ ته د دې خبرو بيان وکړو د دې دپاره چې دوئ زما د خوشحالۍ نه معمور شى. ۱۴ ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم. ۱۵ زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى. ۱۶ دوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم. ۱۷ دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے. ۱۸ لکه څنګه چې تا زۀ دُنيا ته رالېږلے يم نو دغه شان ما دوئ دُنيا ته لېږلى دى. ۱۹ او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى. ۲۰ خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى. ۲۱ چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم. ۲۲ کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو. ۲۳ زۀ په هغوئ کښې يم او تۀ په ما کښې يې، چې دوئ په مکمل توګه يو شى. بيا چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ تا رالېږلے يم، او تا د دوئ سره هم داسې مينه وکړله لکه چې ما سره دې کوله. ۲۴ اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده. ۲۵ اے صادقه پلاره، دُنيا تا نۀ پېژنى خو زۀ تا پېژنم او دوئ ته پته ده چې تا زۀ رالېږلے يم. ۲۶ ما ستا نوم دوئ ته څرګند کړو او دا به لا نور هم څرګندوم د دې دپاره چې کومه مينه چې تا ما سره کوله، هغه دې په دوئ کښې هم وى، او زۀ دې هم په دوئ کښې يم.“